تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
د نظرپوښتنو پایلې: د اېزنکوټ په مشرۍ اېتلاف به د اسرائيل د پارلمان ډېرې څوکۍ ترلاسه کړي
د اسرائيل په ټولټاکنو کې تر رای اچونې وروسته د ترسره شوو نظرپوښتنو پایلې ښيي چې د ایزنکوټ په مشرۍ اېتلاف په پارلمان کې تر ټولو لوی بلاک دی، خو اکثریت به ونه لري.
دا نظرپوښتنې د اسرائيل لویو تلویزیوني شبکو ترسره کړې دي.
د اسرائیل له لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو سره سیالۍ ته د ولاړ سیاستوال ګاډي ایزنکوټ په مشرۍ اېتلاف که څه هم په ټاکنو کې تر ټولو لوی پارلماني بلاک راڅرګند شوی، خو وړاندوینه دا ده چې د نتنیاهو لیکود ګوند به په پارلمان (کنیسټ) کې تر ټولو لوی واحد ګوند وي.
د اسرائيلي-عرب ګوندونو په اړه هم ویل کېږي، چې په دغو ټاکنو کې یې ریکارډ شمېر څوکۍ ګټلې دي.
د اسرائيل د دولسم او دیارلسم کانال لخوا ترسره شوې نظر پوښتنې ښيي، چې د اېزنکوټ په مشرۍ اېتلاف په دغو ټاکنو کې د پارلمان ۵۲، د لومړي وزیر نتنیاهو د واکمن لیکود ګوند په مشرۍ اېتلاف ۵۰ او عربي ګوندونو ۱۸ څوکۍ ګټلې دي.
دا اټکل شوې پایلې ښيي، چې یو اېتلاف هم په یوازې ځان د حکومت جوړولو لپاره د ۶۱ اړینو څوکیو په ترلاسه کولو نه دی بریالی شوی.
ټاکل شوې د لومړنیو رسمي پایلو اعلان په راتلونکو ساعتونو کې پیل شي، خو شاوخوا ۶۰۰ زره اټکل شوې ناسوبه رایې به، چې نږدې ټولې یې د پوځ اړوندې دي او د ټولو رایو شاوخوا لس سلنه جوړوي، تر پنجشنبې ورځې په بشپړه توګه ونه شمېرل شي.
کله چې وروستۍ پایلې ترلاسه او له ټولو سیاسي اړخونو سره سلا مشورې وشي، نو د اسرائیلو ولسمشر به د هغه ګوندي مشر ته د حکومت جوړولو بلنه ورکړي چې د نوموړي په اند د یوه بریالي اېتلاف د جوړولو تر ټولو ډېر چانس لري.
د حکومت جوړولو دا بهیر ښايي څو اوونۍ وخت ونیسي.