افغانستان د هانګ کانګ ‌شپږ اوريز کرېکټ پایلوبه وګټله

افغان کرېکټ لوبډله
د خپرېدو وخت
د لوستلو وخت: ۲ دقیقې

د افغانستان او اسټرالیا تر منځ د هانګ کانګ ‌شپږ اوريز کرېکټ سیالیو پایلوبې پچه اسټرالیا وګټله او لومړی یې د توپوهنې پرېکړه وکړه. دغه لوبه د مونګ کوک په مشن روډ لوبغالي کې وشوه.

اسټرالیا د پنځو وېکټو په زیان ۱۱۵ منډې وکړې او افغانستان ته یې د ۱۱۶ منډو هدف وټاکه.

په ځوابي لوبه کې افغانستان په داسې حال کې چې پنځه توپونه یې لا پاتې وو، د دوو وېکټو په زیان هدف پوره کړ او په څلورو وېکټو یې بریا یې خپله کړه.

د افغانستان لپاره کریم جنت د ۱۳ منډو له جوړولو وروسته د یوه لوی شاټ لوبولو په هڅه کې کېچ اوټ شو. ورپسې لوبډلمشر ګلبدین نائب هم له پنځو توپونو د ۱۷ منډو له ترلاسه کولو وروسته وسوځېد.

خو فرمان الله ساپي (۲۶ ) او عمران میر ( ۵۳) د افغانستان لپاره خورا مهمه ملګرتیا وکړه او افغانستان یې بریا ته ورساه.

له دې مخکې مکس براینټ ۴۴، جیک ووډ پنځه، نیک هابسن اته، الیکس راس ۱۰ او کریس ګرین د اسټرالیا لپاره یوه منډه وکړه.

د افغانستان له اړخه دغو سیالیو کې ګلبدين نايب، کريم جنت، فرمان الله، صدیق الله پاچا، عمران مير او ننګيالی خان برخه اخیستې ده.

جاک ووډ، مکس براینټ، نیک هابسن، الیکس راس، کریس ګرین، پیټریک ډولي، د اسټرالیا له لوري دې سیالیو کې برخه لري.

سږکال د هانګ‌کانګ په شپږ اووریزو سیالیو کې د هند،‌ اسټرالیا، انګلند، پاکستان او سویلي افریقا په ګډون ۱۲ لوبډلو برخه اخیستې وه چې په ۴ ګرپونو کې یې له یو بل سره سیالۍ کولې.

اسټرالیا په نیمه پایلوبه کې متحدو عرب اماراتو ته د ۵۳ منډو په توپیر ماته ورکړه او تر هغې مخکې یې په ګروپي پړاو کې له انګلنډ او کوربه هانګ کانګ سیالۍ ګتلې وې.

سږکال د هانګ‌کانګ په شپږ اووریزو سیالیو کې د هند،‌ اسټرالیا، انګلند، پاکستان او سویلي افریقا په ګډون ۱۲ لوبډلو برخه اخیستې وه چې په ۴ ګرپونو کې یې له یو بل سره سیالۍ کولې.

هانګ کانګ ‌شپږ اوريز کرېکټ څه ډول سیالۍ دي؟

هانګ کانګ سکسز یا شپږ اوریزې سیالۍ د کرېکټ یو ځانګړی، لنډ او ډېر چټک ډول سیالۍ دي. په دې سیالیو کې د دودیزو ۱۱ لوبغاړو پر ځای هره لوبډله یوازې ۶ لوبغاړي لري.

دا سیالۍ په هانګ کانګ کې کېږي او د کرېکټ هانګ کانګ تر ادارې لاندې تنظیمېږي. دغه سیالۍ د کرکټ نړیوالې شورا (ای سي سي) لخوا هم منل شوې دي.

په دې فارمیټ کې هرې لوبډلې ته یوازې ۶ اوورونه ورکول کېږي. له همدې امله لوبه خورا چټکه او په زړه پورې وي. توپوهونکي له لومړي توپه یرغلیزه لوبه کوي او ډېرې شپږیزې او څلوریزې وهي. ډېری مهال لوبډلې په ۶ اوورونو کې له ۱۰۰ زیاتې منډې جوړوي.

د دې سیالیو قوانین هم له عادي کرېکټه یو څه توپیر لري، د بېلګې په توګه که یو توپوهونکی ۵۰ منډې پوره کړي، نو باید له لوبې ووځي (ریټایر شي)، له وېکټ ساتونکي پرته هر لوبغاړی باید لږ تر لږه یو اوور وکړي. موخه دا ده چې لوبه لا چټکه، په زړه پورې او د نندارچیانو لپاره لا ډېره خوندوره شي.

د هانګ کانګ سکسز سیالۍ په ۱۹۹۲ کال کې پیل شوې.

دا سیالۍ له څو کلونو وقفې وروسته بېرته په ۲۰۲۴ کال کې پیل شوې او اوس هم د کرېکټ له تر ټولو تفریحي او ځانګړو سیالیو یوه شمېرل کېږي.

په اسانه ژبه هانګ کانګ سکسز د کرېکټ یو ډېر لنډ او یرغلیز فارمیټ دی، چې هر توپ پکې ارزښت لري او مینه‌وال په لږ وخت کې د کرېکټ بشپړ خوند اخلي.