په هند کې دری مسلمانان د غوا حلالولو په تور په عمري بند محکوم شوي

د غوا عکس
د خپرېدو وخت
د لوستلو وخت: ۳ دقیقې

د هند په ګجرات ايالت کې د ګاندي نګر سيمې يوې ځايي محکمې د غواګانو د حلالولو په يوه قضيه کې دری مسلمانان په عمري بند محکوم کړي دي.

دې محکمې د غواګانو د مذهبي ارزښت د څرګندولو لپاره د هندوانو مذهبي کتابونو، "منو سمريتي" او "وېد" ته اشاره کړې ده.

د هند د پرېس ټرسټ اف انډيا خبري اژانس د راپور له مخې د ګوجرات ایالت مرستيال اعلی وزير هريش سېنګوي د دې پرېکړې هرکلی کړی او وايي، دا یو څرګند پيغام لېږدوي چې په دې ایالت کې به قانون هېڅکله هغه کسان ونه بښي چې غواګانې حلالوي.

د محکمې قاضي بي ار راجپوت د دوشنبې په ورځ په خپل حکم کې پر دغو کسانو د بند تر څنګ ۳۰۰ زره هندۍ روبۍ جريمه هم لګولې ده.

محکمې په خپل حکم کې ويلي چې که دغه ډول تورن کسان د قانون له مخې مجازات نشي، د دوی په ټکو "ګو ماتا" (سپېڅلې غوا) به د وخت په تېرېدو د ځمکې له مخه ورکه شي.

محکمې د ۱۹۵۴ کال د ګجرات ایالت د حیواناتو د ساتنې قانون له مخې، په یوه بل حکم کې تورن کسان پر لس کاله بند او پر هر یوه سل زره نغدې هندي روپۍ جریمه هم اېښې ده. دغه سزاوې به په هم‌ مهاله توګه عملي کېږي.

غواګانې په غوجل کې ولاړې دي

پر دغو کسانو څه تور لګېدلی و؟

په هند کې د یوې حقوقي وېب‌پاڼې د راپور له مخې، د محکمې قاضي، بریجیش کوماري رامېشور سېنګ راجپوت، په خپل ۷۶ مخیز حکم کې چې په ګجراتي ژبه لیکل شوی، د غوا د مذهبي او کلتوري ارزښت یادونه کړې ده.

نوموړي ویلي چې غوا یوازې یو حیوان نه، بلکې د ټولنې او مذهب د یوه "ستون" په توګه پېژندل کېږي. محکمې همدارنګه د څارویو د ساتنې او دغواګانو د پالنې پر مسوولیت ټینګار کړی او په هندو مذهب کې یې د غوا مقام ته اشاره کړې ده.

د څارنوالۍ د ادعا له مخې، ټولو دریو تورنو د مالي ګټې لپاره غواګانې حلالې کړې وې او د ۲۰۲۴ کال د اګست په ۲۲مه د ګاندي ‌نګر سیمې دکالول په سیمه کې د یوه کور دننه د غوښې په چمتو کولو او پلورلو کې ښکېل وو.

همدارنګه د پېښې له ځایه چاقو، تبر، تله، رسۍ او موټرونه هم ترلاسه شوي دي.

محکمې په خپل حکم کې ویلي چې د پېښې له ځایه د غوا سر، پښې، پوستکی او نور پاتې شوني ترلاسه شوي وو. تورن په همدغه ځای کې هغه مهال نیول شوي وو چې د غوا په حلالولو او د غوښې په بېلولو بوخت وو.

محکمې دوه نور تورن د شواهدو نه لرلو له کبله خوشي کړې دي.

محکمې په ځانګړې توګه یادونه کړې چې هېڅ شفاهي یا لیکلی سند نه و چې ثابته کړي دغه کسان د پېښې پر مهال هلته حاضر وو.

په ټولنیزو شبکو کې غبرګونونه

د غواګانو يوه ګله روانه ده

د محکمې دغه حکم په ټولنیزو شبکو کې هم د بحث موضوع ګرځېدلې او بېلابېلو کاروونکو یې په اړه خپل نظرونه څرګند کړي دي.

د ویجې په نامه یوه کاروونکي لیکلي دي، "د غوا د حلالولو په تور عمري بند؟ بالاخره موږ کوم لوري ته روان یو؟"

په پلازمېنه ډيلي کې مېشت خبریال وقار حسن لیکلي، په هند کې قضايي نظام له مسلمانانو سره همداسې چلند کوي.

نوموړي لیکلي، "په ډیلي کې پنځه هندوان د یوه ځوان مسلمان د وژنې په جرم هر یو پر اووه کاله بند محکوم شول، په داسې حال کې چې په ګجرات کې دری مسلمانان د یوې غوا د حلالولو په جرم پر عمري بند محکوم شوي دي."

د ستیا په نوم یوه کاروونکي د دې حکم په دفاع کې لیکلي چې تورن کولی شي د محکمې د دې پرېکړې پر وړاندې د استیناف غوښتنه وکړي.

د جي مهتا په نامه یوه بل کاروونکي هم د دې حکم په ملاتړ لیکلي چې باید د هغو قصابانو او هټۍ‌والو پر وړاندې هم مناسب اقدامات وشي چې د سړکونو پر غاړه غوښه پلوري.