د هند ګجرات کې د یوه پله نړېدو له کبله ۱۴۱ کسان وژل شوي

گجرات
د خپرېدو وخت

د هند د لوېدیځ ګجرات ایالت موربي ښار کې پر ماچهو سیند د پلي خلکو د اوښتو راوښتو یوه پله نړېدو له کبله لږترلږه ۱۴۱ کسان وژل شوي دي.‌

پر خواله رسنیو د پېښې له ځایه خپرو شویو ویډیوګانو کې ښکاري چې یو شمېر کسان سیند ته د دغه پله یوه ځوړنده برخه کې بند پاتې دي‌ او د ځان ژغورلو هڅې کوي.

وړاندې دې پېښه کې د ۶۰ کسانو د وژل کېدو خبر ورکړ شوی و، خو دا شمېر وروسته لوړ شو.‌

رپوټونو کې راغلي چې د پېښې پر مهال پر دغه پله شاوخوا ۴۰۰ کسان موجود وو او یو شمېر اوس هم بې درکه دي.

چارواکو ویلي د دې پېښې اکثریت قربانیان ماشومان، ښځې او زاړه دي او د دې امکان ډېر دی چې شمېر یې نور هم لوړ شي. ‌

د ګجرات اعلی وزیر 'براجېش مېرجا' ویلي چې مرستندویانو تر ۸۰ ډېر کسان ژغورلي.

دغه ۲۳۰ متره اوږده پل چې ۱۹مه پېړۍ کې پر هند د بریتانیا واکمنۍ پر مهال جوړ شوی، تازه څو ورځې وړاندې ترمیم او له بېارغونې وروسته بېرته پرانیستل شوی و.

دا پل د ځایي‌ خلکو ترمنځ په "جولتو پل" مشهور و او دا سیمه ګجرات کې د ګرځندوی صنعت یو مشهور ځای دی.‌

دا مرګونې پېښه یکشنبه نږدې ماښام مهال رامنځته شوې.

Rescuers at site of collapsed bridge in Morbi, Gujarat state, 31 Oct 22

یوه عیني شاهد رویټرز خبري اژانس ته ویلي د پلي خلکو تګ راتګ پر دغه پله ګڼ شمېر ماشومان هم موجود و،‌ چې ونړېد.

پراتیک واسوا چې له دې پېښې ژوندی وتلی، د ګجراتي ژبې ۲۴ ساعته خبري چینل ته ویلي چې د پله له نړېدو او سیند ته تر پرېوتلو وروسته په لمبا غاړې ته وتلی دی.

هغه زیاته کړې چې ګڼ شمېر ماشومان هم سیند ته وغورځېدل - "غوښتل مې یو څو ځان سره غاړې ته وباسم، خو ډوب شوي او اوبو وړي وو."

د پېښې له ځایه خپرو شویو ویډیوګانو کې ښکاري چې تیاره په خپرېدو ده او د سیند غاړو ته یو شمېر راټول شوي کسان په بېړه او هله ګوله اوبو کې د ایسارو خلکو د ژغورلو هڅې کوي.

یوه بله ویډیو کې ښکاري چې څو کسان د نړېدلي پله له ځوړندې برخې د جالونو په وسیله د پورته ختلو هڅه کوي.

د پېښې ځای ته له ګاونډیو سیمو د بېړني اقدام ډلې استول شوې چې د شپې له پخېدو سره د ژغورنې عملیات جاري وساتي.

Search at collapsed bridge, Morbi, 30 Oct 22

تر اوسه روښانه نه ده چې دا پل ولې غورځېدلی خو ځايي چارواکو داسې انګیري چې د دیوالي جشن مېلو او رخصتیو ته په کتو به د خلکو ګڼه ګوڼه پرې ډېره وه.

د ورځې له مخې پر خواله رسنیو د دغه پله خپرو شویو ویډیوګانو کې هم ښکاري چې دغه پل خلکو د ګڼوالي له کبله ټالۍ وهي.

د هند لومړي وزیر نرېندرا مودي‌ چې پخپله هم د ګجرات او دمګړۍ په درې ورځنۍ رخصتۍ دغه ایالت کې دی، پر دې "غمیزه ژوره خواشیني ښودلې."

ښاغلي مودي همدا راز اعلان کړی چې دې پېښه کې د وژل شویو کسانو کورنیو او ټپیانو سره به مالي مرستې وشي.

د ویډیو تشریح، یو شمېر کسان د پله له ځوړندې برخې د پورته ختلو هڅه کوي