عکسونه: د نړۍ لروبر د پسرلي او ګلونو ښکلې ننداره

د خپرېدو وخت
  • د نړۍ په ډېرو هېوادونو کې پسرلی په پیلېدو دی او ونې او بوټي په زړه پورې ننداره وړاندې کوي.
امریکا
د عکس تشریح، یوه ښځه د ایټالیا تورین ته نږدې د وینریا ماڼۍ باغونو کې د ګیلاس ونې له ګلونو عکسونه اخلي
ترکیه
د عکس تشریح، د پسرلي را رسېدو سره د ترکیې د پلازمینې انقرې 'دیکمن ویلي پارک' کې هم ګلونه د ونو ښاخونه پوښي
ترکیه
د عکس تشریح، د انقرې ګونکسو پارک کې د ګیلاس ونې او لمرینه ورځ
چین
د عکس تشریح، د چین د ګوایژو ولایت د بیجي په 'سل مایله ازالیه ځنګل' کې هم ګلونه غوړېدلي دي‌
چین
د عکس تشریح، دا په نړۍ کې د ازالیه بوټو تر ټولو اوږده طبیعي تړانګه ده
اسبانیا
د عکس تشریح، یو بڼوال د چین د شانډونګ ولایت د زاژوانګ په یوه باغ کې د ناک پر ګلونه ګرده پاشي (تلقیح کوي یې)
چین
د عکس تشریح، د انهوی ولايت په دنګشان کې هم د ناکو ونې په بشپړ ډول غوړېدلې دي
چین
د عکس تشریح، د سیلانیانو جلبولو لپاره په باغونو کې بیلابیلې مېلې ترسره کیږي
امریکا
د عکس تشریح، د متحدو ایالتونو د نیویارک په بروکلین کې یوه ښځه له ماشوم سره د ګیلاس ونو نندارې ته ولاړه ده
امریکا
د عکس تشریح، د ملي‌پارک ادارې ویلي چې د تیډال کاسې او وېسټ پوټوماک پارک څنډو ته د ګیلاس ۱۴۰ نور ونې ږدي چې د سیلابونو پر وړاندې دیوال پیاوړی کړي
جابآن
د عکس تشریح، جاپان کې د ګلونو غوړېدا چې "ساکورا" یې بولي، یوازې څو ورځې دوام کوي خو اقتصادي او کلتوري اهمیت یې ډېر دی
جابان
د عکس تشریح، دلته په دغو ورځو کې ډېر ملګري او خپلوان سره راټولېږي چې انسټګرام یې عکسونو نیولی دی
جاپان
د عکس تشریح، د ګیلاس ګلونو غوړېدا په دقت څارل کېږي او د جاپان هواپېژندنې اداره یې د لومړيو ګلونو او اوج وړاندوینه کوي
  • د ټولو عکسونو د کاپي حق خوندي دی