تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
پاکستان او د طالبانو حکومت په انګور اډه کې پر یوه بل د برید پیلولو تور پورې کوي
په افغانستان کې د طالبانو حکومت دفاع وزارت ویلي چې د پکتیکا ولایت په انګور اډه سیمه کې یې د "پاکستاني نظامیانو" د برید په غبرګون کې "ځوابي بریدونه" کړي دي.
د دغه وزارت ویاند صدیق الله نصرت پرخپله اېکسپاڼه اعلامیه کې ویلي، "تېره ورځ یوه بجه پاکستاني نظامیانو د پکتیکا ولایت انګور اډې بازار او کمیسارۍ ته ډرون الوتکې را واستولې چې بې له کومې پېښې او دلیل یې په کمیسارۍ او نږدې امنیتي تاسیساتو څلور بریدونه وکړل".
د خبرپاڼې له مخې، وروسته د طالبانو حکومت "امنیتي او دفاعي ځواکونو هم پېښې ته غبرګون وښود" او هلته څېرمه یې "د پاکستاني نظامیانو پر قرارګاه او پوستو" بریدونه وکړل.
په اعلامیه کې ادعا شوې چې په دې پېښه کې "ځينې پاکستاني عسکر مړه او ژوبل شول او تاسیساتو ته یې هم سخت زیان واوښت خو افغان لوري ته کوم ځاني زیان نه دی اوښتی".
د طالبانو حکومت دفاع وزارت همداراز تور پورې کړی چې "د برید پيلوونکي پاکستاني نظامیان وو او افغان لوري د خپل ځان او خاورې څخه د دفاع له مشروع حق په استفاده بریدګرو ته غاښ ماتوونکی ځواب ورکړ."
خو تر دې وړاندې پاکستانیو چارواکو بیا ورته تور په افغانستان کې د طالبانو پر حکومت پورې کړی چې ګواکې برید دوی پيل کړی و.
د خیبر پښتونخوا د کوز جنوبي وزیرستان کمیسارۍ پرخپله اېکسپاڼه په یوه اعلامیه کې ادعا کړې چې د طالبانو حکومت له لوري انګور اډې ته څېرمه سیمې ته توغندی ورتوغول شوی چې "یو ملکي کور" پرې لګېدلی دی.
په خبرپاڼه کې راغلی چې په دغه برید کې "یو عام وګړی وژل شوی، پنځه نور ژوبل دي" او ځينو ځايي "هټیو" ته هم زیان رسېدلی دی.
یوه پاکستاني چارواکي رویټرز خبري اژانس ته بیا د طالبانو حکومت باندې تور پورې کړی چې ګواکې د شخړې پیل هغوی کړی او پاکستانيو ځواکونو دغه برید ته "کلک ځواب" ورکړی دی.
خو ځينو ځايي سرچینو هم ویلي وو چې برید د پاکستان له لوري پیل شوی و.
دا تازه تاوتریخوالی داسې مهال رامنځته کېږي چې د پاکستانیو چارواکو د تورونو په غبرګون کې په افغانستان کې د طالبانو حکومت ویلي وو چې په پاکستان کې ناامنۍ ته لېواله نه دی او ترمنځ ستونزې یې د خبرو له لارې حلېدای شي.
د والي واکمنۍ لاندې د خیبر پښتونخوا حکومت او د پاکستان نورو چارواکو د تېر په څېر تازه بیا خپل تورونه تکرار کړی چې ګواکې په دغه هېواد کې ناامني د افغانستان له امله ده او ادعا کوي چې هلته وسلهوالې ډله له افغان خاورې په پاکستان کې بریدونه پلانوي.
خو په افغانستان کې د طالبانو حکومت په ځلونو دغه تورونه بې بنسټه بللي، هلته د وسلهوالو شتون یې د پاکستان کورنۍ ستونزه بللې او پاکستاني چارواکي یې ملامت کړي چې ګواکې د خپل امنیت په ساتنه کې د پاتې راتلو پړه پر دوی اچوي.
تېره اوونۍ هم د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف تور پورې کړی و چې افغان خاوره لا هم د پاکستان پر ضد کارېږي او همدې حکومت اړ کړ چې په خیبر پښتونخوا کې بېړنی حالت او والي واکمني (ګورنر راج) نافذه کړي.
خو په افغانستان کې د طالبانو حکومت یې تورونه رد کړل ویاند یې ذبیح الله مجاهد وویل چې کله پاکستاني چارواکي د خپل هېواد د امنیت په "قابو کولو کې پاتې راشي نو افغانستان تورنوي" او د خپلو ادعاو د ثابتولو لپاره "کوم شواهد هم نه وړاندې کوي".
ښاغلي مجاهد ویلي وو چې نه په پاکستان کې د "ناامنۍ خپرولو امکانات لري" او نه هم هلته ناامني "له ستراتیژيک پلوه افغانستان ته ګټه لري" بلکې په وینا یې، بیا به یې "ضرر سیمې ته او تر ټولو ډېر موږ ته را رسېږي".