په افغانستان کې د پولیو ۶ نورې مثبتې پېښې؛ د طالبانو حکومت یې مشکوکې بولي

د عکس سرچینه، Getty Images
د روغتیا نړیوال سازمان وايي، په افغانستان کې د پولیو یا ګوزڼ شپږ نورې مثبتې پېښې ثبت شوې دي.
د دغه سازمان د معلوماتو له مخې له دغو مثبتو پېښو درې په کندهار، دوه په ننګرهار او یوه پلازمېنه کابل کې ثبت شوې ده.
له دغو نویو ثبت شویو پېښو سره روان ۲۰۲۶م کال په افغانستان کې د پولیو د ثبتو شویو مثبت پېښو شمېر له ۴۰ واوښت.
د طالبانو حکومت د عامې روغتیا وزارت وايي، دا پېښې مشکوکې دي او دوی یې په اړه پلټنه کوي.
افغانستان او پاکستان د نړۍ یوازیني هېوادونه دي چې لا هم په کې پولیو یا ګوزڼ فعال دی.
په دغو دواړو هېوادونو کې ماشومانو ته د پوره واکسین نه رسېدل او همدرانګه د خلکو تګ راتګ د پولیو د مثبتو پېښو د ډېرېدو لوی لاملونه بلل شوي دي.
که څه هم اوس د افغانستان او پاکستان ترمنځ د تګ راتګ لارې تړلې دي، خو په تېرو کلونو کې میلیونه افغان کډوال له پاکستانه خپل هېواد ته ستانه شوي او باور دا دی چې ښايي په دوی کې ډېر ماشومان له واکسین پاتې او دا وېروس یې له ځان سره له پاکستانه افغانستان ته لېږدولی وي.

د روغتیا نړیوال سازمان په پاکستان کې سږ کال تر دې دمه د ګوزڼ یا پولیو د شپږو مثبتو پېښو د ثبتېدو رپوټ ورکړی.
دا په داسې حال کې ده چې دغه سازمان ویلي، تېر ۲۰۲۵ کال په افغانستان کې د پولیو ۲۱ او په پاکستان ۳۱ مثبتې پېښې ثبت شوي او تر هغه ورمخکې (اوړم) کال په افغانستان کې د دغه ویروس ۲۵ او پاکستان کې ۷۴ پېښې ثبت شوې وې.
د یادونې ده چې په افغانستان کې اوس کور پر کور واکسین نه ورکول کېږي.
دوه کاله وړاندې پرېکړه وشوه چې ماشومانو ته به واکسین په جوماتونو کې ورکول کېږي.
رنځپوهان وايي، پولیو یوه ناعلاجه ناروغي ده چې په ماشومانو کې د دایمي فلج او ان مړینې لامل ګرځي.
د دغې ناورغۍ د مخنیوي یوازینۍ لار دا ده چې، ماشومانو ته پر وخت واکسین ورکړل شي.

د عکس سرچینه، Getty Images
د ۲۰۲۴ کال په وروستیو کې د طالبانو حکومت عامې روغتیا وزارت کې د پولیو کمپاین برخې مشر ویلي و، د کور پر کور د پولیو واکسین ورکړه بنده شوې او له دې وروسته به ماشومان جومات پر جومات واکسینېږي.
ډاکتر عبدالقدوس بریالي بي بي سي ته ویلي، دا پرېکړه د طالبانو مشر کندهار کې د علماوو شورا او د درېیو سویلي ولایتونو کندهار، هلمند او روزګان د استازو په غوښتنه کړې ده.
ښاغلي بریالي ادعا کړې چې دا پرېکړه د مولوي هبتالله نه بلکې د "سیمې د خلکو غوښتنه ده."
هغه زیاتوي "په دغو درېواړو ولایتونو کې خلک وايي چې مونږ نور کور پر کور واکسین نه غواړو او جومات په جومات یې غواړو. امیرالمومنین (د طالبانو مشر) هم تائید کړه او پرېکړه یې وکړه چې دا واکسین به جومات په جومات کېږي."
خو د روغتیا نړیوال سازمان هغه مهال ویلي و، چې کور پر کور واکسین تر ټولو ښه تجربه وه.
د دغه سازمان کې د پولیو د له منځه وړلو پروګرام په وینا: "افغانستان کې زمونږ تجربې ښيي، چې کور پر کور هر ماشوم ته واکسین کول تر ټولو غوره لار وه. مونږ له دې لارې تر ۲۰۲۱ کاله پام وړ لاسته راوړنې لرلې چې ډېر ماشومان له ګوزڼ ژغوري."




















