تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
افغانستان بنګله دېش ته د ۱۱۳ منډو په توپیر ماته ورکړه
د افغانستان له ۱۹ کلنو د کمعمره ځوانانو کرېکټ لوبډلې د ۲۰۲۶ کال په اسیا جام سیالیو کې خپلو بنګلهدېشي همزولو ته د ۱۱۳ منډو په توپیر ماته ورکړه.
د افغانستان تنکیو ځوانانو لومړی توپ وهنه کړې او بنګله دېش ته د ۲۳۲ منډو هدف ټاکلی و.
خو بنګلهدېشي لوبغاړي د دغه هدف د تعقیب په هڅه کې پاتې راغلل او ژر یو بل پسې وسوځېدل. د بنګله دېش پنځه لوبغاړي په داسې حال کې سوځېدلي وو، چې لوبډلې یې ټولټال ۲۷ منډې درلودې.
دغه هېواد لپاره ظریف صیام ۴۱ او روبي الحسن انیک ۳۱ منډې وکړای شوې، چې تر نورو ټولو لوبغاړو زیاتې وې.
د افغانستان له اړخه په توپ اچونه کې نور علي نیازي، امیر حمزه او سمیع مبارز درې - درې وېکټې ترلاسه کړې.
د یادونې ده چې د کرېکټ اسیايي شورا دا یو ورځنۍ سیالۍ همدا نن (پنجشنبه د نومبر ۵مه) د عمان په العامرات ښار کې پیل شوې.
دا په دغو سیالیو کې د افغانستان او بنګلهدېش دواړو لومړۍ سیالي وه.
د دې لوبې ټاس بنګلهدېشي لوبډلمشر فرید حسن وګاټه او پخپله یې لومړی د توپ اچونې پرېکړه وکړه.
د افغانستان له اړخه په توپ وهنه کې شاه فیصل رحیمي ۸۳ او طاهر سروري ۳۷ منډې وکړې، چې تر نورو ډېرې وې.
بنګلهدېش لپاره په توپ اوچوونه کې طفی العالم تمیم ښه وځلېد او څلور وېکټې یې واخیستې.
د افغانستان له اړخه په نننۍ سیالۍ کې د سهیل خان تر مشرۍ لاندۍ لوبډله کې فرید الله احساس، سبحان زاخېل، نعمان سالارزی، شاه فیصل رحیمي، عابدالله عابد، طاهر سروري، امیر حمزه، لطفالله محمدی، نور علي نیازی او سمیع مبارز لوبه کوي.
د افغانستان او بنګلهدېش له نوولس کلونو د کمعمره ځوانانو ترمنځ له پنځو وروستیو سیالیو دوه افغان لوبډلې او دوه بنګلهدېش ګټلې او یوه مساوي شوې، چې وروسته بیا بنګلهدېشي زلمیو په سوپر اوور کې ګټلې وه.
دا د کرېکټ اسیايي شورا له نوولس کلنو د کمعمره ځوانانو د اسیا جام دیارلسم پړاو سیالۍ دي.
دغه سیالۍ لومړی ځل په ۱۹۸۹ کال د بنګلهدېش په کوربتوب شوې او هند ګټلې وې. دویم پړاو یې بیا ۱۴ کاله وروسته په ۲۰۰۳م کال پاکستان کې وشوې، چې هندي ځوانانو پکې د خپلې اتلولۍ بریالۍ دفاع وکړه.
له ۱۹ کلنو د کمعمره ځوانانو د اسیا جام شپږم پړاو سیالۍ په ۲۰۱۷ کال مالیزا کې وې، چې افغانستان وګټلې.
او وروستی پړاو یې تېر کال په متحدو عرب اماراتو کې و چې پاکستان وګاټه.
اته لوبډلې او یو اتل
له ۱۹ کلنو د کمعمره ځوانانو د اسیا جام په سږنيو سیالیو کې چې د نومبر له پنځمې تر څوارلسمې دوام کوي، ټولې ۸ لوبډلې شاملې دي او په دوو جلا ګروپونو کې له یو بل سره سیالي کوي.
افغانستان، بنګلهدېش، شريلنکا او مالیزیا په بي (ب) ګروپ کې لوبېږي. همدا نن د دغه ګروپ د دوو نورو لوبډلو (شريلنکا او مالیزیا) ترمنځ هم سیالي وشوه چې شريلنکا پکې مالیزیا ته په ۹ وېکټو ماته ورکړه.
د هند، پاکستان، نیپال او متحدو عرب اماراتو لوبډلې په اې (الف) ګروپ کې دي. له دوی به هند سبا له نیپال او پاکستان له متحدو عرب اماراتو سره د سیالۍ ډګر ته کیوځي.
د ګروپي پړاو دا سیالۍ ځکه مهمې دي، چې هره لوبډله په خپل ګروپ کې له نورو شاملو لوبډلو سره یوازې یوه-یوه سیالي لري او د دوی له منځه به د ګروپونو د سر دوه - دوه لوبډلې نیمه پایلوبې ته لار مومي.