کرېکټ: افغانستان په درېيمه شل اوريزه سيالۍ کې هم زېمبابوې ته په لوی توپير ماته ورکړه

د خپرېدو وخت
د لوستلو وخت: ۲ دقیقې

د افغانستان او زېمبابوې تر منځ د شل اوریزو لوبلړۍ وروستۍ لوبه کې افغانستان زېمبابوې ته په اوو وېکټو ماته ورکړه او دغه لوبلړۍ یې دری صفر وګټله.

د نننۍ لوبې پچه افغانستان وګټله او لومړی یې زېمبابوې ته د منډو جوړولو بلنه ورکړه. د زېمبابوې ټول لوبغاړي یې په يوازې ۷۹ منډو وسوځول او له دې سره افغانستان ته هدف ۸۰ منډې شو چې افغانستان د دریو لوبغاړو په سوځېدو سره په نهم اوور کې بشپړ کړ.

د افغانستان لپاره ابراهيم ځدارڼ ۲۵، صدیق الله اتل ۲۰، عظمت الله عمرزي ۱۸ او محمد اکرم ۱۴ منډې وکړې.

په توپ وهنه کې بیا د افغانستان لپاره نور احمد لکڼوال خورا په زړه پورې توپ اچوونه وکړه او پنځه وېکټې یې واخيستې. د ده تر څنګ عبدالله ترخېل دوه، فضل الحق فاروقي، عظمت الله عمرزي او عبدالله احمدزي یو يو لوبغاړی وسوځاوه.

د زېمبابوې لپاره راين برل ۳۰ او واسيلې مادېور ۱۰ منډې وکړې. له دوی پرته نورو لوبغاړو د پاموړ منډې ونشوی کړی.

دغه سيالۍ چې د افغانستان په کوربتوب ترسره شوې.

د افغانستان کرېکټ بورډ له مخې د نننۍ لوبې لپاره د ابراهيم ځدراڼ په مشرۍ محمد اکرم، صديق الله اتل، اعجاز احمدزی، نور رحمان، عظمت الله عمرزی، عبدالله تره خېل، راشد خان، نور احمد، عبدالله احمدزی او فضل الحق فاروقي غوره شوي دي.

د زېمبابوې په دې لوبلړۍ کې افغان لوبغاړو ځينې ریکارډونه هم جوړ کړل. راشد خان لومړنی لوبغاړی شو چې په نړيوالو شل اوريزو لوبو کې یې ۲۰۰ وېکټې بشپړې کړې.

د دې تر څنګ د لوبلړۍ په لومړۍ لوبه کې عظمت الله عمرزي په شل اوريزو کې د خپل لوبيز ژوند لومړنۍ سليزه ووهله.

د يادولو وړ ده چې د همدې شل اوریزو لوبلړۍ له پايته رسېدو سره سم به له زېمبابوې سره لومړۍ ټېسټ لوبه د نومبر مياشتې پر پنځمه او دويمه د همدې مياشتې پر ۱۳ نېټه پیل شي.

د افغانستان کرېکټ بورډ، دا لوبلړۍ د افغانستان، بنګله دېش او زېمبابوې کرېکټ بورډونو ترمنځ د اړیکو لا پیاوړتيا او پراختيا کې مهمې بولي.