تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
کرېکټ: له افغانستان سره د ټېسټ لوبې لومړۍ پاڼۍ کې زېمبابوې ۵۰۴ منډې وکړې
د افغانستان او زېمبابوې تر منځ د ټېسټ لوبې په لومړۍ پاڼۍ کې زېمبابوې ۵۰۴ منډې وکړې او افغانستان ته یې نسبتا لوړ هدف کېښود.
دغه لوبه چې د افغانستان په کوربتوب د متحده عرب اماراتو په شارجه کې ترسره کېږي، پچه یې زېمبابوې ګټلې او لومړی یې د منډو جوړولو پرېکړه کړې ده.
د افغانستان له اړخه محمد سليم او قيس احمد هر يوه دری دری، ضيا الرحمان اکبر دوې، ضيا الرحمان شريفي او حشمت الله شیهدي يوه یوه وېکټه واخيسته.
د زېمبابوې لپاره برنډن ټېلر ۱۳۱، براين بېنېټ ۱۲۸، وېسلې مدېور ۵۴، تفدزوا ۴۴، بېن کرن ۴۲، ګرېم کرېمبر ۳۴ او اېنوسېنټ کايا ۳۴ منډې وکړې.
د افغانستان له اړخه زېمبابوې سره لومړۍ ټېسټ سیالۍ لپاره د رحمت شاه زرمتي په مشرۍ صدیقالله اتل، حشمتالله شهیدي، عبدالمالک، شاهدالله کمال، اکرام علېخل، رحمانالله ځدراڼ، قیس احمد، ضیاء الرحمن اکبر، ضیاء الرحمن شریفي او محمد سلیم اخیستل لوبېږي.
د یادولو وړ ده چې د افغانستان او زېمبابوې له دې ټېسټ لوبې وروسته یوه بله پنځه ورځنۍ سیالي هم لري.
افغانستان که څه هم ډېرې ټېسټ لوبې نه کوي خو څه موده وړاندې یې له بنګله دېش سره يوه ټېسټ لوبه لرله چې مساوي پايته ورسېده.