نړیوال بانک: پر پاکستان بهرني پورونه یوه لسیزه کې له دوه برابر لوړېدو سره له ۱۳۵ میلیارد ډالرو اوښتي

یو کس چې یوازې لاسونه یې ښکاري د ډآلرو بنډل شمېرې،‌ په داسې حال کې چې پر مېز کلندارې هم اېښی
د خپرېدو وخت
د لوستلو وخت: ۲ دقیقې

نړیوال بانک په خپل یوه راپور کې ویلي چې په تېره یوه لسیزې کې پر پاکستان ټول بهرنی پور نږدې دوه برابره شوی او په ۲۰۲۵ کال کې پر ۱۳۵ میلیارده ډالرو اوښتی دی.

د نړیوال بانک د ۲۰۲۶ کال د نړیوالو پورونو رپوټ له مخې پاکستان په ۲۰۱۵ کال کې ۶۸ اعشاریه ۶۷۳ میلیارد ډالر پوروړی و او دا کچه تر تېر (۲۰۲۵) کاله ۱۳۵ میلیارد ۱۰۷ میلیون ډالرو ته رسېدلې وه.

په دې کې ۱۰۷ میلیارده ۷۶ میلیونه ډالر داسې پور دی چې حکومت اخیستی یا په دولتي تضمین اخیستل شوی.

همدا راز د خصوصي سکتور لخوا د ۱۷ میلیارده ۵۸۰ میلیون ډالرو اخیستل شوي پورونه هم پکې شامل دي چې حکومتي تضمین نه لري.

پر دې سربېره پر پاکستان د لنډمهالو پورونو کچه ۱۰ میلیارده ۴۵۰ میلیون ډالره ثبت شوې ده.

د دغه راپور له مخې د پاکستان په دولتي پورونو کې ۵۶ اعشاریه ۸۳ میلیارده ډالر د څو هېوادیزو مالي ادارو، ۴۲ اعشاریه ۴۳ میلیارده ډالر د نورو هېوادونو او ۷ اعشاری ۸ میلیارده ډالر د خصوصي پور ورکوونکو دي.

چین د پاکستان تر ټولو ستر انفرادي پور ورکوونکی هېواد دی،‌ داسې چې پاکستان ترې ۲۲ میلیارده او ۴۰۰ میلیون ډالر پوروړی دی.

په دغو پورنو کې ۱۹ اعشاریه ۲ میلیارده ډالر د نړیوال بانک او ۱۶ میلیارده ۸۳۰ میلیون ډالر د اسیا پراختیایي بانک دي.

د نړیوال بانک د راپور له مخې، د دولتي مالي ادارو د اخیستل شویو پورونو د بېرته ورکولو منځنۍ موده ۱۶ کاله ده او پر دغو پورونو د سود منځنۍ کچه ۳ اعشاره ۶ سلنه ده.

د دغو پورونو د بېرته ورکولو له پیل وړاندې څلور کلنه رعایتي موده هم ورکول کېږي.

برعکس له خصوصي پور ورکوونکو پر اخیستل شویو پورونو باندې د سود منځنۍ کچه ۸ اعشاریه ۶ سلنه ده.

د دغو پورونو د بېرته ورکولو منځنۍ موده درې کاله او رعایتي موده یوازې یو کال ده.

د نړیوال بانک په دغه رپوټ کې ویل شوي چې د منځني ختیځ، شمالي افریقا، افغانستان او پاکستان په سیمه کې د اصل پور او د هغه د سود د تادیاتو تناسب ښه شوی، خو د دې سیمې د بهرني پور او ناخالص ملي عاید ترمنځ تناسب په ۲۰۲۵ کال کې ۲۹ اعشاریه ۴ سلنې ته لوړ شوی، حال دا چې دا کچه یو کال وړاندې ۲۶ اعشاریه ۷ سلنه وه.

د نړیوال بانک په وینا، دا په یوه کال کې د نړۍ د بلې هرې سیمې پرتله د دغه انډول تر ټولو لوی زیاتوالی دی.

دا ښيي چې د سیمې پر هېوادونو د بهرنیو پورونو بار پرله‌پسې درنېږي.

د رپوټ له مخې، چین په ۲۰۲۵ کال کې پاکستان ته د ورکړي دوو میلیارد ډالرو پور د بېرته ورکړې موده وغځوله، او نړیوال وجهي صندوق (ای‌ایم‌اېف) پاکستان ته ۲ اعشاریه ۳ میلیارده ډالر نوي پورونه ورکړل.