په بېلابېلو هېوادونو کې د کوچني اختر مراسم، د انځورونو په ژبه

د خپرېدو وخت
د لوستلو وخت: ۲ دقیقې

نن یکشنبه د مارچ ۳۰مه د سعودي عربستان او افغانستان په ګډون یو شمېر هېوادونو کې د کوچني اختر لومړۍ ورځ ده. دلته د هغو تصویرونو یوه ټولګه وینو، چې د اختر پر لومړۍ ورځ د نړۍ په بېلابېلو هېوادونو کې اخیستل شوي دي.

د افغانستان کندهار په حضرت عمر جومات کې د کوچني اختر لمونځ ادا کولو پر مهال اخیستل شوی تصویر
د عکس تشریح، د افغانستان کندهار په حضرت عمر جومات کې د کوچني اختر لمونځ ادا کولو پر مهال اخیستل شوی تصویر
کندهار
د عکس تشریح، په کندهار او د افغانستان په نورو سیمو کې د اختر مراسمو لپاره کلک امنیتي تدبیرونه شوي وو.
د کابل په شاه دوشمشیره جومات کې د اختر لمانځه مراسم.
د عکس تشریح، د کابل په شاه دوشمشیره جومات کې د اختر لمانځه مراسم.
د بلغاریا پلازمېنه صوفیا کې ځايي مسلمانان د اختر لمانځه چمتوالی کوي.
د عکس تشریح، د بلغاریا پلازمېنه صوفیا کې ځايي مسلمانان د اختر لمانځه چمتوالی کوي.
باکو
د عکس تشریح، د اذربایجان باکو په جامع جومات کې د اختر لمانځه ته راټول شوي مسلمانان
د غزې خان یونس سیمې په یوه بازار کې فلسطینیان له کوچني اختر یوه ورځ مخکې د اخترلمانځنې لپاره چمتوالی کوي. د دې بازار ډېری ودانۍ په اسرائیلي بمباریو کې ورانې شوې دي.
د عکس تشریح، د غزې خان یونس سیمې په یوه بازار کې فلسطینیان له کوچني اختر یوه ورځ مخکې د اختر لمانځنې لپاره چمتوالی کوي. د دې بازار ډېری ودانۍ په اسرائیلي بمباریو کې ورانې شوې دي.
غزه
د عکس تشریح، غزه
د نایجریا په ابوجا کې ځايي مسلمانان د اختر لمانځه لپاره چمتوالی کوي.
د عکس تشریح، د نایجریا په ابوجا کې ځايي مسلمانان د اختر لمانځه لپاره چمتوالی نیسي.

د قطر یو ملا امام د اختر لمانځه پر مهال د تعلیمي ښار په لوبغالي کې خطبه وايي.
د عکس تشریح، د قطر یو ملا امام د اختر لمانځه پر مهال د تعلیمي ښار په لوبغالي کې خطبه وايي.
په ابوظبي کې د اختر لمانځه مراسم.
د عکس تشریح، په ابوظبي کې د اختر لمانځه مراسم.