د امریکا د بهرنیو چارو وزیر خبرو ته د طالبانو د حکومت غبرګون: "جګړه پاکستان پیل کړې"

د عکس سرچینه، Reuters
په افغانستان کې د طالبانو حکومت د پاکستان پرضد د افغانستان د خاورې کارېدلو خبره یو ځل بیا رد کړې او په دې هکله یې د امریکا بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو د څرګندونو غبرګون کې ویلي چې یوازې پر هغو معلوماتو یې تکیه کړې چې پاکستان ورکړي دي.
ورسره د طالبانو حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد وايي، د امریکا په ګډون د هر هغه هېواد د هڅو هرکلی کوي، چې د پاکستان او افغانستان تر منځ یې د منځګړیتوب لپاره کوي، خو په وینا یې جګړه پاکستان پیل کړې.
ښاغلی مجاهد وايي: ''امریکا یا بل هر هېواد چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ منځګړیتوب وکړي، اسلامي امارت په ښه نظر ورته ګوري، او د هغو هېوادونو د هڅو قدر هم کوي، چې مخکې یې د منځګړیتوب هڅې کړې دي. مهمه خبره دا ده، چې پاکستانی لوری تورونه پورې کوي او د جګړې پیل هغوی کړی دی او د ناامنۍ لپاره یې هڅې کړې دي او دا د هېچا په ګټه نه دي. اسلامي امارت مخکې هم د مذاکراتو لار، د حل لاره بلله او اوس هم په دې باور دي. په دې کې که د امریکا په ګډون کوم هېواد منځګړیتوب وکړي، اسلامي امارت ستونزه نه لري، ښه او ګټور یې بولي.''
له دې مخکې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو ویلي و، واشنګټن له افغانستانه پاکستان ته د ترهګرۍ د ګواښ په اړه د اسلام اباد له اندېښنو خبر دی او په دې برخه کې رغنده رول لوبولو ته چمتو دی. هغه ویلي ځینې هغه بریدونه یې هم لېدلي چې پاکستان یې په دې تړاو یادونه کړې.
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو په اټلانټا کې د شلو صنعتي هېوادونو د غونډې په څنډه کې یوې خبرې غونډې ته د یوې پوښتنې په ځواب کې وویل، چې پاکستان د هغو بریدونو په اړه اندېښمن دی چې د افغانستان له خاورې یې ملاتړ کېږي. هغه وویل پاکستان باوري دی چې طالبانو د دغو بریدونو د مخنیوي لپاره کافي اقدامات نه دي کړي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر زیاته کړه چې دوی د پاکستان دغه اندېښنې اوریدلې دي او چمتو دي چې دې برخه کې اغیزناک رول ولوبوي.
نوموړي وویل: ''پاکستان د هغو ترهګرو بریدونو په اړه اندېښمن دی چې د افغانستان له خاورې یې ملاتړ کېږي. پاکستان ګومان کوي چې د طالبانو حکومت د دغو بریدونو د مخنیوي لپاره کافي اقدامات نه دي کړي، ځکه نو دوی پخپله لاس په کار شول او اقدامات یې وکړل. موږ د پاکستان دغه اندېښنې اوریدلې او نه غواړو چې پاکستان د ترهګرۍ ښکار شي. که موږ وکولای شو چې دې برخه کې اغیزناک رول ولوبوو موږ ورته چمتو یوو، خو تاسو پوهېږئ چې موږ د طالبانو له حکومت سره نږدې اړیکې نه لرو.''
ښاغلي روبیو دغه راز ویلي چې هغه بریدونه یې هم لېدلي چې پاکستان ورته اشاره کوي او دوی هر چېرته او د هر چا پرضد د ترهګرۍ خلاف دي.
په ورته مهال د پاکستان بهرنیو چارو وزارت د ښاغلي روبیو له څرګندونو وروسته رسنیو ته په یوه استولې اعلامیه کې په دې هکله ویلي، د امریکا په ګډون ''د دوستو هېوادونو هرې هغې رښتینې هڅې هرکلی کوي چې له افغانستان سره د خبرو د اسانتیا لپاره ترسره کېږي. خو معنی لرونکې خبرې باید د افغان طالبانو د چارواکو له لوري د TTP/FaK، BLA/FaH او نورو هغو وسله والو ډلو پر ضد د عملي، دوامداره او د تائید وړ اقداماتو له ژمنې سره ملې وي چې د افغانستان له خاورې فعالیت کوي.''
د پاکستان بهرنیو چارو وزارت په اعلامیه کې ټینګار شوی، چې ''د رغنده تعامل لپاره چمتو دی، خو دا تعامل باید داسې ملموسې پایلې ولري چې د اسلام اباد مشروع امنیتي اندېښنې حل کړي.''
مجاهد: د مارکو روبیو معلومات یو اړخیز دي

د عکس سرچینه، Getty Images
په افغانستان کې د طالبانو د حکومت ویاند زبیح الله مجاهد د امریکا د بهرنیو چارو د وزیر دغو څرګندونو ته په غبرګون کې له طلوع نیوز خصوصي ټلویزیون سره خبرو کې وویل، د ښاغلي روبیو معلومات 'یو اړخیز' دي او په وینا یې پر هغو معلوماتو یې تکیه کړې چې د پاکستان لخوا ورکړل شوي دي.
ښاغلي مجاهد زیاته کړې چې افغانستان د کابل او اسلام اباد ترمنځ منځګړیتوب ته ارزښت ورکوي خو په وینا یې دا حقیقت هم باید په پام کې ونیول شي چې د نښتو پیل کوونکی پاکستان و. د طالبانو د حکومت ویاند یو ځل بیا ټینګار وکړ چې د افغانستان خاوره د هېڅ هېواد پرضد نه کارول کېږي.
خو پاکستان پرلپسې ادعا کړې، چې د پاکستان د طالبانو غورځنګ 'ټي ټي پي' له افغانستانه په پاکستان کې خپل بریدونه سمبالوي او د طالبانو د حکومت لخوا یې ملاتړ کېږي. د طالبانو حکومت دغه ادعا په کلکه ردوي او د پاکستاني حکومت پر ضد د وسلوالو ډلو فعالیت د پاکستان کورنۍ مسله بولي.
ښاغلي مجاهد دغه راز ویلي چې له ډېرو هڅو سره سره له پاکستان سره یوه جوړ جاړي ته د دوی د نه رسېدو لوی لامل دا دی، چې پاکستاني چارواکي د هغه په وینا، پر خپلو ناکامو تګلارو ټینګار کوي او دې ته چمتو نه دي چې پر سولهییزې لارې مخ ته لاړ شي.


















