ټرمپ: د ایران پر ضد د امریکا نوی پوځي کمپاین به اوږد نه وي

د امریکا متحدو ایالتونو ولسمشر ډونلډ ټرمپ، د ایران پر ضد د تېرې شپې له برید یوه ورځ وروسته، په سپینه ماڼۍ کې په خپل دفتر کې خبریالانو ته وویل چې د امریکا نوی پوځي کمپاین به ''ډېر وخت'' دوام ونه کړي.

لنډیز

  • ایران وايي د امریکا په بریدونو کې د سپاه پاسداران څلور پوځيان وژل شوي
  • ایراني ځواکونه وايي په اردن او بحرین کې یې د امریکا پوځي اډې په نښه کړې دي
  • ولسمشر ټرمپ خبرداری ورکړ چې که ایران غچ اخيستونکي بریدونه وکړي، 'سخت' ځواب به ورکړي
  • امریکا پر ايران تازه بریدونه کړي
  • امریکا له میاشتې وروسته لومړی ځل پر ایران هوایي بریدونه وکړل
  • د ایران د ملکي هوايي چلن سازمان پر لارک له برید وروسته د مهراباد هوایي ډګر تړل کېدل رد کړل
  • د ایران ولسمشر وایي، د جګړې غوښتونکي نه دي خو "يرغلګرو" ته پرېکنده ځواب ورکوي

ژوندی پوښښ

  1. وروستی, اکسیوس: ټرمپ پر بېړیو د ګواښونو مخنیوي لپاره پر ایران د محدودو بریدونو غور کوي

    اکسیوس د امريکايي چارواکو له قوله په يوه راپور کې ليکلي دي چې ډونلډ ټرمپ د هرمز په تنګي کې پر بېړیو د بريدونو مخنيوي لپاره د ايران پر توغنديزو او راداري وړتياوو د محدودو بريدونو په غور کې دی.

    په ورته وخت کې، دواړو هېوادونو د دوشنبې په سهار د يو بل پر هدفونو نوي بريدونه کړي او ايران هم ادعا کړې چې د هرمز په تنګي کې یې د نامجاز تېل لېږدوونکو بېړيو تګ راتګ بند کړی دی. په ورته وخت کې، د ایران د وسله والو ځواکونو لوی درستیز په یوه اعلامیه کې خبرداری ورکړی چې د سیمې ځینې هېوادونه د خپلو پخوانیو څرګندونو برعکس، لا هم امریکا ته اجازه ورکوي چې د دوی له خاورې د ایران خلاف د بریدونو لپاره استفاده وکړي. دغه ستاد خبرداری ورکړی چې ایران به "د هر ډول تېري سرچینه" په نښه کړي.

  2. ټرمپ: د ایران بریدونو ته به کلک ځواب ورکړو

    د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ

    د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ، ويلي په اردن کې د امریکا پر اډو د ایران بریدونو ته به ځواب ورکړي.

    له فاکس نيوز سره په يوه ټيليفوني مرکه کې ډونلډ ټرمپ ويلي، امریکا به په "قوي برید" ورته ووايي.

    تېره شپه سپاه پاسداران اعلان وکړ چې پر کارک ټاپو د امریکا د بریدونو په ځواب کې یې په اردن کې د امریکا پر پوځي اډو برید کړی چې په وینا یې دروند زيان یې "ورته اړولی دی".

    ښاغلي ټرمپ ويلي، امریکايي ځواکونو تېره شپه یو توغندی پرېښود چې د هوايي دفاع له سيسټمونو تېر شي، ځکه دا توغندی په موخه نشوی لګېدلی.

    نوموړي زياته کړې، نور توغندي له منځه وړل شوي. اردن هم په يوه خبرپاڼه کې ويلي چې اته ایراني توغندي یې شنډ کړي دي.

    د امریکا ولسمشر د خبرو اترو د بيا پیلېدو هيله هم څرګنده کړې ده. هغه ويلي، "دوی واقعا غواړي له موږ سره وويني. یوازې نه پوهېږم چې یوې هوکړې ته د رسېدو لپاره دې پرې حساب وشي ."

  3. ټرمپ: ایران په رسمي ډول ماته خوړلې

    د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ پر خپله ټولنيزه رسنۍ ټروت سوشل د ایران په اړه يوه پیغام خپور کړی دی.

