د اومو شیدو روغتیايي ګټې څه دي؟

د شیدو لوښی
    • Author, صوفي ويتبريد
  • د خپرېدو وخت
  • د لوستلو وخت: ۴ دقیقې

که چیرې موږ د اومو یا خامو، یا نه پاستورایز شویو شیدو د ګټو په اړه په خبرو او بحثونو باور وکړو، نو داسې برېښي چې دا د هر څه لپاره یو حل دی؛ د معافیتي سیسټم له پیاوړتیا نیولې تر شیدو او په ټوله کې له لبنیاتو سره د حساسیت مخنیوي او د هضم تر ښه کولو پورې به یې د هر څه درمل وګڼو.

تېرو لسو کلونو کې، بریتانیا او امریکا کې خلکو په ګوګل کې په دې اړه پلټنې په چټکۍ سره زیاتې کړې دي. پر انسټاګرام هم د اومو شیدو په اړه د هشتګ لرونکو خپرونو شمېر شاوخوا ۲۶۰ زره ته رسېدلی. دا هر څه د نامتو اغېزناکو کسانو له لوري د دغو ګټو د ترویج بهیر کې ترسره شوي دي.

نو د دې زیاتېدونکې پاملرنې راز په څه کې دی؟

ولې خلک اومې شید څښي؟

په بازارونو کې د شیدو ډېر پلورل کېدونکي ډولونه د پاستوریزیشن په نوم راځي، چې د تودوخې پروسس دی او موخه یې د زیان رسوونکو باکټریاو له منځه وړل او د شیدو د کارونې مودې اوږدول دي.

خامې یا اومې شیدې، له غواګانو، پسه یا وزو ترلاسه کېږي، او له کوم پروسس پرته په مخامخ ډول له دغو څارویو لوښو ته لېږدول کېږي او هیڅ په کې نه ګډېږي.

ځینې اوڅار کسان چې خامې شیدې خوښوي، لکه لوبغاړې ګوینیت پالټرو، پر دې باور دي چې دا ښايي د پاستورایز شویو شیدو په پرتله په اسانۍ سره هضم شي.

د دې خوند ډېر کله د پاستورایز شویو شیدو په پرتله په ښه توګه ستایل کېږي، په داسې حال کې چې پر خواله رسنیو د ګټورو باکټریاو د شتون او د کولمو روغتیا په ښه کولو کې د هغې د احتمالي ونډې په اړه ادعاوې خپرېږي.

خامې شیدې د پاستورایز شویو شیدو په پرتله روغتیا لپاره غوره دي؟

ګڼ شمېر خلک د پروټینو، کلسیمو، ویټامینونو او منرالونو په ګډون د غذايي توکو د بډایه شتوالي له امله د شیدو څښلو ته مخه کوي.

دلیل یې دا دی چې ځینې ویټامینونه د تودوخې تر اغېز لاندې راځي، ځینې خلک وېرېږي چې پاستوریزیشن کېدلی شي په شیدو کې د هغوی اندازه کمه کړي.

یوې کاناډايي څېړنې دا پایله رامخې ته کړې ده چې، د شیدو پر غذايي ارزښت د پاستوریزیشن اغېز ډېر لږ دی، ځکه چې په شیدو کې د تودوخې په وړاندې د حساسو ویټامینونو کچه ټیټه ده.

سره له دې چې، پاستوریزیشن په شیدو کې موجودې باکتریاوې له منځه وړي؛ که هغه ګټورې باکتریاوې وي او که هغه زیان رسوونکې باکتریاوې چې د خوړو د مسمومیت لامل کېږي.

يوې وروستۍ څېړنې چې د ايرلنډ په 'بالیمالو' د پخلي ښوونځي کې پر مېشتو زده‌کوونکو ترسره شوه، د هغو برخه والو د کولمو د مایکروپونو په ترکیب کې یې توپیرونه ولیدل چې خامې شیدې او د شیدو تولیدات یې خوړلي وو، او همدا ډول د هغو په هوساینه کې چې د خپلې روغتیا په اړه یې راپور ورکړی و.

په دې څېړنه کې محدود شمېر ګډونوال څېړل شوي وو نو ځکه خو پر دغو پایلو نه‌شي کېدای چې د خامو شیدو څښلو او د دغو توپیرونو ترمنځ د شته لامل په توګه بشپړ ډاډ ترلاسه شي، او نه هم په کره توګه ویل کېدای شي چې دا د پام وړ روغتیايي ګټې لري.

