سعودي وايي چې د مدینې او ختیځ پر لور ورتلونکې پنځه ډرون یې غورځولې دي

سعودي
د عکس تشریح، ارشیف عکس
د خپرېدو وخت
د لوستلو وخت: ۳ دقیقې

د سعودي عربستان په مشرۍ پوځي ایتلاف ادعا کړې چې د مدینې منورې او د دغه هېواد د ختیځو برخو پر لور ورتلونکې پنځه بې‌پیلوټه الوتکې یې ویشتې او غورځولې دي.

د دغه ایتلاف ویاند ترکي المالکي پرخپله اېکس‌پاڼه لیکلي چې د سعودي لور ته د ور روانو څلورو بې‌پېلوټه الوتکو مخه یې نیولې او ویجاړې کړې یې دي. وروسته یې په یوه بل پیغام کې ادعا وکړه چې د ختیځ پر لور ور روانه بله بې‌پیلوټه یې هم غورځولې ده.

که څه هم هغه دا نه دي ویلي چې دا ډرون الوتکې له کومه ځایه ور روانې وې او چا ته خو به یې زیان نه وي رسولی.

دې X پوسټ نه تېرشئ
ایا له X نه د منځپانګې اجازه شته؟

دې لیکنه کې له social media راخیستل شوي مواد شته.‌ له ښودلو وړاندې یې ستاسې اجازه پکار ده، ځکه ښایي‌کوکیز یا بله تکنالوژي پکې کارول شوې وي. کولی شئ له اجازې مخکې د social media site پالیسي ولولئ. د دې لپاره غوښتنه ومنئ او مخکې لاړ شئ

خبرداری: بي بي سي د بهرنیو وېبپاڼو د منځپانګې مسؤله نه ده

د ‍پوسټ X پای

دا په داسې حال کې ده چې په دې وروستیو کې د سعودي عربستان او د یمن حوثیانو ترمنځ تاوتریخوالی زیات شوی او سعودي د حوثیانو په انصار الله ډلې د ډرون او بالیستیک توغندیو بریدونو تور پورې کوي.

په تېر کې یې دا تور هم پرې لګولی چې ګواکې سپېڅلو ځایونو ته څېرمه سیمې یې هم په نښه کړې دي.

تازه حوثیانو څه نه دي‌ویلي خو په تېر کې یې ویلي چې سپېڅلي ځایونه نه په نښه کوي او یوازې د سعودي د تېلو زېرمې او نور هدفونه ولي.

پرون د بریتانیا حکومت وویل چې د حوثیانو د توغندیزو او ډرون بریدونو د زیاتوالي له امله د سعودي عربستان دفاع لپاره هلته د بریتانیا د شاهي ځواک (ار‌اې‌اېف) ټایفون جنګي الوتکې ځای پر ځای کوي.

عراقچي: وړاندیز ته مو نه سعودي او نه هم حوثیانو "ځواب" راکړی

سعودي او ایران

بل لور ته پرون سې‌شنبه (تله ۲۸/اکتوبر ۲۰) د عراق (الاخباریه) تلویون سره په یوه مرکه کې د ایران بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي ویلي چې نه سعودي عربستان او نه هم د یمن حوثیانو د دوی ترمنځ د روانې جګړې د پای ته رسولو لپاره د ایران د منځګړیتوب وړاندیز ته کوم ځواب ورکړی دی.

ایران مخکې وړاندیز کړی و چې د دواړو لورو ترمنځ د سولې او جنګ‌بندۍ لپاره منځګړیتوب ته چمتو دی.

د رویټرز خبري اژانس په وینا، ښاغلي عراقچي په دې مرکه کې ویلي چې د روانې میاشتې په پیل کې یې پر سعودي عربستان د حوثيانو د وسله‌والو بریدونو له زیاتوالي وروسته د هغوی ترمنځ د مذاکراتو پیلولو او پکې د ایران د مرستې وړاندیز کړی و. خو اوس وایي چې یوه یې هم وړاندیز ته کوم غبرګون نه دی ښکاره کړی.

له حوثیانو سره په جګړه کې د سعودي عربستان د ملاتړ لپاره د مصر د څرګندونو په هکله ښاغلي عراقچي ویلي چې "هرراز بهرنۍ لاس‌وهنه به وضعیت لا پېچلی کړي".

د ده په وینا، قاهرې مخکې تهران ته ډاډ ورکړی و چې د یمن په شخړه کې به "مستقیمه مداخله" و نه کړي.

خو مصر ویلي چې د سعودي عربستان د امنیت او دفاع لپاره د دغه هېواد ملاتړ ته چمتو دی.

د حوثیانو پر ضد د مصر د احتمالي پوځي عملیاتو په اړه د دغه هېواد په پارلمان کې د رایې اچونې بهیر د روانې اکتوبر میاشتې تر ۲۶ نېټې ځنډول شوی دی.

د یادولو ده چې د مصر پوځ په عربي نړۍ کې له لویو پوځي ځواکونو بلل کېږي او که مصر هم په دې جګړه کې ښکېل شي نو د شنونکو په باور، په منځني‌ ختيځ کې روان تاوتریخوالی نور هم زیاتولی شي.