    ښاغلي ټرمپ ليکلي، "ایران په رسمي ډول ماته خوړلې. مړ دی. د دوی سمندري ځواک، هوايي ځواک، ملي اسعار نه لري، دوی خپلو سرتېرو او پوليسو ته معاش نه ورکوي، انفلاسیون ۳۰۰ سلنې ته رسېدلی او د هېواد مشرتابه په بشپړ ډول ګډوډۍ کې دی او نشي کولی د هېواد استازيتوب وکړي".

    نوموړي زياته کړې، "ټول هغه څه چې دوی لري له امریکا جعلي خبرونه دي او د خپلو لاريونوالو د وژلو لېوالتيا، اوس یې له سل زره ډېر خلک وژلي او بايد د انسانيت پر وړاندې د جنګي جرمونو لپاره محاکمه شي."

  4. ایران: په لارک ټاپو د امریکا برید کې دوه کسان وژل شوي

    د ایران د قشم والي حسين امير تیموري وايي پر لارک ټاپو د امریکا په برید کې دوه کسان وژل شوي او څو تنه نور ټپيان دي.

    د ایران پوځ ته نژدې سرچينو راپور ورکړی چې دواړه وژل شوي د سپاه پاسداران د ځواکونو برخه وو. حسین امير تيموري له رسنيو غوښتي چې د پېښې په تړاو خبرونه يوازې "د رسمي او باوري سرچينو له لارې" وڅاري.

    تېره شپه امریکا پر لارک ټاپو بریدونه وکړل چې په ځواب کې ایران په اردن کې د امریکا دوې اډې په نښه کړې.

    د سپاه پاسداران د عامه اړیکو څانګې په لارک ټاپو د برید پخلی کړی او وايي په ترڅ کې یې څو تنه ځواکونه او هېوادوالو وژل شوي او ټپيان شوي دي.

  5. اردن وايي له ایرانه اته توغول شوي توغندي یې شنډ کړي

    جنګي الوتکه

    د اردن د وسله والو ځواکونو د رسمي ویاند په وینا، د دغه هېواد د هوايي دفاع سيسټمونو "د دوشنبې په سهار اته توغندي شنډ کړي دي".

    د بي بي سي د مانېټورېنګ برخې د راپور له مخې اردني رسنيو دغه خبرپاڼه خپره کړې خو د نور بيانيو پر خلاف په دې کې نه دي ويل شوي چې توغندي له کومو ځايونو توغول شوي او هدف یې کوم ځای و.

    د ایران انقلابي ګارډ ساتونکو یا سپاه پاسداران وړاندې اعلان کړی و چې د امریکا له خوا پر لارک ټاپو د شويو بریدونو په ځواب کې یې په اردن کې د امریکا اډه د ډرونونو په واسطه په نښه کړې ده.

    ایران وايي په متحده عرب اماراتو کې یې د المنهاد پر اډه هم برید کړی خو د متحده عرب اماراتو دفاع وزارت دا ادعا رد کړې ده.

  6. د ایران ولسمشر د هند له لومړي وزير سره ولیدل

    د ایران ولسمشر د هند له لومړي وزير سره

    د ایران ولسمشر مسعود پزشکیان په قرغزستان کې د شانګهای همکارۍ سازمان د غونډې په څنډه کې د هند له لومړي وزير نرېندرا مودي سره وليدل.

    د چين ولسمشر شي جېن پېنګ د روسيې ولسمشر ولاديمير پوتين، او له ۱۲ زياتو نورو هېوادونو مشران په پلازمېنه بيشکیک کې د دوه ورځنۍ سرمشريزې لپاره راټولېږي.

    د شانګهای همکارۍ سازمان غونډه په داسې حال کې جوړېږي چې تېره شپه امریکا د ایران پر لارک ټاپو برید وکړ او ایران وايي په ځواب کې یې په اردن کې د امريکا پوځي اډه په نښه کړې ده.

  7. د شانګهای همکارۍ سازمان غونډه؛ د ایران ولسمشر په ګډون د څو هېوادونو مشران قرغزستان ته رسېدلي

    د چین ولسمشر شي جېن پېنګ، د روسيې ولسمشر ولادمير پوتين، د ایران ولسمشر مسعود پزشکيان په ګډون يو شمېر نورو مشرانو په قرغزستان کې د شانګهای همکارۍ سازمان دوه ورځنۍ سرمشريزه کې ګډون کوي.

