مرغان لیدل دماغ بیابیا تنظیموي او د فکري زوال بهیر ورو کوي

ونه، مرغۍ او انسانان رسم شوي.
    • Author, بيكا وارنر
    • دنده, بي بي سي نيوز
  • د خپرېدو وخت
  • د لوستلو وخت: ۸ دقیقې

تاسو پوهېږئ چې د مرغانو لیدل کولی شي د دماغو د د زړښت بهیر ورو کړي، او دا چار په زیاتېدونکي ډول د هغو کسانو لپاره چې د هېرېدو(الزایمر/ډیمنشیا) پر ناروغۍ اخته دي، د درملنې په توګه کارول کېږي؟

هره اونۍ د بریتانیا په لېرې پرتو سیمو کې د عمر خوړلو کسانو یوه ډله د لرګینو خونو دننه ساعتونه وخت تېروي، د دوربینونو له لارې مرغان څاري او په پوره لېوالتیا هغه څه چې ویني له یو بل سره یې شریکوي. د بېلګې په توګه د "صدف خوره" مرغۍ چې اوږده او روښانه مښوکه لري او پر شګلنه ځمکه خواړه لټوي، یا د "غطاس" مرغۍ چې تاج لروونکې ده او د اوبو پر سر لامبو وهي.

د دې لیدونکو لوی شمېر یې د ورځې د پېښو په یادولو کې ستونزه لري او ښايي د خبرو اترو پرلپسېوالی ورته ستونزمن وي، خو کله چې دوئ د بریتانیا په "ویسټ میډلینډز" سیمه کې د "فورج میل" جهيل دپاسه پر پرواز کوونکو مرغانو بحثونه پیلوي، مغز یې له سره تازه او فعالېږي.

له دغو کسانو یو هم ۷۸ کلن "هارولډ" دی.

هارولډ په ځوانۍ کې له طبیعت سره لېوالتیا درلوده، خو له دې امله چې دې وروستیو کې په ډیمنشیا د هېرېدو پر ناروغۍ اخته شوی، یوازېتوب او اندېښنو ته یې مخه کړې ده.

د هغه لور "لوسي" هغه دغه ځای ته بیولی، په دې تمه چې د هوا بدلول او د جهيل سکون به د هغه د حالت په ښه کولو کې مرسته وکړي.

له زړه نا زړه او اندېښنو سره مل پیل وروسته، هارولډ هغې شېبې سره مسکی شو چې چا د "سورټاټي" مرغۍ الوت ته اشاره وکړه، او په اوبو کې د هیلیو له لوبېدو یې هم خوند واخیست.

چوغکو په نږدې ونو کې له یوه ښاخه بل ته ټوپونه وهل، لوسي په اوږده موده کې د لومړي ځل لپاره د خپل پلار پر شونډو خندا ولیدله.

جیني بوډینګر — د "ایج یو کې" (Age UK) غیر انتفاعي موسسې سلاکاره، چې د مرغانو د لیدلو دا ډله اداره کوي وايي: "هارولډ دغه شېبه کې په بشپړ ډول تیار و؛ هغه د خپلې حافظې یا پر ځان د باور په اړه اندېښمن نه و. دا یوه لویه اغېزناکه او له نرمښته ډکه چاره ده."

اوسمهال د مرغانو لیدل پر یوې ارزښتمنې بوختیا بدله شوې چې عمرخوړلي کسان او د هېرېدو پر ناروغۍ اخته کسان خپل وخت پرې تېروي؛ ان تر دې چې په بریتانیا، جرمني او امریکا کې د زړو خلکو په پالنځایونو کې د دې لپاره ځانګړې ډلې جوړې شوې دي.

له مرغانو سره لېوالتیا، ان که د کړکۍ له شا هم وي، له عمر خوړلو کسانو سره مرسته کوي چې له نورو سره ډېر پیوستون احساس کړي، د دوئ مثبت احساسات پیاوړي کوي، او د حافظې په خوځښت کې هم ورسره مرسته کوي.

نوې څېړنې ښيي چې د مرغانو کتل ښايي د مغز په جوړښت کې بدلون راولي، کټ مټ لکه د فزیکي ورزش زده کول یا د میوزیک د الې کارول او ان کېدای شي د دماغ د زړښت بهیر ورو کړي.

