د امریکا منځمهاله ټاکنې: د ټاکنو پایلې د نړۍ د نورو هېوادونو لپاره څه معنا لري؟

Women cheer during an election night event with Michigan Democrats in Detroit, Michigan, US on Tuesday 3 November 2026. The women of several races - one wearing a headscarf - are raising their hands in the air as they sit in an audience. There are some men nearby.
د خپرېدو وخت
د لوستلو وخت: ۸ دقیقې

ډیموکرات ګوند د امریکا د منځمهالو ټاکنو په پایله کې د مشرانو جرګې (سنا) او د استازو جرګې دواړه ګټلي او د ډونلډ ټرمپ د ولسمشرۍ د پاتې مودې لپاره یې د کانګرس کنټرول خپل کړی دی.

د امریکا په سیاسي وضعیت کې دا پراخ بدلون د ولسمشر ټرمپ لپاره یوه ستره سیاسي ماتې ګڼل کېږي.

نوموړي منلې چې په ایران کې جګړې او د ژوند د لګښتونو زیاتوالي د جمهوريپال ګوند د ګڼو نوماندانو په ماتې کې ونډه لرلې ده.

د امریکا مرستیال ولسمشر جې‌ډي وینس، ویلي دي: "زموږ د ماتې لامل جګړه ده."

د بي‌بي‌سي خبریالان تشریح کوي چې د دغو ټاکنو پایلې به د نړۍ پر نورو هېوادونو څه اغېز ولري؛ له اوکرایین او منځني ختیځ کې روانو جګړو نیولې، تر چین سره د سوداګریزو اړیکو پورې.

ایران

A police officer monitors traffic as he stands under portraits of Iran's supreme leader, Ayatollah Mojtaba Khamenei
د عکس تشریح، د ایران ستر مذهبي مشر له هغې مودې راهیسې په عام محضر کې نه دی لیدل شوی چې د فبرورۍ په میاشت کې د امریکا په برید کې ټپي شوی و.

غونچه حبیب‌زیاد، لندن کې د بي‌بي‌سي فارسي څانګې مشره خبریاله

د ایران ستر مذهبي مشر مجتبی خامنه‌یي ویلي، هغه کسان چې فکر کوي په امریکا کې سیاسي بدلونونه به د ایران پر وړاندې د امریکا په "دوښمنانه سیاست" کې بدلون راولي، "سخته تېروتنه کوي".

خامنه‌یي دا ګواښ هم کړی چې که امریکا یو ځل بیا پر ایران برید وکړي، د ایران ځواب به "تر دې هم ډېر پراخ او سخت" وي.

مجتبی خامنه‌یي، چې د خپل پلار علي خامنه‌یي له وژل کېدو وروسته د هغه ځایناستی شوی، له څو میاشتو راهیسې په عام محضر کې نه دی لیدل شوی.

علي خامنه‌یي د ۲۰۲۶ کال د تېر فبرورۍ په ۲۸مه د امریکا او اسرائیلو په بریدونو کې ووژل شو.

نوموړي دغه څرګندونې په یوه شپږ مخیز لیکلي پیغام کې کړې دي، چې د چهارشنبې په ورځ خپور شوی.

دا ورځ په تهران کې د امریکا د سفارت د نیولو (په ۱۹۷۹ کال کې) له کلیزې سره برابره ده.

د خلیج عربي هېوادونه

Prince Mohammed Bin Salman sitting next to and holding hands with Donald Trump. the two are smiling as they sit in front of a fireplace with golden emblems on it.
د عکس تشریح، د سعودي عربستان ولیعهد محمد بن سلمان له ډونلډ ټرمپ سره لیدنه کړې وه.

فرانک ګارډنر، د بي‌بي‌سي د امنیتي چارو خبریال

په نظري توګه، د "ټرمپ پروژې" لپاره دا ټاکنیزه ماتې ښايي په بل وخت کې د خلیج د عربي هېوادونو لپاره هم یوه ماتې ګڼل شوې وای.

د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ او د هغه کورنۍ له دغو هېوادونو سره نږدې شخصي او سوداګریزې اړیکې لري.

په دوبۍ کې د ټرمپ نړیوال ګالف لوبغالی شته.