    روسيه، چين، هند، پاکستان، ایران، د منځنۍ اسيا څلور هېوادونه او د بېلاروس مشران دې دوې ورځنۍ غونډې ته بلل شوې دي.

    د شانګهای همکارۍ سازمان کې د سیمې لوی هېوادونه، له لوېدیځو ځواکونو سره د سیالۍ په پار، سره یو ځای شوي.

    په تېرو ناستو کې یې د چین او روسیې مشرانو د څو قطبي نړۍ په مفکورې او په نړیوالو مسایلو کې د امریکا په لږ رول، ټینګار کاوه.

    په اوسنۍ ناسته کې بیا په اسیا کې، سوداګرېزې لارې او انرژي د اقتصادي اجندا په سر کې ده. د چین ولسمشر ، شي جېن پېنګ، بشکیک ته له رسېدو سره د چین او مرکزي اسیا هېوادونو تر منځ د "طلايي اړیکو" د پېر خبره کړې، یوه داسې سیمه چې له تاریخي پلوه تل د روسیې په واک وه.

    افغانستان د شانګهای سازمان څارونکي غړی دی خو له ۲۰۲۱ کال راهیسې، چې په افغانستان کې طالبان واک ته رسېدلي، د دې سازمان په غونډو کې مستقیم استازی نه لري.

  8. د متحده عرب اماراتو دفاع وزارت د المنهاد پر هوايي اډې بریدونه رد کړي

    د متحده عرب امارتو بيرغ

    د متحده عرب اماراتو د دفاع وزارت وايي، د المنهاد پر هوايي اډې بریدونه ردوي او په دې تړاو یې د رسنيو خبرونه ناسم بللي دي.

    څو ساعته وړاندې د ایران پوځ په يوه خبرپاڼه کې ويلي وو چې د لارک پر ټاپو د امریکا د تېرې شپې د برید په ځواب کې یې "په متحده عرب امارتو کې د المنهاد پر اډې چې امريکايي ځواکونه او الوتکې په کې دي د لسګونو ډرونونو برید وکړ".

    خو متحده عرب اماراتو دا رد کړې او د خپلو اوبو پر سر یې یوازې د يوه ډرون خبر ورکړی دی.

    دغه هېواد د ډرون په اړه نور جزيات نه دي خپاره کړي چې ایا دا نسکور شوی او که هدف ته رسېدلی دی.

    د متحده عرب اماراتو د دفاع وزارت ټينګار کړی چې، "د هر ډول احتمالي ګواښ سره د مقابلې لپاره په بشپړه توګه چمتو دي".

    متحده عرب اماراتو له خپلو وګړو غوښتي چې "یوازې له رسمي سرچينو خبرونه ترلاسه کړي او له اوازو او ناسمو معلوماتو ډډه وکړي".

  9. د ایران د بهرنيو چارو وزارت: په لارک ټابو برید د ایران له ملي حاکميت سرغړونه ده

    د ایران د بهرنیو چارو وزارت په يوه اعلاميه کې پر لارک ټاپو د امریکا برید غندلی او دا یې د ایران له "ملي حاکميت او ځمکنۍ بشپړتيا سرغړونه" بللې ده.

    په اعلاميه کې ويل شوي چې د تېرې شپې د امریکا له برید وروسته، "عامه او شخصي ملکيتونو ته زيانونه رسېدلي دي".

    ایران بيا په اردن کې د امریکا پر اډې برید کړی او دا یې "د ځان د دفاع حق" یاد کړی او د ملګرو ملتونو له مشر او د امنيت له شورا یې غوښتي چې "د نړيوالې سولې او امنيت د ساتنې لپاره خپل مسوليتونه" ترسره کړي.

  10. د ایران ولسمشر: د جګړې غوښتونکي نه يوو خو يرغلګرو ته پرېکنده ځواب ورکوو

    د ایران ولسمشر

    د ایران ولسمشر مسعود پزشکيان قزغزستان ته له تګ وړاندې په تهران کې وويل، هېواد یې د جګړې غوښتونکی نه دی خو په وینا یې د "هر ډول تېري پر وړاندې به چوپ پاتې نشي او پرېکنده ځواب به ورکړي."

