هغه سړی چې ۵۸ اولادونه لري؛ "نومونه یې رانه هېرېږي، په نس یې نه شم مړولی"
- Author, تورپېکۍ غرنۍ
- دنده, بي بي سي
- د خپرېدو وخت
- د لوستلو وخت: ۶ دقیقې
د محمد صادق کورنۍ ښايي د ټول افغانستان په کچه تر ټولو لویه هغه وي. د ارزګان دا اوسېدونکی له څلورو مېرمنو ۵۸ بچيان لري او تر ټولو کوچنی اولاد یې یوازې څو اوونۍ وړاندې زيږېدلی دی.
نوموړی وايي، "یو چا رانه پوښتنه وکړه چې د ټولو اولادونو نومونه دې زده دي؟ ما ویل د پنځو مې لا والله که سم زده وي."
د دومره ډېرو اولادونو درلودل د هغه پر اوږو خورا دروند او له ستونزو ډک مسولیت دی. یوه داسې ټولنه کې چې پراخې بېوزلۍ سره مخامخ ده، د یوه پلار ټوله هڅه دا ده، چې خپلو ماشومانو ته یوه مړۍ ډودۍ پیدا کړي.

دوی له کړاوه ډک ژوند کې له پرلپسې میندوارۍ او زېږونونو نیولې بیا د ماشومانو تر روزنې سختې ورځې تېرې کړي دي.
محمد صادق بيبيسي سره په خبرو کې وایي، له ۱۳ تر ۱۶ کلنۍ یې کم عمره نجونې ځان ته واده کړي.
هغه وایي، ان د خپلو ټولو اولادونو نومونه یې په یاد نه وي او هره شپه یې شمېري.
"که هره شپه یې و نه شمېرم، له خپلو اولادونو لا والله که خبرېږم چې چېرې دي."
کله چې واړه ماشومان د خپل پلار شاوخوا راټول شي، د هغه په وینا، "کور دومره له شور او ګڼې ګوڼې ډک شي چې ګواکې د واده مراسم روان وي."

خو ښایي یوازې د کور شور او ګڼهګوڼه یې له واده سره ورته والی ولري.
دا هغه کورنۍ ده چې بېوزلي یې کله ناکله دې ته اړ باسي چې ځینې ماشومان شپه په لوږه تېره کړي.
دی وايي، "درې کاله کېږي چې ماشومانو مې اختر کې جامې نه دي کړي. چپلکې نه لري او ټول پښې لوڅې ګرځي. ځینې یې چې په پښو کوي هم څو ځایه شکېدلي چې په ژیړو تارونو مو څو ځایه ګنډلې دي."
په دې کورنۍ کې یوازې دوه وخته، سهار او ماښام، خواړه پخېږي. د کورنۍ دوه ښځې د ډوډۍ او خوړو د چمتو کولو مسؤلیت لري.

محمد صادق ۵۷ کلن دی او د موټرو په یوه پلورنځي کې کار کوي.
هغه وایي، د یوې لویې کورنۍ د لرلو موخه یې یوازې یوه خبره وه: "غوښتل مې چې د پېغمبر امت زیات کړم."
هغه د خپلې یوې لور د واده د ورځې یوه کیسه داسې کوي:
"ملا راغلی و چې نکاح وتړي. له ما یې وپوښتل: ستا د لور نوم څه دی؟ لږ مې پکې فکر وکړ، خو د بلې لور نوم مې ورته واخیست. ملا وویل: د خپلې لور د نوم د یادولو کې دې ډېر فکر وکړ. لاړ شه، یو ځل په کور کې پوښتنه وکړه، هسې نه چې په نوم کې تېروتې یې."
پلار خپل زوی کور ته لېږي چې له موره یې د نجلۍ نوم وپوښتي. وروسته مالومېږي چې هغه رښتیا هم په تېروتنه کې د خپلې بلې لور نوم اخیستی و.
محمد صادق وایي چې ډېر وخت خپل اولادونه په "زویه" او "بچیه" نومونو یادوي.
هغه وايي، "یوه شپه ټول د دسترخوان شاوخوا ناست وو. ما د هغوی په شمېرلو پیل وکړ. ومې لیدل چې یو کس کم دی. نه پوهېدم چې هلک کم دی که نجلۍ، او کوم یو کور کې نشته. د هغوی له میندو مې پوښتنه وکړه. یوې یې وویل: زما زوی نشته، خپلې مور کره مې لېږلی، بېګاه شپه یې هلته ده."
محمد صادق شل کلن و چې لومړی واده یې وکړ.
بيبيسي له محمد صادق وپوښتل چې ولې یې له کمعمره نجونو سره واده کړی؟ هغه وویل چې د هر واده لپاره اړ و څو کاله د "ولور" پیسې راټولې کړي.

