"په افغانستان کې د ښځو پر کار بنديز د مرستو رسېدو بهير اغېزمن کړی"

افغان ښځې
د خپرېدو وخت
د لوستلو وخت: ۳ دقیقې

په مرستندویه چارو کې د ملګرو ملتونو یوې کارې ډلې یو تازه راپور وايي، په افغانستان کې د ښځو پر کار بندیز په ډېرېدونکي ډول هلته د مرستو د رسېدو بهیر اغېزمن کړی دی.

دغه راپور، چې د کورنیو او نړیوالو نادولتي بنسټونو، ملګرو ملتونو او مدني ټولنې له ۱۴۲ بنسټونو څخه د پوښتنو پر بنسټ چمتو شوی، وايي، د طالبانو د حکومت پالیسۍ نه یوازې د دغو بنسټونو عملیاتي چارې اغېزمنوي بلکې مهمو خدماتو ته د ښځو لاسرسي ته خنډ جوړوي.

بشري مرستو ته د لاسرسي پر موضوع ورټولې د ملګرو ملتونو د هغې کاري ډلې تازه راپور چې په بشري او مرستندويه فعاليتونو کې د ښځو او نارينه وو ګډون او اغېز څاري وايي، په افغانستان کې د بشري مرستو پر بهير او د دغو مرستو پر وېشونکو او ترلاسه کوونکو ټولو د طالبانو د حکومت د محدودوونکو پاليسو اغېز ډېرېږي.

په کورنيو او نړيوالو نادولتي بنسټونو کې د ښځو پر کار بندیز د ۲۰۲۲ کال د ډسمبر پر ۲۴ ولګېد او دری نيمې مياشتې وروسته د ا بنديز د ملګرو ملتونو پر بنسټونو هم پلی شو.

دغه راپور وايي په سروې کې شامل د دغو ۱۴۲ بنسټونو يوازې درېيمه برخه بنسټونو اوس د دواړو ښځينه او نارينه وو کارکوونکو په ګډون کار ته دوام ورکوي، دغو بنسټونو د خپل فعاليت د دوام لپاره د طالبانو د حکومت چارواکو سره خبرې هم جاري ساتلې خو هر ډول اجازه او استثنا په موقتي ډول ورکړل شوې ده.

افغان مېرمنې

په راپور کې راغلي چې دغه بنسټونه تر ښځو او نجونو د خپلو مرستو او خدماتو ورسولو لپاره د طالبانو حکومت ته بېلې طرحې هم وړاندې کړې چې ځينې يې منل شوې او له مخې يې د روغتيا په ګډون په ځينو برخو کې ښځينه کارکوونکو ته د کار اجازه ورکړل شوې خو دا هره استنثنا او اجازه موقتي ده.

د راپور له مخې دغو بنسټونو ويلي په ټولو بشري قعاليتونو او د لومړنيو انساني اړتياو په برخه کې له نویو ستونزو او بنديزونو سره مخ شوي چې پر ښځو او د دوی پر ښځينه کارکوونکو يې ناوړه اغېز کړی دی.

د دغو بنسټونو نژدې درېيمې برخې ویلي چې ښځينه کارکوونکو يې د طالبانو د حکومت د امر بالمعروف او نهي عن المنکر د قانون په ګډون د لګول شويو محدوديتونو له امله دندې هم پراېښې او دری برخې بنسټونو ويلي چې اوس يې يوازې نارينه کارکوونکي له دفترونو کار کوي، دغو بنسټونو د بشري مرستو په چارو کې د ښځو پر ګډون د دغو محدوديتونو اغېزې ژورې او اوږدمهاله بللې دي.

که څه هم د طالبانو حکومت دغه تازه راپور ته غبرګون نه دی ښودلی خو له دې وړاندې يې د ښځو پر کار د يو شمېر محدوديتونو په وضاحت کې ويلي چې د ښځو کار ته مناسب چاپېريال برابروي.

د طالبانو حکومت مرکزي وياند ذبيح الله مجاهد د دغو اندېښنو ته په ځواب کې دا هم ويلي وو چې دوی نه غواړي ملګرو ملتونو ته خنډ جوړ کړي خو پرېکړه يې د افغانستان کورنۍ مسئله ده او بايد ټول لوري ورته درناوی وکړي.