پاکستان کې نوی حکومت؛ هر ګوند پکې مهمې څوکۍ غواړي

پاکستان کابینه
    • Author, خدای نور ناصر
    • دنده, بي بي سي، اسلام اباد
  • د خپرېدو وخت

د پاکستان نوي لومړي وزیر شهباز شریف لا هم خپله کابینه نه ده اعلان کړې او ځينې سرچینې یې لامل د ایتلافي ګوندونو تر منځ د څوکیو پر وېش نه جوړېدل بولي.

د لومړي وزیر شهباز شریف په مشرۍ دا حکومت چې له نهه ګوندونو جوړ دی، د سرچینو په خبره هر یو ګوند په کابینه کې مهمې او زیاتې څوکۍ غواړي او په همدې نه سره جوړېږي.

بل پلو د حکومت د یوه لوی ګوند جمعیت علماء اسلام "ف" ډلې مشر مولانا فضل الرحمان پر خپل حکومت غږ کړی، چې باید ژر تر ژره د ټاکنو نېټه اعلان کړي.

د پاکستان په ملي اسمبلۍ کې په تېره دوشنبه میا شهباز شریف ددغه هېواد ۲۳ لومړی وزیر وټاکل شو. نن (دوشنبه) يې اوونۍ پوره شوه، خو لا يې هم د خپلې کابینې د غړیو اعلان نه دی کړی.

سره له دې چې په پاکستان کې رسنیو د وزارتونو لپاره د ځینو سیاستوالو نومونه خپاره کړي، خو تر اوسه يې لاهم اعلان نشته. د لومړي وزیر شهباز شریف د حکومت ملګری او مذهبپال سیاستوال مولانا فضل الرحمان وايي، د ده ګوند لاهم په دې نظر دی، چې باید ژر د ټاکنو اعلان وشي.

"دا اوس چې کوم حکومت جوړ شوی دی، دا به تر یوه کال پورې وي. خو په دې حکومت کې هم د جمعیت علماء اسلام خپل موقف دی او هغه دا دی چې موږ اوس هم ژر تر ژره ټول ټاکنې غواړو."

عمران خان

مولانا فضل الرحمان په خپلو خبرو کې ټینګار کړی چې د دو ی غورځنګ مخکینی لومړی وزیر عمران خان له واکه لرې کړ، خو د نوموړي په ټکو "موږ به قام ته هغه امانت ورکوو."

مخکیني لومړي وزیر عمران خان هم د پېښور او کراچۍ په جلسو کې د ټاکنو د ژر کېدو غوښتنه کړې.

په دغه هېواد کې له اساسي قانون سره سم هر پنځه کاله وروسته باید ټول ټاکنې وشي. خو د پاکستان په تاریخ کې هېڅ لومړي وزیر خپله پنځه کلنه دوره نه ده پشپړه کړې.

بلې خوا لومړي وزیر شهباز شریف د هند لومړي وزیر نریندرا مودي ته لیک استولی او د کشمیر کشالې د اوارېدو خبره یې ورته کړې. په لیک کې ښاغلي شریف د دغې ستونزې اوارېدل د اسلام اباد او ډیلي په ګټه بللي.