د طالبانو حکومت: د کندهار شوراندام سیمنټو فابریکې لومړی فاز ګټې اخیستنې ته وسپارل شو

ملا برادر
د خپرېدو وخت
د لوستلو وخت: ۳ دقیقې

په افغانستان کې د طالبانو حکومت وايي چې نن په کندهار کې د شوراندام سیمنټو فابریکې لومړی فاز ګټې اخیستې ته وسپارل شو.

د ریاست الوزاء اقتصادي معاونیت پرخپله اېکس‌پاڼه په یوه خبرپاڼه کې لیکلي چې دا فاز په ورځني ډول د "۱۵۰۰ ټنه سیمنټو د تولید وړتیا لري چې په مستقیم او نامستقیم ډول به زرګونه هېوادوالو ته د کار زمینه برابره کړي".

د پرانیستې پرمهال د ریاست الوزراء اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر ویلي چې حکومت یې غواړي، په دې توګه افغانستان ورو ورور "له مصرفي‌ هېواده په تولیدي هېواد بدل"، "اړتیاوې له کورنیو تولیداتو پوره" او "د صادراتو کچه لوړه" کړي.

د طالبانو حکومت د کانونو او پټرولیم وزیر ملا هدایت الله بدري د شوراندام سمنټو کارخونې پرانیستغونډې ته ویلي، چې په ټول هېواد کي د ۶۶۲ میلیونه ډالرو په لګښت د سیمنټو پر شپږو سترو پروژو کار روان دی.

د هغه وینا، د دغو پروژو له بشپړېدو سره به د هېواد د سیمنټو ۵۰ سلنه اړتیا پوره او پر دې سربېره شاوخوا ۱۵ زره کسانو ته د کار زمینه برابره شي.

د یادولو ده چې افغانستان اوس لویه برخه سیمنټ له بهرنیو هېوادونو په ځانګړي ډول له ګاونډي ایرانه واردوي.

وړاندې یې تر ټولو ډېر له پاکستانه واردول خو له دغه هېواد سره له سیاسي کړکېچ رامنځ‌ته کېدو وروسته یې سوداګري درېدلې.

اوس افغانستان له ایران، تاجکستان، ازبکستان، ترکمنستان او ترکیې سیمنټ واردوي.

دې X پوسټ نه تېرشئ
ایا له X نه د منځپانګې اجازه شته؟

دې لیکنه کې له social media راخیستل شوي مواد شته.‌ له ښودلو وړاندې یې ستاسې اجازه پکار ده، ځکه ښایي‌کوکیز یا بله تکنالوژي پکې کارول شوې وي. کولی شئ له اجازې مخکې د social media site پالیسي ولولئ. د دې لپاره غوښتنه ومنئ او مخکې لاړ شئ

خبرداری: بي بي سي د بهرنیو وېبپاڼو د منځپانګې مسؤله نه ده

د ‍پوسټ X پای

په خبرپاڼه کې همداراز د ښاغلي برادر له خولې ویل شوي چې، "افغانستان په کور دننه د سیمنټو د تولید پراخ ظرفیتونه لري او دا د هېواد د ساختماني سکټور د اړتیاوو په پوره کولو کې بنسټیز رول لوبولی شي".

د طالبانو حکومت په راتلونکي کې د دې فابریکې د دویم فاز چارو د پیلولو خبره هم کړې.

په کور دننه د سیمنټو اړتیا او تولید

سیمنټ
د عکس تشریح، پخوا به افغانستان ته ډېر سېمنټ له پاکستانه راتلل، خو اوس له دغه هېواد سره سوداګریزې لارې تړلې دي

شمېرې ښيي‌ چې اوسمهال د افغانستان د اړتیا وړ سیمنټو تر لس سلنې هم کمه برخه په کور دننه تولیدېږي او بیې یې هم د تېرو کلونو پرتله ډېرې ختلې دي.

تېر کال یوه بوجۍ سیمنټ ۳۵۰ افغانۍ و خو سږ کال له ۶۵۰ افغانیو نه هم لوړ شوي چې نږدې دوه برابره زیاتوالی ښيي.

شاوخوا څلور میاشتې مخکې (چنګاښ ۱۸/جولای ۹) په افغانستان کې د طالبانو حکومت د پروان ولایت په جبل سراج کې هم د سیمنټو د یوې بلې فابریکې د جوړېدو چارو خبر ورکړ.

دوی ویلي، دا فابریکه چې جوړه شي نو په ۲۴ ساعتونو کې به ۵۰۰۰ ټنه تولید ولري.

هغه مهال د طالبانو حکومت ویلي وو چې د سیمنټو په برخه کې یې له کورنیو او بهرنیو شرکتونو سره د ۴۳ میلیارد افغانیو په ارزښت قراردادونه کړي دي.

د شمېرو پر بنسټ، افغانستان هر کال له پنځه تر شاوخوا اووه میلیون ټنه سیمنټو ته اړتیا لري خو په کور دننه ایله د شاوخوا ۱۴ سلنه د تولید ظرفیت شته.

په افغانستان کې د طالبانو حکومت د صنعت او سوداګرۍ وزارت د معلوماتو له مخې، د ۱۴۰۲هجري لمریز کال په لومړیو اتو میاشتو کې افغانستان ته له بهره څه باندې درې‌نیم میلیون ټنه سیمنټ وارد شوي چې ارزښت یې شاوخوا ۳۲۶ میلیون ډالره کېږي.

اوسمهال په افغانستان کې د سیمنټو د تولید دوه مهمې کارخونې فعالیت کوي، چې یوه په بغلان کې د "غوري سیمنټ" فابریکه او بله په پروان کې د "جبل السراج" کارخونه ده.

خو په دغو فابریکو کې د سیمنټو د تولید کچه تر هغې ډېره کمه ده چې افغانستان اړتیا ورته لري.