امريکا پر قشم ټاپو محدود بريدونه کړي، د چاودنو راپورونه ورکړل شوي

امریکا پوځ
د خپرېدو وخت
د لوستلو وخت: ۲ دقیقې

امريکايي چارواکو په امریکا کې د بي بي سي همکارې رسنۍ سي بي اېس نیوز ته ویلي، امريکا د هرمز تنګي په قشم ټاپو هوايي بريدونه کړي دي.

د ايران دولتي خبري اژانس ايرنا راپور ورکړی چې د دوشنبې په ورځ په دغه ټاپو کې د څو چاودنو غږونه اورېدل شوي دي.

امريکايي چارواکي وايي، دغه بريدونه محدود وو او د ايران د اسلامي انقلاب ساتونکو ځواکونو(سپاه پاسداران) لخوا پر يوې امريکايي الوتکې د ډزو په غبرګون کې ترسره شوي دي.

بي بي سي د تبصرې لپاره د امريکا له مرکزي قوماندانۍ (سېنټکام) سره، چې په منځني ختيځ کې د امريکايي پوځي عملياتو مسووليت لري، اړيکه نيولې ده.

د امريکايي رسنۍ اکسيوس خبريال باراک راويد وايي، يوه امريکايي چارواکي ورته ويلي چې د دوشنبې په شپه "د اسلامي انقلاب ساتونکو ځواکونو (سپاه پاسداران) له قشم ټاپو څخه د هرمز تنګي پر سر د يوې امريکايي الوتکې پر لور توغندی وتوغاوه. له هغه وروسته امريکايي جنګي الوتکې د ځان د دفاع په موخه د ځمکې څخه هوا ته د توغنديو د ويشتلو يو سيستم له منځه يووړ."

د رپوټونو له مخې د دوشنبې په شپه په قشم ټاپو کې لږ تر لږه د پنځو چاودنو غږونه اورېدل شوي دي.

په ورته مهال سپاه پاسداران ادعا کړې چې د دوشنبې په شپه يې په قشم ټاپو کې دوه امريکايي ډرونونه"ځمکې ته کړي'' دي.

دا پېښه په داسې حال کې رامنځته شوې چې په امريکا کې د کانګرېس منځمهاله ټاکنې نژدې دي. ولسمشر ډونلډ ټرمپ، چې د جګړې د پای ته رسولو لپاره له سياسي فشار سره مخ دی، ويلي چې د ايران پر ضد د بريدونو د پراخولو لپاره ''بېړه نه لري''.

ټرمپ د نظرپوښتنو د کمېدونکو شمېرو او د خپل ګوند له دننه د جګړې د پای ته رسولو لپاره له زیات فشار سره مخ دی.
د عکس تشریح، ټرمپ د نظرپوښتنو د کمېدونکو شمېرو او د خپل ګوند له دننه د جګړې د پای ته رسولو لپاره له زیات فشار سره مخ دی.

ټرمپ وايي، ايران سخت اقتصادي زيان ليدلی او زياته کړې يې ده چې امريکا ښايي د ايران د اټومي پروګرام له يوه مهم سايټ سره هم معامله وکړي، خو دا يې ''لويه مسئله نه ده'' بللې ده.

ولسمشر ډونالډ ټرمپ په دې وروستيو کې د خپلې کمېدونکې عامه ملاتړ او د خپلې ګوند دننه دننه فشارونو د پای ته رسولو د غوښتنو له فشار سره مخ دی. هغه اکسیوس خبري شبکې ته پر دې موضوع د خبرو ترڅ کې وویل: "په يوه يا بل ډول به څه وکړو، خو بېړه نشته. موږ هغوی له مالي پلوه فلج کړي دي."

ټرمپ زياته کړه: "هغوی نه پيسې لري، نه تېل، او خلک يې هم له دې وضعيت څخه ستړي شوي دي."

د امريکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ له منځمهالو ټاکنو يوه ورځ مخکې فاکس نيوز سره مرکه کې يو ځل بيا ويلي چې ښايي امريکا اړ شي د ايران د اټومي پروګرام اړوند، کوه کلنګ، په نښه کړي.

ټرمپ د دوشنبې په ورځ وويل چې داسې بريد "لويه خبره نه ده" او دا عمليات "په يو ساعت کې دننه" ترسره کېدای شي.

بل لور د ايران د بهرنيو چارو وزير عباس عراقچي وايي، د منځګړو له لارې له امريکا سره د جګړې د پای ته رسولو لپاره ''ډېر جدي'' مذاکرات روان دي. هغه خبرداری ورکړی چې تهران د ډيپلوماټيکو او پوځي دواړو سناريوګانو لپاره بشپړ چمتووالی لري او اوس پرېکړه د امريکا په لاس کې ده چې د خبرو اترو لاره غوره کوي که پوځي اقدام.