ډېر منظم مغزونه

د اعصابو پوهان د مرغانو د کتلو له لېوالو کسانو د پېژندنې مهارتونه په لابراتوار کې اندازه کړل چې په نښه کړي څوک څېړونکی او څوک نوي پیلوونکي دي، او بیا یې د دوئ دماغونه معاینه کړل.

ساینس پوهانو موندلې چې د پوهو کسانو د دماغ اصلي جوړښت توپیر درلود، ځکه داسې ښکاري چې د مرغانو په کتو کې مهارت د مغز دننه د نظم د لوړې کچې د ساتلو له لارې له عمر زیاتوالي سره تړلی او زوال ورو کوي.

اریک وینګ، چې د کاناډا په ټورنټو کې د "بای کرسټ څېړنو او زده کړې اکاډمۍ" کې د دې څېړنې مشري کوله، د مرغانو د پوهانو د مغز د ایم ار ای (MRI) عکسونه د نویو مبتدیانو له انځورونو سره هغه مهال پرتله کړل چې دوئ د مرغانو د ډولونو د معلومولو هڅه کوله.

هغه دې پایلې ته ورسېد چې د پوهو کسانو دماغ په هغو سیمو کې د اعصابو د نښلولو جلا میکانیزمونه لري چې د پاملرنې، د لید ادراک (په لیدو پوهېدل)، او لید پېژندلو مسؤلیت په غاړه لري.

رسم ناست کسان
د عکس تشریح،

دې سیمو د مرغانو د کارپوهانو په دماغ کې ډېر فعالیت وښود، په ځانګړي توګه کله چې له دوئ غوښتل شوي وو هغه مرغان وپېژني چې پخوا ورسره اشنا نه وو.

که څه هم دا پایلې دا په پرېکنده ډول نه ثابتوي چې د مغز جوړښتي توپیرونه د مرغانو د لیدلو د تجربې لامل دی او که د هغې پایله، خو وینګ دې شونتیا ته هم اشاره کوي چې ښايي د مرغانو په کتلو کې کارول شوې د مغز برخې "عصبي انعطاف" (neuroplasticity) تر اغېز لاندې راغلې وي څه چې د وخت په تېرېدو سره د خپل جوړښت او فعالیت د بدلولو لپاره د مغز وړتیا ده.

وینګ د مرغانو د لیدونکو په مغز کې د تنظيم سټنډرډ هم ارزولی دی.

د عمر په زیاتېدو سره، په مغز کې د نظم کچه تمایل لري چې کمښت ومومي، او د دې نظم کمېدل د ادراکي وړتیاوو له کمزورتیا سره تړاو لري.

موندل شوې چې د څېړونکو په مغز کې داسې سیمې وې چې د ورته عمري طبقې د مبتدیانو په پرتله د تنظيم او ترابط لوړې کچې درلودې. دا هم روښانه شوه چې له دې سیمو ځینې هماغه وې چې د مرغانو د پېژندلو په وخت کې یې ډېر فعالیت ښودلی و.

وینګ وايي، دا د عمر له زیاتېدو سره د مرغانو د کارپوهانو په مغز کې د "نظم د څرنګوالي ساتلو" ښودنه کوي.

د دې "ساتنې" طبیعت او په عمومي توګه له ادراکي دندو سره د هغې د اړيکې پېژندلو لپاره لا ډېرو څېړنو ته اړتیا ده.

له دې سره سره، د وینګ په وینا، اوسنۍ پایلې ښيي چې "په کم عمر کې د دې هنر ترلاسه کول کېدای شي داسې ګټې ولري چې د عمر تر لوړو پړاوونو دوام ومومي."

دا بې له شکه د "زیډ نسل" (Gen Z) د ډېرو هغو ځوانانو (چې عمرونه یې له ۱۶ تر ۲۹ کلونو پورې دي) لپاره ښه خبر دی چې د مرغانو له لیدلو سره لېوالتیا لري او د بوډاتوب عمر ته له رسېدو وړاندې د دووربینونو کارول پیلوي.

د مرغانو په کتلو درملنه

د وینګ څېړنو د مرغانو په لیدلو کې د تجربې کچې ته پاملرنه کوله، خو نورې پایلې شته چې ښيي د مرغانو کتل ښايي اروايي او د نه بدلېدونکې روغتیا ګټې ولري، ان د هغو کسانو لپاره چې تخصصي پوهه یا مهارت نه لري.

