برېتانيا ته په کوچنیو کښتیو کې تلونکي پناه غوښتونکي به د دايمي استوګنې لپاره تر ۳۰ کلونو انتظار کوي

د خپرېدو وخت
د لوستلو وخت: ۴ دقیقې

د برېتانيا کورنيو چارو وزيرې شبانه محمود پر دوشنبه (نومبر دويمه) د خپل هېواد پارلمان ته د دغه هېواد د کډوالۍ په قوانينو کې د وړانديز شويو بدلونونو نور جزئيات وړاندې کړل.

هغې وويل، هغه کسان چې په کوچنیو کښتیو کې او پر خطرناکو لارو برېتانيا ته راځي او نه کار کوي او نه هم زدکړې، د دايمي استوګنې (Permanent Residency) د ترلاسه کولو لپاره به تر ۳۰ کلونو انتظار کوي.

شبانه محمود وايي، هغه کسان چې کلنی عايد يې له ۵۰ زره پونډو (شاوخوا ۶۷ زره ډالرو) کم وي، د دايمي استوګنې د ترلاسه کولو لپاره به د ۱۰ کلن انتظار بهير له لارې تېرېږي.

د هغې په وينا، د دايمي استوګنې ترلاسه کول به لا هم امکان ولري، خو غوښتونکي بايد وښيي چې په پرلپسې توګه يې په هېواد کې ونډه او ګډون کړی دی.

کډوال به تر هغې چې د دايمي استوګنې لپاره وړ نه شي، وکولای شي خپلې موقتي ويزې وغځوي.

شبانه محمود خبرداری ورکړ چې که يو کس د کډوالۍ له قوانينو سرغړونه وکړي، د دايمي استوګنې لپاره به یې د انتظار موده له ۱۰ کلونو څخه ۲۰ کلونو ته لوړه شي.

هغې د هغو کسانو لپاره د چټک بهير يادونه هم وکړه چې "استثنايي ونډه" لري او کولای شي ژر دايمي استوګنه ترلاسه کړي.

د برېتانيا د کورنيو چارو وزيرې د خپلې وينا په پای کې وويل چې د وړتيا پر بنسټ د دايمي استوګنې نوی نظام د هېواد د کډوالۍ په سيستم کې يو "نوی ماډل" دی، داسې بدلون چې د هغې په وينا له ډېرې مودې راهيسې ورته انتظار کېده.

هغې وويل: "له دې وروسته په دې هېواد کې د ژوند حق بايد ترلاسه شي، نور به په اتومات ډول نه ورکول کېږي."

مېرمن محمود ادعا وکړه چې د لیبر ګوند اوسنی حکومت توانېدلی د خالصې کډوالۍ کچه ۸۲ سلنه راکمه کړي او د کډوالۍ د نظام د اصلاح لپاره يې "عادلانه حللاره" وړاندې کړې ده.

هغې وويل، د نويو وړانديزونو له مخې، هغه قانوني کډوال چې د دولتي خدماتو او مرستو د کارولو احتمال يې زيات وي، د دايمي استوګنې لپاره به اوږده موده انتظار کوي. د هغې په وينا، دا اقدام به د دولت د خیر ښېګړې لګښتونو په برخه کې ميلياردونه پونډه سپما رامنځته کړي.

لوړ عاید، چټکه دایمي استوګنه

د برېتانیا د کورنیو چارو وزیرې زیاته کړه، هغه کسان چې د دې هېواد په اقتصاد او ټولنه کې "استثنايي ونډه" لري، کولی شي د دایمي استوګنې د ترلاسه کولو له چټکې لارې ګټه واخلي.

هغې څرګنده کړه چې هغه کسان چې د مالیې ورکولو په تر ټولو لوړه کچه کې راځي او په کال کې له ۱۲۵ زره پونډو زیات عاید لري، د خپل ژوند په اوږدو کې شاوخوا ۱.۵ میلیونه پونډه مالیه ورکوي.