قطر هغه ته د ۴۰۰ میلیونه ډالرو په ارزښت یوه الوتکه ډالۍ کړې ده.

همدارنګه، متحده عربي اماراتو، قطر او سعودي عربستان په ګډه د ټرمپ د زوم، جېرډ کوشنر، په "افینټي کېپیټل" شرکت کې میلیاردونه ډالر پانګونه کړې ده.

ټرمپ په ۲۰۱۷ کال کې د خپلې لومړۍ ولسمشرۍ دورې پر مهال ریاض د خپل لومړي بهرني سفر د مقصد په توګه هم غوره کړی و.

سعودي عربستان په ځانګړي ډول د ټرمپ له ډیموکرات مخکیني ولسمشر جو بایډن سره ترینګلې اړیکې لرلې.

د ۲۰۲۲ کال هغه ناشنا د لاسونو ټکولو صحنه مو په یاد ده چې بایډن له سعودي ولیعهد سره ترسره کړه؟

د خلیج مشرانو د پخواني ولسمشر بارک اوباما په اړه هم جدي اندېښنې لرلې؛ ځکه هغه د سوریې د ولسمشر بشارالاسد له خوا د زهري ګازو د کارولو په غبرګون کې د نوموړي د مجازات کولو اقدام ونه کړ.

خو سږکال د ایران جګړې د ټرمپ په اړه د خلکو لیدلوری بدل کړی دی.

لکه څنګه چې یوه شنونکي ویلي دي: "ولسمشر ټرمپ د فبرورۍ په ۲۸مه د خلیج سیمه په اور کې وسوځوله."

اوس هم دا وېره شته چې ټرمپ ښايي یو ځل بیا جګړه پیل کړي او ایران به په ځواب کې د خلیجي هېوادونو پر مهمو ملي زېربناوو داسې بریدونه وکړي چې پراخ ویجاړی به رامنځته کړي.

People celebrate, some with their arms in the air, as they watch US midterm election results at the Long Center for the Performing Arts.
د عکس تشریح، په ټکساس کې د ډیموکراټانو نوماند جېمز ټالاریکو پلویان، په یوه غونډه کې د ټاکنو د پایلو د نندارې پر مهال خوښي څرګندوي.

ایران د ټاکنو په پایلو کې څه ځای لري؟

ربیکا پیډر، په واشنګټن ډي‌سي کې د بي‌بي‌سي خبریاله

د امریکا مرستیال ولسمشر جې‌ډي وینس ویلي چې د جمهوري غوښتونکي ګوند په ټاکنو کې د درنې ماتې پړه د ایران پر وړاندې جګړې باندې اچوي.

دې جګړې د امریکایانو لګښتونه په څرګند ډول لوړ کړي، په ځانګړي ډول د تېلو او پټرولو بیې.

ټرمپ په ۲۰۲۴ کال کې د خپلې دویمې ولسمشرۍ دورې لپاره د ټاکنیز کمپاین پر مهال ژمنه کړې وه چې د پټرولو بیه به په هر ګیلن کې تر دوو ډالرو ټیټه کړي.

خو د اکتوبر میاشتې منځنۍ بیه په هر ګیلن کې ۴.۳۱ ډالره وه.

هغه دا ژمنه هم کړې وه چې که سپینې ماڼۍ ته بېرته ستون شي، نو نوې جګړې به نه پیلوي.

خو د منځمهالو ټاکنو یوه ورځ مخکې امریکا د ایران پر یوې ټاپو تازه بریدونه وکړل او ټرمپ خبریالانو ته وویل چې د جګړې د پیلولو په اړه هېڅ پښېماني نه لري.

د منځمهالو ټاکنو د پایلو په غبرګون کې، له امریکا سره په مذاکراتو کې د ایران مشر مرکچي ویلي چې امریکایانو په ټاکنو کې "جګړې ته نه وویل".

خو د ایران ستر مذهبي مشر، مجتبی خامنه‌یي، په یوه اعلامیه کې ویلي چې تمه نه لري د ټاکنو له پایلو وروسته به د امریکا په سیاست کې کوم بدلون راشي.