    ښاغلي پزشکیان وويل، ایران له وړاندې دا پیغام نړۍ ته رسولی دی او زياته یې کړه، "په سيمه کې بې ثباتي او ناکراري د هېڅ هېواد په ګټه نه ده او ټول به له ستونزو سره مخامخ کړي".

    نوموړي دا څرګندونې يوه ورځ وروسته له هغه کړې چې امریکايي ځواکونو د لارک پر ټاپو برید وکړ او په ځواب کې یې ایران په اردن کې د امریکا پوځي موخې په نښه کړې.

    د ایران ولسمشر د شانګهای همکارۍ سازمان په غونډه کې د ګډون لپاره د قرغزستان پلازمېنې بيشکيک ته تللی دی.

  11. وروستی, ټرمپ پر خارګ د برید په اړه د مصنوعي ځیرکتیا جوړه شوې ویډیو خپره کړه

    د ویډیو تشریح، "د خارګ جزیره له خاورو سره خاورې کېدونکې ده!!!"

    د امریکا ولسمشر، دونلد ټرمپ پر ټروټ سوشل شبکه د مصنوعي ځیرکتیا (AI) په مټ جوړه شوې یوه ویډیو خپره کړې ده چې په کې د تېلو لوی بنسټونه د چاودنو او اورګېرنې په حال کې لیدل کېږي.

    ښاغلي ټرمپ د دغې ویډیو په شرح کې لیکلي: "د خارګ جزیره له خاورو سره خاورې کېدونکې ده!!!"

    د دغې ویډیو خپرېدل په داسې حال کې کېږي چې د ایران او امریکا ترمنځ پوځي تاوتریخوالی یو ځل بیا زیات شوی دی. امریکايي ځواکونو تر دې وړاندې په لارک جزیره کې د توغندیو توغولو دوه ایراني توغوونکې اډې په نښه کړې وې او سپاه پاسداران هم اعلان وکړ چې د دغه برید په ځواب کې یې په اردن کې د امریکا دوې اډې په توغندیو او (بې‌پيلوټه الوتکو) په نښه کړې دي.

    د خارګ جزیره په پارس خلیج کې د ایران د تېلو د صادراتو یو له تر ټولو مهمو مرکزونو ده او د دغه هېواد د خامو تېلو د صادراتو لویه برخه د دغې جزیرې له ترمینلونو ترسره کېږي.

  12. وروستی, د ایران پوځ: په متحده عرب اماراتو کې مو د امریکا پر "المنهاد" پوځي اډه برید کړی

    د ایران پوځ وايي چې "په اماراتو کې د المنهاد په اډه کې د امریکایي ځواکونو او چورلکو د د درېدو" پر ځای برید کړی دی.

    د ایران د پوځ عامه اړیکو ویلي چې دا بریدونه پر لارک جزیره د تېرې شپې د امریکا د برید په ځواب کې ترسره شوي دي.

    تېره شپه امریکایي ځواکونو په لارک جزیره کې د توغندیو توغولو دوه ایراني توغوونکې اډې په نښه کړې او سپاه پاسداران هم اعلان وکړ چې د دغه برید په ځواب کې یې په اردن کې د امریکا دوې اډې په توغندیو او (بې‌پيلوټه الوتکو) په نښه کړې دي.

    د خارګ جزیره په پارس خلیج کې د ایران د تېلو د صادراتو یو له تر ټولو مهمو مرکزونو ده او د دغه هېواد د خامو تېلو د صادراتو لویه برخه د دغې جزیرې له ترمینلونو ترسره کېږي.

  13. وروستی, سپاه پاسداران وايي د هرمز تنګي پر سر یې یوه بې‌پيلوټه الوتکه رانسکوره کړې ده

    د ایران رسنیو د سپاه پاسداران له قوله اعلان کړی چې د هرمز تنګي پر سر یوه امریکايي اېم‌کیو-۹ بې پیلوټه الوتکه رانسکوره شوې ده.

    د سپاه پاسداران عامه اړیکو د زیاتو تفصیلاتو له ورکولو پرته ویلي چې دا ډرون د "سپاه د نوي هوایي دفاع سیسټم" په مټ په نښه شوې ده.

    فارس خبري اژانس لیکلي چې دا ډرون د پارس خلیج په اوبو کې لوېدلې ده.

