هېتي او کېنیا کې (طالبان) ورانکارې ډلې
هېتي او کېنیا کې (طالبان) ورانکارې ډلې
د خپرېدو وخت
له افغانستان ۱۲ نیم زره کیلو مټره لرې په هېتي هېواد کې د یوې ورانکارې ډلې نوم " طالبان" دی.
دا هېواد په دې وروستیو کې د ورانکارو ډلو له ډېروالي سره مخامخ دی.
څه موده وړاندې ملګرو ملتونو وویل چې په دغه هېواد کې د ۹ میاشتو په موده کې د ورانکارو ډلو د تاوتریخوالي او یا د دوی پر وړاندې د عملیاتو پایله کې له ۵۷۰۰ ډېر کسان وژل شوي یا ژوبل شوي دي. دغه راز همدې موده کې له ۲۳۰ زره ډېر تښتول شوي او اټکل کېږي چې لږ تر لږه پر ۱۰۰۰ ښځو او نجونو جنسي تېري شوي دي.
په هېتي کې ورانکارو ډلو د څو لسیزو په اوږدو کې په بېلابېلو کچو واک او نفوذ لرلی دی. د دوی له ډلې یوه یې ځان ته "طالبان" واي.
ندیم اشرف په دې راپور کې د دې پوښتنې ځواب لټولی چې ولې د دغې ورانکارې ډلې غړي ځانونه "طالبان" بولي؟