د دې کورنۍ میندو هغه مهال ګډ ژوند او وروسته پرلپسې میندوارۍ تجربه کړي چې خپله لا د ماشومتوب او تنکۍ ځوانۍ په عمر وې.
د محمد صادق او مېرمنو یې ۱۴ اولادونه د کلونو په اوږدو کې مړه شوي هم دي.
"میندې یې وړې وې، نه یې په تړلو او راخیستو پوهېدې، نه په دې پوهېدې چې ماشوم ناروغه دی که وږی، دا د دې لامل شول چې ډېر ماشومان له تورې غاړې، نري رنځ او شري ناروغۍ مړه شوي دي".
په کم عمر کې واده او میندواري کولی شي د مور او نوي زېږېدلي ماشوم لپاره روغتیایي خطرونه ولري.
پرلهپسې میندوارۍ هم د میندو روغتیا له لا ډېرو خطرونو سره مخ کولای شي.
افغانستان هم یو له هغو هېوادونو دی، چې د میندوارۍ او زېږون پر مهال په کې د میندو د مړینې کچه لا هم لوړه ده.
روغتیایي خدمتونو ته محدود لاسرسی، په ځانګړې ډول په لرې پرتو سیمو کې، په دې برخه کې له مهمو ننګونو ګڼل کېږي.
د محمد صادق کورنۍ غړي ژمی په خونو کې او په اوړي کې د کور په انګړ کې یوځای خواړه خوري.
خو د ژوند اسانتیاوې یې ډېرې محدودې دي.
د کور شاته برخه کې یوه لوی انګړ ته ورته ځای دی، چې د جامو او لوښو مینځلو نیولې بیا آن د ښځو او ماشومانو په ګډون ټوله کورنۍ ترې د ځان مینځلو او تشناب لپاره ګټه اخلي.
چې نه دروازه لري او نه هم له پاسه چت.
د تیاره خونې په کونج کې چې نه کړکۍ لري او نه هم دروازه یو څو ساده توشکې او څو نرۍ کمپلې پرتې دي. دا ټول هغه څه دي چې د محمد صادق، څلورو مېرمنو او ماشومانو په ګډون دا ۶۳ کسیزه کورنۍ یې د خوب لپاره لري.
اړ دي چې په هرو شپږ او اوو ماشومانو یوه کمپله واچوي.
نغري کې د اور بلولو لپاره له کاغذ کار اخلي.

سره له دې چې محمد صادق لیک او لوست نه شي کولی خو وايي، ډېر نه خو په شمار څو کسان یې ښوونځي کې اچولي.
خو د ښوونځي د لګښتونو د پوره کول هم ورته اسانه نه دي.
دی وايي، "کتابچو او قلمونو لګښت یې هم په میاشت کې تر پنځلس سوه، دوه زره اوړي."
هغه د موټرو په یوه پلورنځي کې کار کوي او وایي چې که یو موټر وپلورل شي، یوازې زر افغانۍ ورکوي.
د ژوند د لګښتونو د پوره کولو لپاره یې ځینې زامن هم کار کوي او یو شمېر یې د کورنۍ د مرستې لپاره کاغذونه او پلاستیکونه راټولوي، څو د سون توکو لپاره ترې کار واخلي.
خو د دې کورنۍ اړتیاوې د هغوی له عاید ډېرې زیاتې دي.
محمد صادق له دولت، مؤسسو او سوداګرو غواړي چې د هغه د کورنۍ د اړتیاوو په پوره کولو او د اولادونو د راتلونکي په جوړولو کې ورسره مرسته وکړي.
د دې ټولو کړاوونو تر منځ د دې لویې کورنۍ د پلار یوازې دوه هیلې دي:
"یوه دا چې اولادونه مې زدهکړې وکړي او عالمان شي او بله دا چې ګېډې یې مړې وي."
محمد صادق د بيبيسي د دې پوښتنې په ځواب کې چې، ایا د یوه پلار په توګه یې د خپلو اولادونو پر وړاندې مسولیتونه په سمه توګه ترسره کړي که نه، ویلي:
"که زه پوهېدای چې یوه ورځ به له داسې سخت حالت سره مخامخېږم چې ان اولادونه به مې د خوړلو لپاره وچه ډوډۍ هم نه لري، هېڅکله به مې دا کار نه وای کړی."






















