د یوناما مشره: د افغانستان راتلونکی د افغانانو په لاس کې دی

د خپرېدو وخت
د لوستلو وخت: ۲ دقیقې

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو نوې ځانګړې استازې رباب فاطمې په خپل لومړي پيغام کې ويلي، ملګري ملتونو لا هم د افغانستان د خلکو ملاتړ ته ژمن دي او زياته کړې یې ده چې "د افغانستان راتلونکی په خپله د افغانانو په لاس کې دی".

نوموړې د شنبې په ورځ (۲۴ نومبر) د ملګرو ملتونو د جوړېدو د ۸۱ کليزې په تړاو يوه لنډ ويډيويي پیغام کې ويلي، "د افغانستان پر وړاندې پرتې ننګونې لويې دي، خو د دغه هېواد د خلکو وړتياوې، هيلې او ظرفيتونه تر هغو هم ستر دی".

رباب فاطمه په تېرو پنځو کلونو کې دويمه ښځينه ډېپلوماته ده چې په دغه هېواد کې د ملګرو ملتونو د مرستندويه استازولۍ (یوناما) مشري پر غاړه اخلي.

نوموړې د ميزان پر ۲۵مه کابل ته ورسېده او خپل کار یې پيل کړ.

په همدې حال کې د طالبانو حکومت د رياست الوزرا مرستيال ملا عبدالغني برادر د تېرې يکشنبې په ورځ په کابل د یوې غونډې پر مهال له يوناما وغوښتل چې د ده په ټکو، په خپلو راپورونو او شننو کې "بې پرې" پاتې شي.

رباب فاطمه د روزا اوتونبايوا ځايناستې ده. اغلې اوتونبايوا له ۲۰۲۲ کال تر ۲۰۲۵ کال پورې د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړې استازې وه.

يوناما په افغانستان کې دری اساسي دندې لري؛ د طالبانو له حکومت سره سياسي تعامل، د بشري حقونو اړوند مسایلو څېړل او ثبتول او د نړيوالو بشري مرستو همغږي کول دي.

اغلې رباب په خپله نوې ویډيو کې د دې نړيوالې ادارې د جوړېدو پیل ته په اشاره ويلي، ملګري ملتونه پر دې باور جوړل شول چې سوله د خبرو اترو، همکارۍ او زموږ د ګډ مسوولیت له لارې ترلاسه کېدی شي.

اغلې فاطمې وويل، افغانستان له هغو لومړنيو هېوادونو دی چې له دې بنسټ سره یو ځای شوی دی.

"افغانستان چې په ۱۹۴۶ کال کې د ملګرو ملتونو غړيتوب ترلاسه کړی، د دې بهير برخه پاتې شوی دی. په تېرو نژدې اتو لسيزو کې ملګرو ملتونو د افغانستان د خلکو تر څنګ ولاړ دي، که هغه د جګړو او ستونزو مهال وي او که د پرمختګ او فرصتونو دور وي".

نوموړې زياته کړه، "هر کله چې کوم کړکېچ رامنځته شوی یا ټولنې له وچکالۍ، بې ځایه کېدو، جګړو او يا بېړنيو بشري اړتياوو سره مخامخ شوې دي، ملګرو متلونو او شريکانو یې د خلکو ملاتړ لپاره وردانګلي دي".

له يوه کاله زيات وخت تېرېږي چې افغان ښځينه کارکوونکو ته د ملګرو ملتونو دفترتونو کې د کار اجازه نه ورکول کېږي.

تمه کېږي چې اغلې فاطمه به د افغان ښځينه کارکوونکو پر کاري بنديز د طالبانو حکومت له چارواکو سره مستقيمې خبرې اترې وکړې.

رباب فاطمه چې د بنګله دېش وکړې ده، تر دې وړاندې د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستياله او د ملګرو ملتونو په بېلابېلو برخو کې د استازې په توګه دندې ترسره کړې دي.

نوموړې له ۲۰۱۹ کاله تر ۲۰۲۲ پورې په ملګرو ملتونو کې د بنګله دېش د سفيرې او دايمې استازې په توګه پاتې شوې ده.