  14. وروستی, د سرو زرو بیه تر درې سلنې ډېرو لوېدو وروسته ثابته پاتې شوه

    د سرو زرو بیه د دوشنبې په ورځ له هغه وروسته چې په پخوانۍ ناسته کې تر درې سلنې زیاته ټیټه شوې وه، تقریباً بې بدلونې پاتې شوه.

    د رویټرز د راپور له مخې، د هر اونس نغدو سرو زرو بیه شاوخوا څلور زره او ۴۵۵ ډالره وه او د ډسمبر تسلیمۍ لپاره د امریکا د سرو زرو راتلونکې معاملې ۰/۶ سلنه کمې شوې.

    د سرو زرو د بیې وروستی لوېدل له هغه وروسته و چې د امریکا د مرکزي بانک رئیس کوین وارش وویل که د دوه سلنه موخې ته د انفلاسیون د راکمېدو په اړه کافي ډاډ ترلاسه نه شي، ممکن د سود د نرخ لوړول اړین وي.

    بازارونه اوس د امریکا د مرکزي بانک د سپټمبر په ناسته کې د سود د نرخ د لوړېدو احتمال ۵۷ سلنه ارزيابي کوي؛ دا شمېره د ښاغلي وارش له خبرو وړاندې ۳۶ سلنه وه.

    د سود د نرخ لوړېدل معمولاً د سرو زرو پر بیه فشار راوړي، ځکه د داسې شتمنۍ ساتل چې دوره يي ګټه نه لري، لږ زړه راښکونکي کېږي.

    رویټرز همدا راز په دغه راپور کې پر ایران د امریکا د اقتصادي فشارونو زیاتېدو ته اشاره کړې او لیکلي یې دي چې تهران د واشنګټن نوي تحریمونه "دولتي ترهګري" بللې، په داسې حال کې چې مجتبی خامنه ای ته په منسوب پیغام کې پر هغو اقداماتو په بندیز ټینګار شوی چې "ټولنیز پیوستون" ته زیان رسوي.

  15. وروستی, له هرمز تنګي د سوداګریزو کښتیو تګ‌راتګ په ورځ کې پنځو کښتیو ته کم شوی دی

    د کښتۍ چلونې معلومات ښيي چې د لیدلو وړ سوداګریزو کښتیو شمېر چې د اونۍ په وروستیو ورځو کې د هرمز له تنګي څخه تېرې شوې دي، په ورځ کې شاوخوا پنځو کښتیو ته کم شوی دی.

    رویټرز وايي چې د کښتۍ چلولو شرکتونه پر کښتیو د بریدونو له دوام وروسته په ډېر احتیاط عمل کوي.

    له دې سره سره، د تېرېدونکو کښتیو اصلي شمېر ممکن زیات وي، ځکه ځینو بېړیو په نښه کېدو د خطر کمولو لپاره خپل د اتوماتیک پیژندنې سیسټمونه مړه (ګل) کړي دي.

  16. وروستی, سنتکام: تر دې دمه مو د ایران د محاصرې په چوکات کې د ۸۳ سوداګریزو کښتیو لوری بدل کړی دی

    CENTCOM

    د امریکا مرکزي قومانداني (سېنټکام) وايي، د اګست تر ۳۰مې پورې د هغوی ځواکونو د ایران د مالي او سوداګریزې کلابندۍ (محاصرې) د پلي کولو په چوکات کې د ۸۳ سوداګریزو (کښتیو) لوری بدل کړی، درې کښتۍ یې له کاره غورځولي او دوې کښتۍ یې تلاشي کړې دي.

    سېنټکام دا شمېرې له یوه امریکايي ملوان له عکس سره خپرې کړې دي چې د "یواس‌اس دلبرت ډي. بلک" ویجاړونکې بېړۍ (ناوشکن) پر عرشه د "اېم‌اېچ-۶۰اېس سيهاوک" چورلکې ناستې ته لارښوونه کوي.

  17. وروستی, سپاه په اردن کې پر دوو امریکايي اډو د توغندیزو او بې‌پيلوټه الوتکو بریدونه تایید کړل

    د سپاه پاسداران عامه اړیکو اعلان کړی چې د سپاه هوا فضا ځواک پر لارک جزیره د امریکا د برید په ځواب کې، په اردن کې د "ملک حسین" او "الازرق" دوه هوایي اډې بالستیک توغندیو او (بې‌پيلوټه الوتکو) په نښه کړې دي.

