تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
د ملګرو ملتونو یو چارواکی: داعش خراسان څانګه په بېپیلوټه الوتکو او مصنوعي ځیرکتیا سمبال شوې ده
د ملګرو ملتونو د ترهګرۍ ضد مبارزې په چارو کې د سرمنشي مرستیال الکساندر زویف ادعا کړې چې په افغانستان کې د "داعش" (خراسان) څانګې، د بېپیلوټه الوتکو (ډرونونو) په ګډون عصري تاکتیکي تجهیزات ترلاسه کړي او غړو یې د دغو وسایلو د عملي کارونې اړینې روزنې هم بشپړې کړې دي.
نوموړي دا څرګندونې د "شانګهای پلس" د امنیتي مسایلو په اړه د کارپوهانو په لومړنۍ غونډه کې وکړې، چې د ازبکستان په سمرقند ښار کې جوړه شوې وه.
هغه وویل، دغه ډله لا هم له مصنوعي ځیرکتیا (AI) ګټه اخلي او د دې ټکنالوژۍ کارونه یې د تبلیغاتي منځپانګې په تولید کې هم لیدل کېږي، هغه محتوا چې د منځنۍ اسیا په ژبو خپرېږي.
د ملګرو ملتونو دغه چارواکي وویل، په سیمهییزه او ملي کچه نور فعال ترهګریز سازمانونه هم له ورته لارو چارو استفاده کوي.
الکساندر زویف زیاته کړه: "لکه څنګه چې ما په خپله وینا کې ټینګار وکړ، منځنۍ اسیا له دودیز پلوه د ترهګرۍ له بېلابېلو بڼو سره مخامخ پاتې شوې او ازبکستان هم له دې ګواښ څخه مستثنا نه دی."
د هغه په وینا: "اوس وضعیت نوي پړاو ته داخل شوی دی؛ ځکه د انټرنېټ د پراختیا، انلاین اړیکو او په مجازي فضا کې د ترهګرو ډلو د جلب او جذب له امله، منځنۍ اسیا د ترهګریزو ګواښونو پر وړاندې لا زیانمنونکې شوې ده."
هغه زیاته کړه: "له همدې امله، موږ د داسې لارو چارو په لټه کې یو چې د ترهګریزو بریدونو مخه تر پېښېدو مخکې ونیسو، نه دا چې یوازې له پېښېدو وروسته ورته غبرګون وښیو."
له بلې خوا، د ازبکستان د ملي امنیت ادارې (استخباراتو) مشر بهادر قربانوف هم په دې غونډه کې د مصنوعي ځیرکتیا پر ګواښونو سربېره، د امنیتي ګواښونو پر وړاندې د دې ټکنالوژۍ پر وړتیاوو ټینګار وکړ.
هغه د بېلګې په توګه وویل، مصنوعي ځیرکتیا کولای شي د همغږو معلوماتي کمپاینونو په پېژندلو، د معلوماتو د لاسوهنې د نښو په څرګندولو او د تحلیلي فعالیتونو د اغېزمنتیا په لوړولو کې مهم رول ولوبوي.
قربانوف همدارنګه وړاندیز وکړ چې د "سایبري ترهګرۍ" پر وړاندې د مبارزې لپاره دې د تخنیکي همکاریو یو نړیوال پلټفارم جوړ شي.
د طالبانو حکومت: داعش د اړیکو، تمویل او فکري انحراف لپاره له ټیلیګرام او ټیکټاک ګټه اخلي
د طالبانو د استخباراتو مشر عبدالحق وثیق، چې په دې غونډه کې یې د طالبانو د حکومت په استازیتوب ګډون کړی و، وویل: "د مصنوعي ځیرکتیا په اوسني پېر کې موږ اندېښنه لرو چې د امنیت ضد عناصر، په ځانګړي ډول داعش چې د ټولې نړۍ لپاره یو ګواښ دی، له دې ټکنالوژۍ څخه په استفادې د زهري موادو او د ځینو مرګژونکو وسلو د اجزاوو د جوړولو لارې چارې زده کړي او داسې اقدامات ترسره کړي چې د مصنوعي ځیرکتیا د کارونې په برخه کې لګول شوي محدودیتونه پرې وګرځوي."
هغه زیاته کړه: "د افغانستان اسلامي امارت، چې د خپلې عقیدې او فکر له مخې اوس مهال د داعش پر وړاندې د مبارزې په لومړۍ کرښه کې قرار لري، د داعش په څېر د یوه نړیوال دښمن د تخنیکي امکاناتو د له منځه وړلو په برخه کې له سختو محدودیتونو سره مخ دی."
طالبان خپل حکومت "اسلامي امارت" بولي.
نوموړي د ټیلیګرام، ټیکټاک او نورو ټکنالوژیکو شرکتونو د نه همکارۍ په اړه په نیوکې سره ادعا وکړه:
"داعش د دغو شرکتونو له محصولاتو څخه د اړیکو، تمویل او فکري انحراف لپاره ګټه اخلي، خو دغه شرکتونه له افغانستان سره هېڅ ډول همکاري نه کوي."
د داعش خراسان څانګه په افغانستان کې فعالیت کوي او د روان میلادي کال په ترڅ کې یې لږ تر لږه د درېیو بریدونو مسؤلیت منلی دی.
د طالبانو حکومت وايي چې داعش یې په کلکه ځپلی دی.
ازبکستان د نومبر په ۵مه او ۶مه نېټه د شانګهای د همکاریو سازمان (SCO) د "شانګهای پلس" تر سرلیک لاندې د امنیتي مسایلو په اړه د کارپوهانو د لومړۍ مشورتي غونډې کوربهتوب وکړ. دغه غونډه د ازبکستان په سمرقند ښار کې جوړه شوې وه.
په دې غونډه کې د ۲۴ هېوادونو او پنځو نړیوالو سازمانونو ۳۳ پلاوو ګډون کړی و، څو د ترهګرۍ، افراطیت او هغو نویو امنیتي ګواښونو پر وړاندې د مبارزې په اړه خبرې وکړي چې له مصنوعي ځیرکتیا او ډیجیټلي بدلون سره تړاو لري.
د غونډې اصلي موضوع "د ډیجیټلي بدلون په عصر کې امنیت؛ د نوې ټکنالوژۍ د پراختیا په رڼا کې د ترهګرۍ او افراطیت پر وړاندې مبارزه" وه.
ګډونوالو د امنیتي ننګونو او اوسنیو ګواښونو پر ماهیت د پرمختللو ټکنالوژیو او مصنوعي ځیرکتیا د اغېزو په اړه خپل نظرونه او لیدلوري سره شریک کړل.
ښاغلي زویف په دې غونډه کې ټینګار وکړ چې ځوانان، د ۱۰ کلونو او تر دې پورته عمر لرونکي ماشومان هم، لا هم د مصنوعي ځیرکتیا پر بنسټ د جلب او جذب د لارو چارو پر وړاندې زیانمنونکي دي. هغه وویل، د دې موضوع د تایید لپاره مستند شواهد او معلومات هم شته.
په افغانستان کې د توندلارو او وسلهوالو ډلو د حضور په اړه د راپورونو خپرېدل د سیمې د هېوادونو، په ځانګړې توګه د منځنۍ اسیا هېوادونو، چین او روسیې له مهمو اندېښنو څخه ګڼل کېږي.
کارپوهان په دې باور دي چې د افغانستان ثبات د منځنۍ اسیا د جنوبي پولو د امنیت لپاره بنسټیز اهمیت لري او په دغه هېواد کې هر ډول بېثباتي کولای شي د سیمې پر امنیت او پرمختګ منفي اغېز وکړي.