ټرمپ نن د بي‌بي‌سي د امریکايي خبري شریکې رسنۍ، سي‌بي‌اېس نیوز، سره په خبرو کې ویلي چې دا جګړه به "هغه وخت پای ته ورسېږي چې زه یې د پای ته رسولو پرېکړه وکړم".

چین

Chinese President Xi Jinping attends a signing ceremony with Oman's Sultan Haitham bin Tariq at the Great Hall of the People in Beijing
د عکس تشریح، د چین ولسمشر شي جین‌پینګ به له امریکا سره د یوې لا ښې سوداګریزې هوکړې د ترلاسه کولو لپاره د فرصت په لټه کې وي.

لورا بیکر، د بي‌بي‌سي د چین خبریاله

چین به د ټاکنو د پایلو په څارلو سره په دې وضعیت کې د یوه فرصت د لیدلو هڅه وکړي.

د بیجینګ او واشنګټن ترمنځ اړیکې په روانه پېړۍ کې د سترو قدرتونو ترمنځ د سیالۍ تر ټولو مهمه بېلګه ده.

د چین ولسمشر شي جین‌پینګ ښايي داسې احساس وکړي چې په دې سیالۍ کې یې لاس بر دی؛ په ځانګړي ډول اوس چې د روانې میاشتې په وروستیو کې چین ته د ډونالډ ټرمپ د سفر او له هغه سره د لیدنې لپاره چمتووالی نیسي.

ټرمپ پر هغو چینايي توکو تعرفې ولګولې چې امریکا ته واردېدل، څو امریکايي تولیدوونکي د چین له ارزانه محصولاتو څخه خوندي کړي.

خو د هغه دغه پلان برعکس پایله ورکړه؛ ځکه شي جین‌پینګ هم په غبرګون کې پر امریکايي توکو لوړې تعرفې ولګولې.

د دې کار له امله د امریکایانو لپاره د ګڼو توکو بیې لوړې شوې، چې په هغو کې د کورنیو د کوچنیو خوښیو توکي، لکه لوبې او جامې هم شاملې وې.

چین همدارنګه د امریکايي کرنیزو محصولاتو پېرودل ودرول، چې له امله یې په هغو ایالتونو کې بزګران زیانمن شول چې د ټرمپ ملاتړ کوي.

دغه سوداګریزه جګړه په یوه لنډمهاله اوربند پای ته ورسېده، چې ټاکل شوې د جنورۍ میاشتې په پای کې یې موده پای ته ورسېږي.

چین ښايي داسې فکر وکړي چې ټرمپ به له منځمهالو ټاکنو وروسته د خپلې سیاسي ماتې له امله کمزوری شوی وي او د یوې سوداګریزې هوکړې د ترلاسه کولو هڅه به وکړي.

شي جین‌پینګ به دا د یوه فرصت په توګه وګوري چې له امریکا سره داسې سوداګریزه هوکړه وکړي چې د چین په ګټه تر پخوانۍ هغې غوره وي.

روسیه

US President Donald Trump shakes hands with Russian President Vladimir Putin
د عکس تشریح، د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین او ډونلډ ټرمپ په څو بېلابېلو مناسبتونو کې سره لیدلي دي.

سټیو روزنبرګ، د بي‌بي‌سي د روسیې څانګې مسوول خبریال

د روسیې د ولسمشر ولادیمیر پوتین ویاند دیمیتري پیسکوف روسي رسنیو ته ویلي دي:

"موږ په رښتینې توګه هیله لرو چې ډونلډ ټرمپ به د سولې هڅو ته دوام ورکړي."

ښاغلي پیسکوف ویلي: "ځینې وړاندیزونه شته" او "ډېر ژر به د درې هېوادېزو خبرو اترو بل پړاو ترسره شي".

هغه د روسیې، اوکراین او امریکا ترمنځ هغو درې اړخیزو مذاکراتو ته اشاره کوي چې ټاکل شوې راتلونکې اوونۍ په ابوظبۍ کې ترسره شي.

نوموړي زیاته کړې ده:

"موږ د ملانیا ټرمپ د بشري او سوله‌ییزو هڅو بریالۍ پایلې هم لیدلې دي."

هغه په روسیه کې د اشغال شوې سیمې اولیشکي په اړه وروستي بشري عملیاتو ته اشاره کوي.

