د پاکستان لاهور د نړۍ دویم ډېر ککړ ښار بلل شوی، د کابل هوا څنګه ده؟

د ویډیو تشریح، د پاکستان لاهور د نړۍ دویم ډېر ککړ ښار بلل شوی، د کابل کې هوا څنګه ده؟
د پاکستان لاهور د نړۍ دویم ډېر ککړ ښار بلل شوی، د کابل هوا څنګه ده؟
د خپرېدو وخت

د پاکستان د لاهور ښار اوسېدونکي له ککړې هوا شکایت کوي او وایي چې بېلابېلې ناروغۍ یې ورته پيدا کړې دي. د هوا کېفیت سنجونې نړیوال سازمان په تازه نوملړ کې د پاکستان د پنجاب مرکز لاهور د نړۍ دویم ډېر ککړ ښار بللی دی. د هند نوی ډیلی په دې نوملړ کې لومړی ځای لري او د نړۍ تر ټولو د ډېرې ککړې اب و هوا درلودونکی ښار ګڼل شوی.

لاهور تر کراچۍ وروسته د پاکستان دویم ستر ښار دی او څه باندې ۱۶ میلیونه اوسېدونکي لري.