نصیر احمد فایق ملګرو ملتونو کې د افغانستان د استازولۍ 'مشري پر غاړه واخیسته'، طالبان وايي، باید دا څوکۍ دوی ته وسپارل شي

د خپرېدو وخت
د لوستلو وخت: ۲ دقیقې

په ملګرو ملتونو کې د افغانستان دایمي استازولۍ په یوه اعلامیه کې ویلي، نصیر احمد فایق د دې استازولۍ 'د چارو مسؤلیت او مشري' پر غاړه اخیستې.

په اعلامیه کې راغلي دي چې ښاغلی فایق به د 'شارژدافیر' په صفت دا دنده ترسره کوي.‌

نوموړی له دې وړاندې ملګرو ملتونو کې د افغانستان د دایمي‌ استازولۍ مستشار وزیر پاتې شوی دی.

یاده دې وي چې تر دې دمه غلام اسحاقزی ملګرو ملتونو کې د افغانستان دایمي‌ استازی دی، خو د استازولۍ په اعلامیه کې نه ده روښانه چې ولې یې د چارو مسؤلیت او مشري‌ نوي کس ته سپارل شوې.

بل لور طالبانو یو ځل بیا خپله هغه غوښتنه تکرار کړې، چې په ملګرو ملتونو کې د افغانستان استازولۍ څوکۍ باید دوی ته ورکړل شي.

سهیل شاهین چې د طالبانو له لوري دې مقام ته معرفي شوی، په یوه ټویټر پیغام کې وايي:

''ملګري ملتونه یوه معتبره نړیواله اداره ده، چې بې پرېتوب یې اعتباري کوي. زه له دې ادارې هیله کوم چې د افغانستان اوسني حکومت ته چې خپلواک او پر ټول هېواد حاکم دی، د دې څوکۍ سپارلو سره خپل بې پرېتوب ثابت کړي. ''

ښاغلی شاهین زیاتوي، ''د سیاسي لومړیتوبونو پر ځای باید اصول مهم وبلل شي، که نه (د دې سازمان) د بې پرېتوب په هکله پوښتنه راپورته کېږي. ''

بل لور پخپله نصیر احمد فایق پر خپله ټوېټر پاڼه لیکلي، دا مسؤلیت په سختو شرایطو کې پیلوي او هڅه به کوي چې د افغانستان د خلکو غږ تر نړیوالو ورسوي.‌

نوموړي لیکلي،‌ له افغانستان سره د بشري مرستو د را جذبولو لپاره به هم هڅې کوي.‌

دا اعلان پر داسې مهال کېږي چې ملګرو ملتونو کې د افغانستان دایمي‌ استازولۍ په یوه ناندریزه موضوع بدله شوې ده.

‌

افغان طالبانو واک ته له رسېدو وروسته غوښتنه کړې ده چې یاده څوکۍ دې دوی ته وسپارل شي.

طالبانو په دوحه کې یې د خپل سیاسي دفتر پخوانی ویاند سهیل شاهین ملګرو ملتونو کې د خپل استازي په توګه نومولی دی.

خو د ملګرو ملتونو یوې ځانګړې ګومېټې دوې اونۍ مخکې د طالبانو دا غوښتنه رد کړه او د افغانستان د پرځول شوي حکومت استازی غلام اسحاقزی د دایمي‌ استازي په توګه پر خپله څوکۍ پاتې شو.

طالبان وایي، نړیواله ټولنه باید له دوی سیاسي غچ وانخلي او،‌ د دوی په وینا، د افغانستان خلک حق لري چې د یو خپلواک هېواد په توګه ملګرو ملتونو کې خپل استازی ولري.‌

خو د ملګرو ملتونو په ګډون د نړۍ هېڅ هېواد تر دې دمه افغانستان کې د طالبانو حکومت په رسمیت نه دی پېژندلی.