اسرائیلو کې د ټاکنو په ورځ لوېدیځې غاړې ته غځېدلې ټولې ځمکنۍ لارې تړل کېږي

د عکس سرچینه، Reuters
- Author, کریس ګراهام او ټام بېنیت - بیت المقدس
- د خپرېدو وخت
- د لوستلو وخت: ۳ دقیقې
د اسرائیلو پوځ وايي، د راتلونکې سې شنبې ورځې د ټاکنو په ترڅ کې به د لوېدیځې غاړې ټولې ځمکنۍ پولې وتړل شي، او فلسطیني کارګرو ته به ټولو اسرائیلي مېشت ځایونو ته د ننوتلو اجازه نه ورکول کېږي.
دا محدودیتونه داسې مهال لګېږي چې په اشغال شوې لوېدیځه غاړه کې وروسته له هغې چې فلسطیني وسلوالو په سیمه کې دوه اسرائیلي سرتېري ووژل، د امنیتي عملیاتو لړۍ چټکه شوې.
د اسرائیلو دفاعي ځواکونو (ای ډي ایف) اعلان کړی چې د سې شنبې په ورځ به په ''یهودا او سامره'' او د اردن په دره کې د فلسطیني کارګرو پر تګ راتګ بشپړ بندیز ولګول شي، چې صنعتي سیمې او ټولې ځمکنۍ پولې هم پکې شاملې دي.
پوځ زیاته کړې چې د یکشنبې له ورځې به ډېری فلسطیني کارګران اسرائیلي مېشت ځایونو ته له ننوتلو هم منع شي، خو صنعتي سیمې او یو محدود شمېر نورې ساحې به له دې بندیزه مستثنا وي.
د ۲۰۲۳ کال اکتوبر تر ۷مې نېټې، د حماس تر مشرۍ لاندې پر اسرائیلو له برید مخکې، له ۱۰۰ زرو زیاتو فلسطیني کارګرو ته اجازه ورکړل شوې وه چې اسرائیلو ته د کار لپاره داخل شي.
خو له هغه راهیسې یوازې د دوی یوې کوچنۍ برخې ته بېرته د کار جوازونه ورکړل شوي دي.
د اسرائیلو لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو د جمعې په ورځ د پراخو عملیاتو اعلان وکړ.
دا پرېکړه وروسته له هغې وشوه چې دوو فلسطیني وسلهوالو پر یوه پوسته برید کې دوه اسرائیلي سرتېري ووژل.
په دغه برید کې درې نور اسرائیلي سرتېري ټپیان شوي وو، او بریدکوونکي هم وژل شوي دي.
بلخوا، اسرائیلي ځواکونو په الخلیل (هیبرون) ښار کې د کورونو او سوداګریزو ودانیو د نړولو لړۍ روانه ساتلې ده، چې له امله یې سلګونه کورنۍ بېځایه شوې دي.

د عکس سرچینه، Reuters
د اسرائیلو د دفاع وزیر اسرائیل کاتز وايي، د روانو عملیاتو له امله شاوخوا ۲۰۰۰ اوسېدونکي بې ځایه شوي دي.
د ټولنیزو شبکو په خپرو شویو ویډیوګانو کې ښکاري چې لږ تر لږه یوه بشپړه کوڅه په بشپړه توګه نړول شوې ده.
د یکشنبې په ورځ د اسراییلو پوځ (ای ډي ایف) لخوا د فلسطیني کارګرو د تګ راتګ د بندیز له اعلان مخکې هم پوځ د الخلیل ښار کلابند کړی و او د ښار د نږدې ۲۰۰ زره اوسېدونکو پر تګ راتګ یې سخت محدودیتونه لګولي وو.
په لوېدیځه غاړه کې د اسرائیلي ځواکونو لخوا د هغو فلسطینیانو د کورونو نړول چې د اسرائیلیانو پر ضد بریدونو کې د لاس لرلو شک پرې کېږي، یوه معمول کړنلاره ده.
خو د اسرائیلو د بشري حقونو ځینو ډلو دا چاره ''ډلهییزه سزا'' بللې او نیوکې یې پرې کړې دي.
د جمعې ورځې ډزې په داسې حساس وخت کې وشوې چې د سې شنبې په ورځ، اسرائیلو کې ټاکنې کېږي.
لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو د شنبې په ورځ له ۲۴ای ټلوېزیون سره په مرکه کې فلسطیني ادارې ته د ''ډېر لوی ناڅاپي اقدام'' خبرداری ورکړ.
فلسطیني اداره د لوېدیځې غاړې د ځینو سیمو چارې پر مخ وړي.
د الخلیل ښاروال یوسف الجعبري وویل چې روان عملیات ''د ټاکنو له امله ترسره کېږي'' او ادعا یې وکړه چې نتنیاهو او وزیران یې هڅه کوي د سخت دریځو ښي اړخو او مېشتو اسرائیلیانو رایې خپلې کړي.
بل لور، د شنبې په ورځ زرګونه کسان په تل ابیب کې د حکومت ضد پراخ لاریون لپاره راټول شول.
دا لاریون د ''اکتوبر شورا'' لخوا تنظیم شوی و.
دغه ډله د هغو قربانیانو او یرغمل شویو کسانو د کورنیو له خوا جوړه شوې چې د ۲۰۲۳ کال د اکتوبر په ۷مه د وسلهوالو په بریدونو کې اغېزمن شوي وو.
دوی د حماس تر مشرۍ لاندې د برید د مخنیوي په برخه کې د د اسرائیلو د حکومت د ناکامۍ لپاره د احتساب غوښتنه کوي.
اکتوبر شورا له لاریون مخکې پر اېکس لیکلي وو:
''له ټاکنو درې ورځې مخکې، موږ د درې کلنې مبارزې وروستۍ ستره غونډه کوو، چې حقیقت څرګند شي، حساب ورکول وشي او د پلټنو لپاره یو رسمي دولتي کمېسیون جوړ شي.''
په دې غونډه کې د اسرائیلو د اپوزیسیون د څلورو سترو ګوندونو مشرانو ګډون کړی و، چې په کې ګادي ایزنکوټ هم شامل و. نوموړی د اسرائیلو د پوځ پخوانی لوی درستیز دی او په روانو سیاسي سیالیو کې د نتنیاهو نږدې سیال بلل کېږي.





