کله چې خبره د "رواني درملنې" ترلاسه کولو ته رسېږي، یعنی د سکون، ازادۍ او نوي فعالیت احساس، نو شوق او لېوالتیا ښايي تر تجربې او تخصص خورا مهمه وي.

یوې څېړنې چې په پولنډ کې د مرغانو د کتلو ۳۸۸ شوقیان پوښتلي او څېړلي وو ښيي، هغه کسان چې د نورو فعالیتونو په پرتله د مرغانو کتلو ته ډېره پاملرنه کوي او دا د خپل ژوند یوه مهمه برخه ګڼي، د هغو کسانو په پرتله د دغې رواني درملنې چانس ډېر لري چې په دې برخه کې لوړ مهارتونه لري خو لېوالتیا یې کمه ده.

له همدې امله، یوازې د مرغانو غوراوی او پاملرنه کولای شي پخپله ځانګړې ګټې ولري.

ایلیزابیت کالس، په جرمني کې د ایشټیټ-اینګولشتات کاتولیک پوهنتون د ټولنیز او سازمانی ارواپوهنې پروفیسوره، دا څېړي چې څنګه له طبیعت سره زموږ اړیکه زموږ د ژوند تجربې او رواني هوساینه ډاډمنوي. کالس په خپله سیمه کې د عمر خوړلو کسانو د پالنې په کورونو کې هغوئ ته د مرغانو د لیدلو پر فرصت د اغېزو بیاکتنه او څېړنه کړې ده.

د هغې کاري ډله د پخو عمرونو لرونکو د ۶۵ کورونو له بهره د مرغانو د خوړو ځایونه جوړ کړل، چې اوسېدونکي وکولای شي په ګډو تالارونو کې له خپلو هوسا ځایونو مرغان وګوري. کاري ډلې د ګډونوالو ادراکي، حرکتي او رواني هوساینې وړتیاوې هم ارزولي، دا ارزونه د هغوئ د خپلو راپورونو ترڅنګ د کارکوونکو او کورنیو د غړو د کتنو له لارې ترسره کېده.

یوازې له څو اوونیو وروسته د پام وړ ښه والی ولیدل شو. له یوې میاشتې وروسته روښانه شوه چې د مرغانو لیدل د عمر یا د ترلاسه کېدونکې پالنې د کچې په پرتله د دغو کسانو د روحي هوساینې د کچې ډېر کره شاخص و. کالس وايي: "پایلې په څرګند ډول مثبتې وې."

هغې زیاته کړه چې په ناستو کې ګډون کوونکي له ادراکي پلوه ډېر انعطاف منونکي شول. دوئ د خپلو خبرو اترو تعقیبولو او له هغو کورنیو غړو سره تعامل ته ډېر جوګه شول چې لیدنې ته یې راتلل، او هغه مرغان یې په یاد ساتل او پېژندل چې پخوا یې سیمې ته راغلي وو، پر دې سربېره یې ډېره بيداري او پاملرنه هم وښودله.

د پالنې په کورونو کې کارکوونکي لومړني کسان وو چې د مرغانو د شتوالي له امله رامنځته شوی دا بدلون یې ولید. کالس وايي: "له هغې وروسته چې دوئ اوونۍ اوونۍ د کوم مېشت کس پر مخ خندا نه وه لیدلې، په ناڅاپي توګه یې هغه مسکا ولیدله."

کالس وايي چې په حافظه او تمرکز کې د ښه والي نښې یوازې له ۳ تر ۴ اوونیو وروسته په څرګند ډول راڅرګندې شوې.

دې پایلو چې د هغې کاري ډلې ترلاسه کړې وې، د جرمني د روغتیا بیمې شرکتونه چې د څېړنې د پروژې لومړني مالي تمویل کوونکي وو، وهڅول چې د باواریا په ایالت کې د عمر خوړلو کسانو له ۴۰۰ په ډېرو کورونو کې د مرغانو د خوړو د ځانګړو ځایونو او کتنځایونو په جوړولو پانګونه وکړي.

کالس زیاتوي: "دا چاره دومره اغېزناکه وه چې تر دې د لګښتونو د سپما لامل شوه."

په امریکا کې، ورته ګام سره په ۲۰۱۳ کال کې د کنیکټیکټ ایالت په څلورو مرکزونو کې پیل شو او وروسته ټیکساس او کولوراډو ایالتونو ته هم پراخ شو.

