"کانګرس به د ټرمپ له کنټروله وتلې اداره مهار کړي"

د خپرېدو وخت
د لوستلو وخت: ۴ دقیقې

د امریکا په منځمهاله ټاکنو کې د دېموکرات ګوند له بریا وروسته په استازو جرګه کې د دېموکراتانو مشر حکیم جفریز اعلان کړی چې د دې جرګې ریاست ته ځان نوموي.

هغه دمګړۍ په دې جرګه کې د اقلیت مشري کوي.

که نوموړی بریالی شي، نو د امریکا په تاریخ کې به د استارو جرګې لومړنی تورپوستی رییس وي.

دمګړۍ جمهوريپال مایک جانسن د استازو جرګې رییس دی. د استازو جرګې رییس د امریکا د ولسمشرۍ د واک په لړۍ کې د مرستیال ولسمشر وروسته درېیم ځای لري.

دیموکرات ګوند به په راتلونکې جنورۍ کې د امریکا په منځمهاله ټاکنو کې د نویو غړو له لوړې وروسته د کانګرس واک ترلاسه کړي.

په دې توګه به د استارو جرګې نوی مشر هم دغه ګوند ټاکي.

د امریکا د کانګرس د استازو جرګې رییس د جرګې پر مشرۍ سربېره، د اکثریت لرونکي ګوند مشري هم کوي.

جفریز خپلو همکارانو ته په یوه لیک کې لیکلي دي:

"د استازو جرګې ډیموکراتانو، له ټولو خنډونو سره سره، د لږکیو په حالت کې هم پرله‌پسې بریاوې ترلاسه کړې. اوس باید د اکثریت په توګه هغه ستر بدلونونه رامنځته کړو چې د امریکا خلک یې غواړي."

هغه زیاته کړې "خلک له ستونزو سره مخامخ دي،" ورځنی ژوند په سخته مخ ته وړي، نو نوی کانګرس باید د ارزانۍ لپاره سختې هلې ځلې وکړي.

جفریز ویلي: "هغه ورځې پای ته رسېدلې چې استازو جرګه د ټرمپ ادارې تر بشپړ واک لاندې یوه شرکت په څېر عمل کاوه. کانګرس به بېرته له کنټروله د وتلې اجرائیه قوې د واک د توازن او څارنې د بنسټ په توګه مقام بېرته ترلاسه کړي."

په استازو جرګه کې د نیویارک دغه استازي د "ټرمپ د کارټل" په یادولو سره وویل، هر هغه څوک چې "د امریکا له خلکو غلا کوي، د امریکا خلک لوټي، یا له هغوی ناوړه ګټه اخلي، نور نه شي پټېدای. موږ به دغه ورانکاري حساب ته راکاږو. "

جفريز باید د دې څوکۍ ترلاسه کولو لپاره د استازو جرګې داخلي ټاکنې وګټي.

هممهاله مشر امریکايي سناتور برني سنډرز د امریکا په منځمهاله ټاکنو کې د دېموکراتانو له بریا وروسته د بي بي سي نیوزنایټ خپرونې ته ویلي، چې له ډونلډ ټرمپ سره باید حساب وشي.

دغه کیڼ‌اړخي بانفوذه سناتور د دې پوښتنې په ځواب کې چې ایا ډیموکراتان به اوس ولسمشر ټرمپ او د هغه کورنۍ په اړه پلټنه وکړي، وویل: "البته"

سنډرز خپلواک سیاستوال دی خو له ډیموکرات ګوند سره نږدې اړیکي لري.

هغه وايي، که څه هم دیموکرات ګوند په منځمهاله ټاکنو کې بریاوې ترلاسه کړې، خو دا پټه نه ده چې دغه ګوند دمګړۍ ډېر محبوب نه دی.

د سنډرز په وینا، دیموکرات ګوند باید روښانه کړي چې د امریکا خلکو ته په ټولنیزو او اقتصادي برخو کې کوم بدیل او عملي پروګرامونه لري.

د یادونې ده چې دېموکراتانو د کانګرس په منځمهاله ټاکنو کې له بریا وروسته اعلان کړی چې له ایران سره د جګړې مخنیوی، د ورځني ژوند د لګښتونو د فشار کمول او ځواب ویلو ته د ټرمپ د ادارې اړیستل به یې درې بنسټیز لومړیتوبونه وي.

د دیموکرات ګوند مشرانو ویلي چې کانګرس به نور د ټرمپ د ادارې تابع نه وي او خپله د څارنې او توازن اساسي دنده به مخ ته وړي.

بلخوا جمهوریپال ګوند بیا تر دې درنې ماتې وروسته د ولسمشر ډونلډ ټرمپ او نورو بانفوذه مشرانو د اړیکو د سړېدو له ننګونو سره مخامخ دی.

د راپورونو له مخې داسې نښې نښانې ښکاري چې په دې لړ کې د مرستیال ولسمشر جي‌ډي وېنس په ګډون ځینې نږدې متحدان له ټرمپ واټن اخلي.

د امریکا په منځمهاله ټاکنو کې د ډونلډ ټرمپ جمهوري غوښتونکو ګوند له سختې ماتې سره مخامخ شوی او مخالف ډيموکرات ګوند يې پر وړاندې له ډېرو څوکیو ګټلو سره مخکښ روان دی.

ډيموکراتانو اوس د دواړو جرګو (استازو جرګې او مشرانو یا سنا جرګې) کنټرول ترلاسه کړی.

دا په دې معنا ده چې د ډونلډ ټرمپ د ولسمشرۍ د پاتې مودې پرمهال به اوس دواړه جرګې د ډیموکراتانو په لاس او واک کې وي.

ډيموکرات ګوند ان په ځينو هغو ټاکنیزو حوزو کې هم بری خپل کړی چې د جمهوري‌ غوښتونکو د نفوس اصلي ایالتونه بلل کېدل، لکه ټېکزاس، جنوبي کارولینا او کېنساس...

کېنساس هغه ایالت دی چې وروستی ځل پکې شاوخوا ۱۰۰ کاله مخکې یو ډيموکرات نوماند بریالی شوی و.

وړاندې ډونلډ ټرمپ‌ ویلي وو چې د ایران جګړې د ده ګوند (جمهوریتیانو) د نوماندانو برخلیک اغېزمن کړی.

خو د ایران پارلمان مشر بیا ویلي وو چې امریکایانو له دې ټاکنو سره په ډاګه کړه چې "جګړه نه غواړي".