له افغانستانه د شوروي ځواکونو د وتلو ۳۱مه کلیزه

د خپرېدو وخت

د پخواني شوروي اتحاد ځواکونه چې په افغانستان کې یې ۱۰ کاله تېر کړي وو، ۳۱ کاله مخکې (په دې ورځ) له دې هېواده ووتل. دغو ځواکونو په کابل کې خپلو ملاتړو ځواکونو ته جګړه ییز تجهیزات پریښودل، خو د کابل د چپ اړخ حکومت له خپلې درې کلنې واکمنۍ وروسته د مجاهدینو په لاس مات شو. وروسته دا جنګي تجهیزات د بېلابېلو ډلو تر منځ وویشل شول او له منځه لاړل.

افغانستان
د عکس تشریح، جنرال بوریس ګروموف هغه وروستی روسي پوځي و چې د امو د سیند پر پُل له افغانستانه ووت. په عکس کې دی او د ده زوی ښکاري چې له پله تیریږي. دا عکس په ۱۹۸۹ کال د فبروري په ۱۵مه اخیستل شوی دی.
افغانستان
د عکس تشریح، افغان ځواکونه له خپلو روسي هم سنګریانو سره د مخه ښې پر مهال
افغانستان
د عکس تشریح، په افغانستان کې د پخواني شوروي اتحاد وروستي سرتیري خپلو مېنو ته د ورتګ په حال کې. دا سرتیري په افغانستان کې د شوروي ځواکونو په لیکو کې له نږدې ۱۰ کلنې مودې تېرولو وروسته خپلو کورونو ته ستنیږي. په دې موده کې د شوروي ځواکونو نږدې ۱۵ زره سرتیري په افغانستان کې وژل شوي دي.
افغانستان
د عکس تشریح، د شوروي ځواکونو وروستی پوځي جنرال ګروموف و چې له افغانستانه ووت.
افغانستان
د عکس تشریح، شوروي ځواکونه له افغانستانه د وتلو پرمهال، په دغه هېواد کې پر بېلابېلو وسلو سمباله اردو او پولیس پرېښودل. د شمېرو له مخې شاوخوا ۲۵۰۰ ټانکونه، نږدې ۵۰۰ جنګي الوتکې او همدارنګه له پنځه زرو زیات د پوځي توکو لېږدونکې وسیلې يې په افغانستان کې پرېښودې.
افغانستان
د عکس تشریح، له افغانستانه ستانه شوي شوروي ځواکونه سرحدي ښار ترمز ته رسېدلي.
افغانستان
د عکس تشریح، د ازبکستان په ترمز ښار کې د پخواني شوروي اتحاد ځواکونو ته د هرکلي مراسم.
افغانستان
د عکس تشریح، د پخواني شوروي اتحاد د ځواکونو یو کاروان چې په زرهي وسلو سمبال دی د امو پر پُل تیریږي، دا عکس د ۱۹۸۸کال د مې په ۲۱مه له افغانستانه د شوروي ځواکونه د ستنېدو پر مهال اخېستل شوی.
اوکراین
د عکس تشریح، د اوکراین د ډونیسک ښار په یوه پارک کې روسیه او شوروي اتحاد څو نور پخواني غړي هېوادونه د فبروري په ۱۵مه له افغانستان د شوروي ځواکونو د وتلو ۳۱ کلني لمانځي. په دې عکس کې هغو سرتیرو ته درناوی شوی چې په افغانستان کې یې ژوند بایللی.
روسیه
د عکس تشریح، دا هغه خلک دي چې له افغانستانه د پخواني شوروي اتحاد د ځواکونو د ستنېدو ۳۱ مه کلیزه نمانځي. دا د روسیې په سن پیټرزبورګ کې د "ويرجنه مور" مجسمه ده.
بلاروس
د عکس تشریح، له افغانستانه د شوروي اتحاد ځواکونو د ستنېدو د ۳۱ مې کلیزې په پار د بېلاروس په مینسک ښار کې د 'اوښکو د جزیرې' د څلي ترڅنګ د ګل اېښودلو مراسم.
بلاروس
د عکس تشریح، د بېلاروس په مینسک کې د ویرا کابلیکوا په نوم یوه مور چې خپل دوه زامن (نیکولای او سرګي) یې د افغانستان په جګړه کې له لاسه ورکړي دي.
د پخوانۍ روسیې اړوند ښار روستوف ان دون کې هم ورته مراسم نیول شوي و
د عکس تشریح، د پخوانۍ روسیې اړوند ښار روستوف ان دون کې هم ورته مراسم نیول شوي و
د پخوانۍ روسیې اړوند ښار روستوف ان دون کې هم ورته مراسم نیول شوي و
د عکس تشریح، د پخوانۍ روسیې اړوند ښار روستوف ان دون کې هم ورته مراسم نیول شوي و
بلاروس
د عکس تشریح، د بېلاروس په مینسک ښار کې د 'اوښکو جزیرې' د څلي ترڅنګ د ګلانو د ګېډې اېښودنې مراسم
روسیه
د عکس تشریح، د روسیې په یکه ترین بورګ ښار کې د 'تور غاټول' څلی، چې د جګړې یادښت دی.

.