د پاکستان تر ادارې لاندې کشمیر کې د احتجاج کوونکو او امنیتي ځواکونو ترمنځ نښتې شوې

د خپرېدو وخت
د لوستلو وخت: ۲ دقیقې

د پاکستان تر واک لاندې کشمیر په راولا کوټ ښار کې د امنیتي ځواکونو او د جمو کشمیر د ګډ ولسي عمل کمېټې د غړو ترمنځ نښتو کې ډزې تبادله شوې دي.

د لومړنیو رپوټونو له مخې په ډزو کې د جمو کشمیر د ګډ ولسي عمل کمېټې یو شمېر غړي ټپي شوي دي، خو دقیق شمېر یې ځکه معلوم نه دی، چې ویل کېږي ټپیان روغتون ته نه دي لېږدول شوي.

د جمو کشمیر ګډ ولسي عمل کمېټه یو سیاسي-ټولنیز سازمان دی چې له ۲۰۲۳ کال راهیسې د پاکستان تر واک لاندې کې د حکومت خلاف ګڼ احتجاجونه کړي دي.

ځايي پولیسو هم د خپلو یو شمیر سرتېرو د ټپي کېدو خبر ورکړی دی.

دا نښتې تر هغې وروسته شوې، چې د پاکستان امنیتي ځواکونو د پنجشنبې سهار وختي په راولاکوټ ښار کې د بسونو تمځای ته نږدې د هغې سیمې د تصفیې لپاره عملیات پیل کړل، چې د ګډ ولسي عمل کمېټې غړو پکې له تېرو پنځو میاشتو راهیسې پرلت جاري ساتلی و.

احتجاج کوونکو دغلته د راولپندۍ او راولاکوټ ترمنځ لویه لار تړلې وه.

یوه ځايي چارواکي بي بي سي اردو ته ویلي چې امنیتي ځواکونو د دې سیمې کنټرول بېرته ترلاسه کړی دی.

د نوموړي په وینا، د عملیاتو پر مهال د امنیتي ځواکونو او د ګډ ولسي عمل ډلې د غړو ترمنځ نږدې دوه ساعته ډزې روانې وې.

بي بي سي په خپلواکه توګه د دې پېښې پخلی نه دی کړی.

د جمو کشمیر د ګډ ولسي عمل د مرکزي کمېټې غړي عابد شاهین بي بي سي اردو ته ویلي چې امنیتي ځواکونو د سیمې د تشولو لپاره د سهار له خوا عملیات ترسره او مخامخ پر فعالانو ډزې وکړې.

هغه ادعا کړې ګڼ شمېر غړي یې ټپیان شوي دي.

د پاکستان تر واک لاندې کشمیر پولیسو بیا په یوه اعلامیه کې ویلي چې په راولاکوټ کې هغه "غیرقانوني" احتجاج پای ته رسول شوی چې له تېرو پنځو میاشتو راهیسې یې د قانون پلي کوونکو ادارو ته ستونزې راولاړې کړې وې.

د پولیسو په وینا، په دې موده کې د امنیتي ځواکونو خلاف د کرکې خپرولو هڅې او پاروونکي فعالیتونه هم کېدل.

پولیسو ادعا کړې چې د عملیاتو پر مهال د خلکو د سر او مال خوندیتابه ته ځانګړې پاملرنه شوې او دا چې په سیمه کې د امن ټینګښت لپاره امنیتي تدابیر نور هم سخت شوي دي.

د چارواکو په وینا دغلته وضعیت اوس عادي دی، خو په سیمه کې به اضافي امنیتي ځواکونه ځای پر ځای وي.

بي‌بي‌سي اردو لیکلي چې په دې وروستیو کې په راولاکوټ کې د روان کړکېچ په لړ کې د سي اېم اېچ روغتون مخې ته هم د امنیتي ځواکونو او فعالانو ترمنځ په ډزو کې اته تنه وژل شوي وو، چې پولیس هم پکې شامل وو.

د راولاکوټ د ادارې یو چارواکی ویلي چې د دې ولسوالۍ د ډي چوک سیمې پر لور هم عملیات روان دي، خو قانون پلي کوونکو ادارو دمګړۍ مخ ته تګ درولی دی.