رسم
د عکس تشریح،

دا ګام د "مرغانو کیسې" (Bird Tales) په نوم یادېږي، چې د (ډیمنشیا) ښکار شویو کسانو لپاره یوه ځانګړې درملنه ده. دا پروګرام په پالنځایونو کې د مرغانو خوراکځایونو پر اېښودلو او مېشتو کسانو ته د داسې مرغانو د ډولونو په ورکولو تکیه کوي چې د ځنګلیزو مرغانو غږونه کوي، د دې لپاره چې هغوئ بیلابیل ډولونه وپېژني.

د ګډونوالو لپاره پایلې مثبتې وې. دوئ وویل چې دا تجربه د دوئ ادراکي وړتیاوې متحرکې کوي او د تېر وخت یادونه ورته رادبره کوي.

یو بل دا ډول پروګرام هم شته چې د هغو کسانو لپاره اغېزناک ثابت شوی چې د دماغ له سکتې ژغورل شوي او په "افازیا" (Aphasia - د ژبې په پوهېدو یا خبرو کولو کې ستونزه لري.

په ۲۰۲۱ کال کې، د مونتانا پوهنتون "د افازیا هراړخیز او شدید پروګرام" یو داسې فعالیت پیل کړ چې د بومانو په څارنه متکي و، او دا پروګرام وروسته د مونتانا په ایالت کې د بېلابېلو مرغانو د څارنې او د هغوئ د غږونو پېژندلو ته پراخ شو.

نو ولې د مرغانو لیدل زموږ پر احساساتو او فکر دا ډول مثبت اغېز شیندي؟

"کالس" پر دې باور ده چې مسئله "یوازې پخپله په مرغانو کې نه ده، دا د طبیعت، پاملرنې، عاطفې، د معنا موندلو، ټولنیز تعامل او فعالیت یوه ټولګه ده چې دا ټول په خورا ساده ډول سره یوځای کېږي."

هغې زیاته کړه: "دا بهیر د کنجکاوۍ خوند، او انتظار وړې شېبې په داسې یوه فعالیت کې رامنځته کوي چې په خورا اسانۍ سره د هرچا لپاره د لاسرسي وړ دی."

ښايي همدا لامل وي چې د بریتانیا د یوې نظر‌پوښتنې له مخې، د مرغانو او ځنګلي ژوند لیدنه په طبیعت کې له ګرځېدو وروسته د هغو فعالیتونو په نوملړ کې دویم ځای لري چې د (ډیمنشیا) ناروغانو او د دوئ پالونکو ته غوره دي.

همدې سروې معلومه کړې چې لرې ځایونو ته د تګ راتګ او حرکت ستونزه د ډیمنشیا ناروغانو لپاره یوه لویه ننګونه ده، دا ننګونه چې د هغو کسانو پر وړاندې خنډ نه دی چې کولی شي د پخلنځي له کړکۍ مرغان وګوري.

وینګ روښانوي چې د مرغانو کتل د کنجکاوۍ د پلټلو يوه وسیله ده، او ښايي همدا کنجکاوي ده چې دغو ټولو ګټو ته لاره هواروي.

هغه وايي: "زما په اند زموږ په ژوند کې د نور نوي والي راوستلو لپاره ډېرې ګټې شته، که هغه په منځني عمر کې وي او یا هم د عمر په لوړېدو سره وي."

کنجکاوي د عمر په لوړو پړاوونو کې د ادراکي دندو په ساتلو کې مهم رول لوبوي، د هغې بیداري مغز هڅوي چې "نورایپینفرین" او "ډوپامین" کیمیاوي توکي افراز کړي، هغه دوه توکي چې د مثبت التهاب ضد اغېزې لري.

د "کالس" لپاره، د هغو مرغانو پېژندل چې زموږ شاوخوا نغمې اوروي او الوت کوي، یوه داسې وسیله ده چې راسره مرسته کوي پوه شو موږ څوک یو او څه یو.

هغې وویل: "څنګه چې موږ انسانان یو، موږ د طبیعت یوه برخه یو، خو له بده مرغه موږ دا اړیکه [له طبیعت سره] د خپل ژوند په پیل کې بایلو. او [د مرغانو لیدل] د دې اړیکې د بیرته ترلاسه کولو یوه بېخي ساده لاره ده."

یادونه: د محرمیت په موخه ځینې نومونه بدل شوي دي.