    سپاه ادعا کړې چې په دغو دوو اډو کې تخنیکي او ترمیماتي زیربناوې او د جنګي الوتکو د ځای پر ځای کېدو ځایونه په نښه شوي او "درانه زیانونه" ورته اوښتي دي.

    دغې بنسټ همدا راز خبرداری ورکړی چې هر نوی برید به له "زیاتو ځپونکو ځوابونو" سره مخ شي او ټینګار یې کړی چې پر لارک برید به د هرمز پر تنګي د اسلامي جمهوریت کنټرول کمزوری نه کړي.

    تر دې وړاندې رویټرز د فاکس نیوز د خبریال او یوه امریکايي سرچینې له قوله راپور ورکړی و چې ایران په اردن کې امریکايي ځواکونه په نښه کړي، خو تر هغه وخته کوم «پام وړ اغېز» نه و راپور شوی او تقریباً ټول ورتلونکي توغندي شنډ شوي وو.

  18. وروستی, امریکا په لارک جزیره کې د توغندیو توغولو پر دوو ایراني اډو برید تایید کړ

    د امریکا د سمندري ځواکونو کپتان "تیم هاوکینز" فرانس پریس خبري اژانس ته وویل چې امریکايي ځواکونو د یکشنبې په ورځ په لارک جزیره کې د توغندیو توغولو دوه ایراني اډې (پرتابګر) په نښه کړې دي.

    نوموړي وویل چې د سپاه پاسداران ځواکونه د هرمز تنګي په لور د سمندري ماین لرونکو راکټونو توغولو ته د چمتووالي په حال کې لیدل شوي وو.

    د ایران د صدا او سیما خبریال هم راپور ورکړی چې پر لارک جزیره برید په دوو پړاوونو کې او په لنډه وقفه کې ترسره شوی دی. هغه همدا راز ویلي چې د سیریک په سیمه کې غږونه اورېدل شوي چې د ده په وینا د ایران له دفاعي اقداماتو سره تړاو لري.

    دا له جولای میاشتې راهیسې پر ایران د امریکا لومړنی برید دی.

  19. وروستی, پر لارک جزیره د امریکا له برید وروسته د تېلو بیه تر دوه سلنې زیاته پورته شوه

    د یکشنبې په ورځ د هرمز په تنګي کې پر لارک جزیره د امریکا د ځواکونو له لوري د توغندیو توغولو پر دوو ایراني توغوونکو اډو له برید وروسته، د دوشنبې په ورځ د تېلو بیه تر دوه سلنې زیاته لوړه شوه.

    د برنټ خامو تېلو بیه د ۲ ډالرو او ۲۲ سېنټو په زیاتېدو سره (چې ۲/۵۲ سلنه کېږي) هر بیرل ۹۰ ډالرو او ۳۲ سېنټو ته ورسېده.

    د امریکا د وېسټ ټګساس انټرمېډیټ خامو تېلو بیه هم د ۲ ډالرو او یوه سېنټ په لوړېدو سره (چې ۲/۴۱ سلنه کېږي) هر بیرل ۸۵ ډالرو او ۴۱ سېنټو ته ورسېده.

    دا برید چې د یکشنبې په ورځ ترسره شو، له جولای میاشتې وروسته پر ایران د امریکا لومړنی بربنډ او پیژندل شوی برید و.

  20. وروستی, سپاه پاسداران په قطر او اردن کې د امریکا پر اډو د ځوابي بریدونو خبر ورکړ

    توغندي

    د ایران سپاه پاسداران د یکشنبې په ورځ اعلان وکړ چې د هرمز په تنګي کې پر لارک جزیره د امریکا د بریدونو په ځواب کې یې په قطر کې د "العدید" او په اردن کې د "موفق السلطي" هوایي اډې په نښه کړې دي او هدفي بریدونه یې پرې کړي دي او ټینګار یې کړی چې "مستقیما یې ویشتلې" دي.

    د ایران دولتي تلویزیون له بېلابېلو سیمو د سیمې د موخو په لور د توغندیو توغولو خبر ورکړی، په داسې حال کې چې سپاه پاسداران ویلي دا بریدونه د "مشروع دفاعي ځواب پیل" دی او خبرداری یې ورکړی چې دا عملیات به تر هغې دوام ولري او پراخ به شي چې د دوی په وینا "د امریکا تېري" ودرول شي.