د طالبانو حکومت: د پاکستاني پوځیانو په ډزو کې دوه ماشومان وژل شوي دي

د عکس سرچینه، Getty Images
د افغانستان په ختیځ ننګرهار کې د طالبانو حکومت ځايي چارواکي وايي، تورخم کې د پاکستاني پوځیانو په ډزو کې د ډیورنډ "فرضي کرښې" افغان اړخ ته دوه ماشومان وژل شوي او دوه ملکي وګړي ټپي شوي دي.
په ننګرهار کې د طالبانو حکومت د ولایت مقام د اطلاعاتو او رسنیو دفتر په یوه اعلامیه کې ویلي، چې دغه مرګژوبله کرښې ته څېرمه په پراته 'خان اباد' کلي کې اوښتې ده.
په اعلامیه کې زیاته شوې، چې په ټپیانو کې یو تن سیمهییز اوسېدونکی او بل د "هارو" په نوم د مرستندویه موسسې کارکوونکی دی.
د یادونې ده چې نورو سرچینو هم تېره ورځ بيبيسي ته د جزییاتو له ورکولو پرته په تورخم کې د پاکستاني ځواکونو په ډزو کې د مرګژوبلې اوښتلو خبر ورکړی و.
پاکستان تر اوسه دغه خبر ته غبرګون نه دی ښودلی.
دا چې دا پېښه ولې او څنګه شوې، په دې تړاو لا بشپړ معلومات نشته.

د عکس سرچینه، @nmic8
د یادونې ده چې د افغانستان په سویل ختیځ پکتیکا کې هم اوړمه ورځ په انګور اډې سیمه کې د طالبانو حکومت او پاکستاني ځواکونو ترمنځ ډزې شوې وې.
پاکستان ادعا کړې، چې هلته د طالبانو حکومت د ځواکونو لخوا په ډزو کې د کرښې بلې غاړې ته یو ملکي کس وژل شوی او پنځه نور ټپیان شوي دي.
دواړه خواوې انګور اډه کې د متقابلو بریدونو پړه پر یو بل اچوي.
د طالبانو حکومت دفاع وزارت ویلي، د انګور اډې بازار او کمېسارۍ ته نږدې یې د پاکستان د یوې بېپیلوټه الوتکې د بېدلیله بریدونو په غبرګون کې د پاکستاني پوځیانو پر ورڅېرمه پوستونو بریدونه کړي.
خو پاکستانی اړخ وايي، دا چې د طالبانو حکومت ځواکونو د کرښې هاخوا د ملکيانو پر کورونو بریدونه وکړل، دوی یې ځواب ووایه.
د خیبرپښتونخوا والي، کریم خان کنډي هم پر اېکس یوه خپاره کړي بیان کې همدا ادعا تکرار کړې او ویلي یې دي چې هېواد ځواکونه به د خپلو خلکو او ځمکنۍ بشپړتیا خلاف اقدامات ونه زغمي.
دې لیکنه کې له social media راخیستل شوي مواد شته. له ښودلو وړاندې یې ستاسې اجازه پکار ده، ځکه ښایيکوکیز یا بله تکنالوژي پکې کارول شوې وي. کولی شئ له اجازې مخکې د social media site پالیسي ولولئ. د دې لپاره غوښتنه ومنئ او مخکې لاړ شئ
د پوسټ X پای
د انګور اډې لار، چې دمګړۍ پر ډیورنډ کرښه د نورو ځمکنیو لارو په څېر د طالبانو حکومت او پاکستان ترمنځ د کړکېچ له کبله د سوداګرۍ او تګ راتګ پر مخ تړلې، پکتیکا ولایت د سویلي وزیرستان له مرکزي ښار واڼه سره تړي.
دغلته پخوا هم په وار وار د طالبانو حکومت او پاکستاني ځواکونو ترمنځ نښتې شوې دي.
پاکستان ادعا کوي چې د پاکستاني طالبانو تحریک (ټيټيپي) او بېلتونپالو بلوڅانو په ګډون د دوی وسلهوال مخالفان په افغانستان کې پټنځایونه لري او دا چې ګوندې د افغانستان خاوره په پاکستان کې د بریدونو پلانولو او ترسره کېدو لپاره کاروي؛ داسې بریدونه چې د دوی د ادعا له مخې په تېرو کلونو کې یې زرګونو پاکستاني سرتېرو او ملکيانو ته مرګژوبله اړولې ده.
پاکستان د همدې ادعا له مخې د ۲۰۲۵ کال له اکتوبر راهیسې بیا بیا په افغانستان کې مرګوني هوايي بریدونه هم کړي.
په افغانستان کې د طالبانو حکومت د پاکستان دا تورونه تل رد کړي دي.
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندیه پلاوي (یوناما) په خپل وروستي رپوټ کې ویلي، چې د تېر کال له اکتوبر راهیسې د تېر سپتمبر تر وروستیو پورې د ډیورنډ کرښې له ها غاړې بریدونو کې په افغانستان کې ۵۱۲ ملکي وګړي وژل شوي او له ۱۲۳۶ ډېر نور ټپیان شوي دي.

د عکس سرچینه، Getty Images
د طالبانو حکومت د پاکستان تورونه ردوي او وايي پاکستان پوځي مشران غواړي په دې توګه د دوی په وینا له خپلو ناسمو او ناکامو تګلارو پام واړوي.
دوی ځینې وختونه د پاکستان هوايي بریدونو ته د ډیورنډ کرښې په اوږدو کې د پاکستاني ځواکونو پر پورستو او مرکزونو په متقابلو بریدونو سره ځواب وايي.
خو په دغو بریدونو او د ډزو تبادله کې د ډیورنډ کرښې له بلې غاړې هم وخت ناخت ملکي خلکو ته د مرګژوبلې او مالي زیانونو د اوښتو رپوټونه ترلاسه کېږي.




















