د امریکا کانګرس ته بریالي مسلمان نوماندان څوک دي؟
د امریکا کانګرس ته بریالي مسلمان نوماندان څوک دي؟
د خپرېدو وخت
د امریکا په سیاسي ډګر کې د یو شمېر عربي الاصله او مسلمانو سیاستوالو پاموړ حضور لیدل شوی، چې د امریکا د کانګرس په دواړو جرګو او همدارنګه د ایالتونو په مقننه شوراګانو کې یې څوکۍ ګټلې دي.
د عبدالرحمن السید نوم هم په دې لړ کې څرګند شو. هغه له میشیګن ایالته د امریکا د مشرانو جرګې په ټاکنو کې تاریخي بریا ترلاسه کړه او په دې توګه لومړنی مسلمان شو چې د یادې جرګې څوکۍ یې وګټله.
د نیوجرسي ایالت په کچه، مصري الاصله امریکایي جراح ډاکټر آدم حموي، چې پخوا یې د امریکا په پوځ کې دنده ترسره کړې، د استازو مجلس د دوولسمې حوزې څوکۍ وګټله او په دې توګه لومړنی مسلمان شو چې په کانګرس کې د دغه ایالت استازیتوب کوي.
همدارنګه، د عربي الاصله سیاستوالو په ډله کې د عبیر قواس نوم هم څرګند شو. هغې د نیویارک ایالت د مشرانو جرګې د دوولسمې حوزې څوکۍ وګټله.


