دا ګاوزه ولې د ځمکتل تمځای کې سرګردانه ګرځېدله؟
دا ګاوزه ولې د ځمکتل تمځای کې سرګردانه ګرځېدله؟
د خپرېدو وخت
د یکشنبې په ماښام یوه ځنګلي ګاوزه د پولنډ د وارسا مرکزي اورګاډي تمځي د اورګاډي پر پټلۍ ورغلې وه، چې له امله یې د اورګاډو تګ راتګ له یوه ساعت دېر ودرول شو. وروسته دغه حیوان په درملو بېهوښه کړل شوه او بېرته خپل طبیعي استوګنځي ته ولېږدول شوه.
په پولنډي ښارونو کې ځنګلي حیوانات، په ځانګړي ډول وحشي خوګان، په زیاتېدونکي ډول د ښارونو په واټونو کې لیدل کېږي. یوازې په وارسا کې شاوخوا ۳۰۰۰ وحشي خوګان شته چې د ترافیک د ګډوډۍ او ان د خلکو د ټپي کېدو لامل شوي دي.