د هغې په وینا، دغه مالیاتي عواید د اساسي عامه خدماتو د تمویل لپاره کارول کېږي، هغه خدمات چې ګڼ شمېر خلک، په ځانګړې توګه د ټیټ عاید لرونکي قشرونه، پرې تکیه کوي.

مېرمن محمود زیاته کړه چې د همدې پراخې ونډې له امله، د دې ډلې کسان کولای شي له درېیو کلونو وروسته د دایمي استوګنې لپاره غوښتنلیک وړاندې کړي.

د برېتانیا د دایمي استوګنې ترلاسه کولو مهالوېش

شبانه محمود وايي، حکومت له هغه پخواني پلانه تېر شوی چې له مخې یې په برېتانیا کې مېشت د 'پاملرنې' سکتور کډوالو کارکوونکو باید د دایمي استوګنې ترلاسه کولو لپاره ۱۵ کاله انتظار کړی وای.

د نوې طرحې له مخې د قانوني کډوالو لپاره د دایمي استوګنې موده داسې ده:

۳ کاله:

هغه کسان چې کلنی عاید یې له ۱۲۵,۱۴۱ پونډو څخه زیات وي، او دغه راز ډېر ماهر کډوال چې د Global Talent او Innovator Founder په څېر لارو برېتانیا ته راغلي وي.

۵ کاله:

هغه کسان چې له ۵۰,۲۷۱ پونډو زیات عاید لري او لوړه مالیه ورکوي، د عامه خدماتو ماهر کارکوونکي لکه ډاکټران، نرسان او ښوونکي، او هغه کډوال چې په خوندي او قانوني لارو برېتانیا ته داخل شوي وي.

۱۰ کاله:

دا به د نورو ټولو کډوالو لپاره نوی معیاري تګلاره وي. دغه راز هغه پناه غوښتونکي چې د کار بازار یا تعلیمي نظام ته ننوځي، په همدې کتګورۍ کې راځي.

۲۰ کاله:

هغه کسان چې له ځینو دولتي مرستو ګټه اخلي یا د ویزې له مقرراتو سرغړونه کوي. دغه راز هغه پناه غوښتونکي چې په کوچنیو کښتیو کې برېتانیا ته رسېدلي وي او وروسته کار یا زدکړې پیل کړي.

۳۰ کاله:

هغه پناه غوښتونکي چې په کوچنیو کښتیو کې برېتانیا ته راغلي وي او نه کار کوي او نه هم زد کړې کوي.

د روغتیا او پوهنې د برخو ماهر کارکوونکي معافیت لري

د برېتانیا د کورنیو چارو وزیرې وویل، د پاملرنې او ساتنې (Care) په سکتور کې لسګونه زره قانوني او تشې دندې شته. له همدې امله، هغه کسان چې اړین مهارتونه لري او په دې برخه کې د کار په لټه کې دي، باید وکولای شي مناسب کار ومومي.

هغې وویل: "هر څوک به عادلانه فرصت ولري چې په ټولنه کې خپله ونډه ترسره کړي."

خو هغې ټینګار وکړ چې د دغو اصلاحاتو یو بنسټیز اصل به پر خپل ځای پاتې وي، او هغه دا چې د دایمي استوګنې ترلاسه کول باید د یو کس له ونډې او مشارکت سره تړاو ولري.

د هغې په وینا، ورته مقررات به د عامه خدمتونو د هغو کارکوونکو لپاره هم پلي کېږي چې د پوهنې او روغتیا په څېر برخو کې کار کوي، خو دغه ډلې به د دایمي استوګنې د ترلاسه کولو په بهیر کې له نویو بدلونونو څخه مستثنا وي.

د کورنیو چارو وزیرې زیاته کړه چې دا اسانتیاوې یوازې پر هغو کسانو پلي کېږي چې د ۲۰۲۵ کال له مې میاشتې مخکې برېتانیا ته داخل شوي وي.