امریکایۍ محکمې د نژدې ۱۵۰ افغان کډوالو ایستلو په تړاو د ټرمپ پلان مخه نیولې

د عکس سرچینه، Getty Images
د امریکا یوې فدرالي محکمې د سې شنبې په ورځ د ډونلډ ټرمپ ادارې هغه پلان وځنډاوه چې له مخې یې لسګونه افغان کډوال افغانستان ته ایستل کېدل. د کډوالو د حقونو ملاتړو ډلو ویلي وو چې دا اقدام کولی شي د دغو کسانو ژوند له جدي خطر سره مخامخ کړي.
د امریکا نیویارک د سویلي حوزې محکمې قاضیې والري کاپروني پرېکړه کړې چې امریکا نه شي کولی د روانې اوونۍ په اوږدو کې هېڅ افغان افغانستان یا پاکستان ته واستوي.
د فرانس پرېس خبري اژانس د راپور له مخې د محکمې په اسنادو کې د امریکا د کډوالۍ او ګمرکونو ادارې (ICE) مرستیال کرسټوفر جورج وايي، اوسمهال د افغانانو د ایستلو لپاره نه افغانستان او نه هم پاکستان ته د چارټر یا سوداګریزو الوتنو کوم پروګرام جوړ شوی او یا تائید شوی دی.
امریکايي رسنیو تېره اوونۍ راپور ورکړی و چې د ټرمپ د ادارې د کډوالۍ د سختو پالیسیو په چوکاټ کې به له ۱۵۰ زیات افغانان د پاکستان له لارې افغانستان ته واستول شي.
د افغانایواک (AfghanEvac) په نوم ډلې، چې له امریکا سره د همکارو افغانانو د ملاتړ لپاره فعالیت کوي، ویلي چې په دغو کسانو کې د هغو افغانانو خپلوان هم شامل دي چې په ۲۰۲۱ کال کې یې له افغانستانه د امریکايي ځواکونو له وتلو مخکې یې له امریکايي پوځ سره همکاري کړې وه.

د عکس سرچینه، Getty Images
د افغانایواک مشر شان وېنډایور د محکمې له پرېکړې وروسته په یوه اعلامیه کې وویل:
"یوه اوونۍ مخکې د دې چارې لپاره الوتکه چمتو شوې وه، خو نن حکومت یوې فدرالي قاضي ته وویل چې داسې کومه الوتنه نشته."
هغه زیاته کړه:
"دا تصادف نه و. پخوانیو پوځیانو، د کډوالو د حقونو فعالانو، د کانګرېس ۶۶ غړو او زرګونو امریکایانو د دې الوتنې په درولو کې رول درلود."
د طالبانو حکومت چارواکو د دوشنبې په ورځ د افغانانو د احتمالي ایستلو د راپورونو په اړه "ژوره اندېښنه" څرګنده کړې وه.
د کډوالو د حقونو ملاتړو ډلو خبرداری ورکړی چې امریکا ته د پخوانیو همکارو افغانانو او د هغوی د کورنیو غړو بېرته ستنول کولی شي د هغوی ژوند له خطر سره مخ کړي.

د عکس سرچینه، Getty Images
طالبانو په ۲۰۲۱ کال کې واک ته له ستنېدو وروسته عمومي عفوه اعلان کړې وه او ویلي یې وو چې هغه افغانان چې له لوېدیځو ځواکونو او حکومتونو سره یې همکاري کړې، کولای شي هېواد ته بېرته راستانه شي. د طالبانو چارواکو سږ کال هم دا ژمنه بیا تکرار کړې ده.
خو ملګرو ملتونو له محاکمې پرته وژنو، نیونو او د بشري حقونو د سرغړونو ګڼ راپورونه ثبت کړي دي.
بل لور د پاکستان حکومت د روان کال په پیل کې خپلو امنیتي ځواکونو ته امر کړی و چې هلته مېشت بې ویزې افغان کډوال ونیسي. دا اقدام د افغان کډوالو د بېرته ستنولو د څو کلنې پالیسۍ برخه ده، چې تر اوسه یې میلیونونه افغانان بېرته افغانستان ته ستانه کړي دي.
د پاکستان او افغانستان اړیکې د طالبانو له واکمنېدو راهیسې ترینګلې پاتې دي او د تېر کال اکتوبر میاشتې له خونړیو نښتو وروسته، چې د دواړو هېوادونو ترمنځ په بشپړه توګه د تګ راتګ او سوداګریزو چارو په ټپه درېدو لامل شوې وې، لا پسې خرابې شوې دي.
د ټرمپ ادارې تېر کال د خپلې سختې کډوالۍ پالیسۍ له مخې د افغانستان په ګډون پر یو شمېر هېوادونو د سفر محدودیتونه هم لګولي وو.
دغه راز دغې ادارې هڅه کوله چې د هغو افغانانو لپاره د اخراج پر وړاندې قانوني خوندیتوبونه لغو کړي چې په ۲۰۲۱ کال کې د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته امریکا ته تللي او ځانګړې کډوالي ویزې یې ترلاسه کړې وې.

