له دې سره بیخي سرچپه، د زیان رسوونکو باکتریاو د شتوالي له احتمالاتو سره تړلي خطرونه لا هم پر ځای پاتې او د بحث وړ دي.

خامې شیدې د حساسیت یا ساه‌لنډۍ مخنیوی کوي؟

ځینو څېړنو، په ځانګړې توګه هغو چې په کرنیزو ټولنو کې پر مېشتو ماشومانو شوې دي، د خامو شیدو څښلو او د نفس تنګۍ یا ساه‌لنډۍ او ځینو حساسیتونو د کچې د ټیټېدو ترمنځ اړیکه موندلې ده.

خو دا پایلې دا نه ثابتوي چې خامې یا اومې شیدې د دې ټیټې کچې لامل دي، ځکه چې د ژوند بڼه او شاوخوا چاپېریال پورې اړوند نور فکټورونه هم دې کې ونډه لرلی شي.

له همدې امله، څېړونکي لا هم د (انتانونو) د خطر له امله د خامو شیدو له څښلو خبرداری ورکوي.

د اومو شیدو څښل خوندي دي؟

د بریتانیا د خوړو د معیارونو اداره خامې شیدې، یا نه پاستورایز شوې شیدې، او چمتو شوي خام کریم د "لوړ خطر لرونکو خوړو په محصولاتو" کې شمېري، او خبرداری ورکوي چې احتمال شته چې "زیان رسوونکې باکټریاوې ولري چې د خوړو د مسمومیت لامل کېږي."

دا اداره ټینګار کوي چې ماشومان، کوچنیان، زاړه، امیندواره ښځې او هغه کسان چې معافیتي سیسټم یې کمزوری دی "باید هغې ونه څښي."

د خوړو د مایکروبیولوژي څېړونکی، ډاکټر خورخي ګوتيیرز مرینو وایي: "د خوړو د خوندیتوب له نظره، د خامو شیدو څښل خوندي نه دي."

هغه زیاتوي: "خامې شیدې ښايي د ناروغیو ډېر داسې مایکروپونه ولري چې ناروغۍ پیدا کوي، د ځینو هغو وژونکو باکتریاو په ګډون چې د مرګوني انتان لامل کېدلی شي، په ځانګړې توګه د ماشومانو، عمرخوړولو کسانو او هغوی لپاره چې معافیتي سیسټم یې کمزوری دی."

د اومو شیدو پیرودل قانوني دي؟

په لویه کچه پلورنځیو کې د موجودو پاستورایز شویو شیدو خلاف، په انګلنډ، ویلز او شمالي ايرلنډ کې د غواګانو د خامو شیدو پلورلو ته یوازې د راجستر شویو فارمونو له لارې اجازه شته، که نیغ په نیغه د هغوی د دروازو مخې ته وي او که د اتوماتیک پلور ماشینونو یا انټرنیټ له لارې، او همدارنګه په کروندګرو، بازارونو یا د شیدو رسولو لارو په واسطه دا پلور قانوني دی.

خو په سکاتلینډ کې، د نه پاستورایز شویو شیدو پلورل په قانوني توګه منع دي.

په یو شمېر عربي هېوادونو کې، د شیدو تولید او سوداګري د روغتیايي او د څار شرایطو سره سم دي چې له یو هېواد تر بله توپیر لري. د بېلګې په توګه، په مراکش کې قوانین د خامو شیدو تولید، راټولول او لېږد تنظیموي، په داسې حال کې چې د تونس په ښار کې پلي کېدونکي اصول د شیدو او د هغې د تولیداتو د پلور لپاره د جواز اخیستل او د خوندیتوب د معیارونو مراعاتول اړین بلل کېږي. په سعودي عربستان او لبنان کې، روغتیايي او رسمي ادارې د نه پاستورایز شویو شیدو د خوړلو له خطرونو خبرداری ورکوي، او د زیان رسوونکو باکتریاو د له منځه وړلو لپاره د تودوخې پروسس پر اهمیت ټینګار کوي.

دا رپوټ لومړی ځل په انګرېزي ژبه د ۲۰۱۹ کال په نومبر میاشت کې خپور شوی وه، او د ۲۰۲۶ کال په اکتوبر کې تازه شوه.