کرېکټ: افغانستان په دويمه شل اوريزه لوبه کې له زېمبابوې سره مخامخېږي

د عکس سرچینه، ACB
د افغانستان او زېمبابوې تر منځ د دريو شل اوريزو لوبو د لړۍ دويمه لوبه نن پنجشنبې (۲۹ اکټوبر) د متحده عرب اماراتو په شارجه کې ترسره کېږي.
دا لوبې د افغانستان په کوربتوب کېږي. ټاکل شوې نننۍ سيالي د کابل پر وخت د ماښام پر اوو بجو پيل شي.
د دغې شل اوريزې لوبلړۍ لومړۍ افغانستان په ۳۷ منډو ګټلې وه.
په تېره لوبه کې راشد خان د دوو وېکټو په اخيستو او د چټکو ۳۰ منډو په جوړولو سره د سيالۍ غوره لوبغاړی اعلان شوی و. د ده تر څنګ اعجاز احمدزي ۵۲ او شاهد الله کمال ۴۶ منډې کړې وې.
افغان لوبډلمشر ابراهيم ځدراڼ، له تېرې لوبې وروسته راشد خان او اعجاز احمدزي ستايلي وو، نوموړي وويل، "په پيل کې وضعيت يو څه نازک و، خو په منځنيو اورونو کې مو له حالته ښه ګټه پورته کړه، اعجاز احمدزي ښه توپوهنه وکړه، موږ په کورني کرېکټ کې څارلی، پر ځان یې ډېر کار کړی دی. همدارنګه د راشد خان د لوبې ختمول هم جوت وو."
ابراهيم ځدراڼ همدا ډول زياته کړه، "له لوبغاړو سره انګېزه شته او موږ په همدې برخه کې کار کوو. په لوبډله کې وړتيا شته... یوه ورځ به موږ د جدول په سر کې وو."
له همدې لوبلړۍ وړاندې افغانستان له زېمبابوې او بنګله دېش سره د يو ورځنيو لوبلړۍ لرله چې افغانستان وګټله او ورسره د کرېکټ نړيوالې شورا په نوملړ کې له انګلنډ چې د کرېکټ بنسټ اېښودنکی دی مخکې او اووم ځای ته پورته شول.
په نوې درجه بندۍ کې ښکاري چې انګلنډ دمګړۍ په یو ورځنیو سیالیو کې ۹۳، افغانستان ۹۴، او شري لنکا بیا ۹۵ نمبرې لري.
افغان لوبډلې خپلې وروستۍ اووه واړه نړیوالې یو ورځنۍ سیالۍ ګټلې دي.
په دې کې له بنګلهدېش او زېمبابوې سره د وروستۍ درې هېوادیزې لوبلړۍ سیالۍ هم شاملې دي، چې افغانستان پکې خپلې ټولې لوبې وګټلې.
د يادولو وړ ده چې د همدې شل اوریزو لوبلړۍ له پايته رسېدو سره سم به له زېمبابوې سره لومړۍ ټېسټ لوبه د نومبر مياشتې پر پنځمه او دويمه د همدې مياشتې پر ۱۳ نېټه پیل شي.
د افغانستان کرېکټ بورډ، دا لوبلړۍ د افغانستان، بنګله دېش او زېمبابوې کرېکټ بورډونو ترمنځ د اړیکو لا پیاوړتيا او پراختيا کې مهمې بولي.




