پیسکوف په دوام کې ویلي: "موږ هیله لرو چې دا ټولې هڅې به دوام ومومي."

که د سولې هڅې کومې پایلې ته ونه رسېږي، نو ډېر احتمال شته چې مسکو به د پخوا په څېر پړه پر اوکراین او اروپا واچوي.

خو اوس ښايي د ډیموکرات ګوند او د امریکا د منځمهالو ټاکنو پړه هم پر غاړه واچوي.

البته، کرملین به ښايي ډونلډ ټرمپ ملامت نه کړي؛ ځکه روسیې د ټرمپ له حکومت سره پر خپلو اړیکو ډېره پانګونه کړې ده. څرګنده ده چې مسکو لا هم هیله لري چې د ټرمپ له ادارې سره خپلې اقتصادي همکارۍ پراخې کړي.

د نړۍ رسنۍ

The front page of the Tehran Times with a cartoon image in the centre. The cartoon shows a man in a white short with his sleeves rolled up and a red-and-white striped tie hitting a doll-sized Donald Trump on the head with a mallet. Trump is being pushed into a hole in the table. The hole is the same size as 5 other holes on the tabletop, each with a voting card with Vote written on it.  The headline is "Operation Midterms Hammer" and the line beneath it reads, " The Iran war comes home to hit trump at the ballot box".

د بي‌بي‌سي مانیټورینګ

د اوکراین، ایران او د منځني ختیځ د نورو سیمو د خلکو لپاره د امریکا منځمهالې ټاکنې تر ډېره د امریکا د کورني سیاست په اړه نه وې، بلکې د دغو ټاکنو د پایلو احتمالي اغېزې پر روانو جګړو او شخړو ورته مهمې وې.

په اوکراین کې شنونکو د جګړې په اړه د ټرمپ پر دریځ او چلند تمرکز کړی و.

خبریال رومان تسیمبالیاک په طنزیه توګه ویلي چې ولسمشر "د نړۍ ټولې جګړې پای ته ورسولې، خو خپله جګړه یې وبایلله".

دا د ټرمپ هغو پرله‌پسې ادعاوو ته اشاره ده چې ویلي یې دي د نړۍ شخړې به پای ته ورسوي.

په داسې حال کې چې روسیه لا هم د اوکراین پر انرژۍ زېربناوو بریدونو ته دوام ورکوي، په کییف کې ځینې کسان هیله لري چې د ډیموکراتانو ټاکنیزې بریاوې به پر مسکو د سختو بندیزونو د لګولو لپاره ملاتړ پیاوړی کړي.

خو ځینې نور بیا اندېښنه لري چې په واشنګټن کې سیاسي بن‌بست ښايي د اوکراین په اړه د امریکا په سیاست کې نوې ناڅرګندتیا رامنځته کړي.

په مسکو کې کرملین په ښکاره توګه هیله څرګنده کړې چې ټرمپ به د جګړې د پای ته رسولو لپاره خپلو هڅو ته دوام ورکړي. تمه کېږي چې د روانې میاشتې په اوږدو کې به د روسیې او اوکراین ترمنځ نورې خبرې اترې هم ترسره شي.

خو د جګړې پلوي روسي څېرو خبرداری ورکړی چې د کانګرس د دواړو مجلسونو کنټرول د ډیموکراتانو په لاس کې راتلل ښايي د ټرمپ وړتیا محدوده کړي، څو له کرملین سره راتلونکې هوکړې عملي کړي یا پر روسیې لګېدلي بندیزونه کم کړي.

په ورته وخت کې، د ایران مشرتابه او له دولت سره تړلو رسنیو د ډیموکراتانو ټاکنیزې بریاوې د ټرمپ د جګړه‌ییز سیاست پر وړاندې د خلکو د ښکاره مخالفت په توګه انځور کړې دي.

ایراني رسنیو هغه څه ته پام اړولی چې دوی یې له تهران سره د پوځي تقابل زیاتېدونکی سیاسي لګښت بولي.

سمون او اېډېټ: ایزابل شا او انډریو وېب، د بي‌بي‌سي نړیوال خدمت (BBC World Service)