تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
جرمني کې د ګرانۍ پر ضد مظاهرې په تاوتریخوالي واوښتې
- Author, جیمز چاټر
- د خپرېدو وخت
- د لوستلو وخت: ۴ دقیقې
د شنبې په شپه د جرمني د فرانکفورت ښار په مرکز کې لاریون کوونکو وروسته له هغه یو شمېر دوکانونه لوټ کړل، چې د ژوند د لوړو لګښتونو پر ضد د جرمني په ځینو ښارونو کې اخ و ډب رامنځته شو.
د فرانکفورت ترڅنګ، چې د جرمني اقتصادي مرکز ګڼل کېږي، په برلین، کولون او هامبورګ ښارونو کې هم د تاوتریخوالي راپورونه ورکړل شوي.
پولیس وايي، د اور وژنې او بېړنیو خدمتونو پر کارکوونکو د اورلوبو توکو، ډبرو او بوتلونو له غورځولو وروسته یې د لاریون کوونکو د خورولو لپاره د اوبو توپونه وکارول.
تر دې وړاندې د ورځې په اوږدو کې زرګونو کسانو په پراخه کچه سوله ییزو مظاهرو کې ګډون کړی و.
دغه اعتراضونه د «Gen Z regelt» په نوم ډلې لخوا تنظیم شوي وو، چې معنی یې ده: ''Z نسل چارې په لاس کې اخلي''.
اعتراض کوونکو د ښوونځیو د کمې بودیجې، د ژوند د لوړو لګښتونو، د حکومت د لګښتونو د کمښت او اجباري پوځي خدمت پر ضد شعارونه ورکول.
په جرمني کې دغه ناارامي وروسته له هغې رامنځته شوه چې په فرانسه کې هم د ځوانانو په مشرۍ پراخې مظاهرې وشوې او د شنبې په ورځ تر ۳۲۰ زرو زیات کسان واټونو ته راووتل.
کله چې شپه شوه، ځینې مظاهرې تاوتریخوالي ته واوښتې.
پولیسو د فرانکفورت د سوداګرۍ اصلي سړک لویه برخه وتړله. د پولیسو یوه ویاند وویل چې په ښار کې ګڼ کسان نیول شوي دي.
د فرانکفورت، مونیخ او برلین چارواکو ویلي چې تر ۱۸ زرو پورې کسانو په مظاهرو کې ګډون کړی و، چې د تنظیموونکو له اټکله شاوخوا نیمایي کم شمېر دی. جرمني رسنیو راپور ورکړی چې د شنبې په ورځ لسګونه زره کسانو په بېلابېلو ښارونو کې اعتراضونه وکړل.
د Gen Z regelt ویاندې لینا فریدریش وویل چې دا مظاهرې د جګړې او جبر پر ځای د سولې او ازادۍ لپاره دي.
هغې زیاته کړه:
"زموږ لپاره تر ټولو مهمه خبره دا ده چې د روغتیا او ښوونې روزنې سیستمونو ته ښه ملاتړ برابر شي. موږ د اجباري پوځي خدمت مخالف یو او غواړو چې د ټولنې بار په عادلانه ډول ووېشل شي."
فرانکفورټ پولیسو پر ایکس خواله رسنۍ یوه پیغام کې لیکلي چې د ښار په مرکز کې ''تاوتریخجنې بلواوې'' روانې دي.
د پولیسو په وینا، د څو دوکانونو کړکۍ ماتې شوې او پر بېړنیو خدماتو د مولوتوف بمونه (پټرولي بمونه) هم غورځول شوي دي.
پولیسو په وروستیو معلوماتو کې ویلي چې د وسلو د یوه پلورنځي کړکۍ هم ماتې شوې دي او د یوه شکمن کس له نیولو وروسته یې دوې وسلې ضبط کړې دي.
د هېسن ایالت د کورنیو چارو وزیر رومان پوزېک، چې فرانکفورټ یې تر ټولو لوی ښار دی، ویلي چې شاوخوا ۱۰۰ پېژندل شوي کیڼ اړخي سخت دریځي کسان په ښار کې د مظاهرې لیکو ته داخل شوي وو.
هغه زیاته کړه چې د مظاهرو دغه پایله ''د شرم وړ'' ده.
پوزېک وویل: ''موږ ټول د فرانسې هغه انځورونه په ذهن کې لرو؛ لوټمارۍ، سوځېدلي کورونه، سوځېدلي د پولیسو وسایط او پر پولیسو بریدونه. فرانسه باید په دې برخه کې د بېلګې په توګه وړاندې نه شي.''
هغه ټینګار وکړ چې په جرمني کې باید د فرانسې د تاوتریخجنو مظاهرو تجربه تکرار نه شي.
د اروپا په ځینو برخو کې د اعتراضونو څپه
په جرمني کې مظاهرې د اروپا له نورو پراخو اعتراضونو سره نژدې همهاله شوې.
په فرانسه کې، له ۳۲۰ زرو څخه زیاتو کسانو د درېیمې پرلپسې اوونۍ په پای کې په بېلابېلو ښارونو کې تر ډېره سولهییزو لاریونونو کې ګډون وکړ. معترضینو له حکومته وغوښتل چې د ژوند د لوړو لګښتونو او د عامه خدمتونو، په ځانګړي ډول د ښوونې او روزنې د کمزوري وضعیت په اړه جدي اقدام وکړي.
د مظاهرو د کنټرول لپاره زرګونه پولیس په ټوله فرانسه کې ځای پر ځای شوي وو او په ځینو ښارونو کې پولیسو د معترضینو د خورولو لپاره اوښکې بهوونکی ګاز وکاراوه.
په تولوز، لیون او مارسی ښارونو کې له نښتو وروسته تر ۵۰۰ زیات کسان ونیول شول.
د فرانسې د کورنیو چارو وزیر، لوران نونیز، وویل چې یو پولیس افسر د ''مولوتوف کوکټېل'' د لګېدو له امله ټپي شوی دی. د پاریس پولیسو هم ویلي چې څو سوه بلواګرو د امنیتي ځواکونو پر ضد د شیانو د غورځولو له لارې بریدونه کړي دي.
په ایټالیا کې هم مظاهرې وشوې او په روم او تورین ښارونو کې د پولیسو او معترضینو ترمنځ اخ و ډب رامنځته شو.
په پرتګال کې پولیسو هغه خیمې راټولې کړې چې د زرګونو کسانو له لاریون وروسته د ''کرایې قانون'' پر ضد جوړ شوي کمپ کې درول شوې وې.
معترضین وایي چې دغه قانون ښايي د کورونو بحران لا پسې ژور کړي، په داسې حال کې چې په دغه هېواد کې د تېرو لسو کلونو په موده کې د کورونو بیې تر دوو برابرو زیاتې شوې دي.
په وروستیو کې، چې ډېری یې ځوانان دي، په فرانسه، بلجیم، ایرلنډ، اسپانیا، پرتګال، ایټالیا، یونان، سربیا او البانیا په ګډون معترضین د اروپا په ګڼو هېوادونو کې سړکونو ته راوتلي دي.
که څه هم د معترضینو غوښتنې له یوه هېواده بل ته توپیر لري، خو د دوی ډېری اندېښنې د ژوند د لګښتونو له ستونزو سره تړاو لري، لکه د کور موندلو ستونزه، د زدکړو کیفیت او د عامه خدمتونو د بودیجې کمښت.