تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
پاکستاني ستورمزلی د چین فضايي ماموریت له ډلې سره فضا ته ځي
د چین د انسانوړونکو فضايي الوتنو ادارې د شنبې په ورځ دا خبر اعلان وکړ چې د پاکستان یو ستورمزلی به د دغه هېواد د راتلونکي فضايي ماموریت په ترڅ کې د لومړي بهرني وګړي په توګه د چین فضايي تمځای ته سفر وکړي.
پاکستان او چین نژدې ډیپلوماتیک او ستراتیژیک متحدان دي. دواړو هېوادونو د ۲۰۲۵ کال په فبرورۍ کې یوه هوکړه لاسلیک کړه چې له مخې به یې د چین حکومت د پاکستاني ستورمزلو د روزنې پروګرام پیل کړي.
د چین د انسانوړونکو فضايي الوتنو ادارې (CMSA) په ټولنیزو رسنیو کې اعلان کړی چې پاکستاني ستورمزلي به د "شېنژو-۲۴" ماموریت له ډلې سره فضا ته ولاړ شي.
په اعلامیه کې د دغه ماموریت د پیل نېټه نه ده ښودل شوې، خو تمه ده چې د روان کال تر پایه ترسره شي.
د یادې ادارې په وینا، دغه پاکستاني ستورمزلی چې د فضايي ماموریت د تجهیزاتو متخصص دی، په یوه لنډمهالي مداري سفر کې به ګډون وکړي او وروسته به د "شېنژو-۲۳" فضايي بېړۍ له لارې بېرته ځمکې ته راستون شي. دغه فضايي بېړۍ په مې میاشت کې له "تیانګونګ" فضايي تمځای سره نښلول شوې وه.
د چین فضايي ادارې د پاکستاني فضانورد نوم نه دی په ډاګه کړی، خو د روان کال په اپرېل کې یې ویلي وو چې محمد ذیشان علي او خرم داود د چین د روزنیز پروګرام لپاره ټاکل شوي دي.
بیجینګ په وروستیو کلونو کې پر خپل فضايي پروګرام پراخه پانګونه کړې او په دې برخه کې یې له خپل اصلي سیال، متحده ایالاتو سره د سیالۍ واټن کم کړی دی. چین غواړي تر ۲۰۳۰ کال پورې خپل ستورمزلي سپوږمۍ ته ولېږي.
پاکستان له چین سره ګډه پوله لري، ځکه دواړه هېوادونه له څو لسیزو راهیسې خپلې اړیکې د "هر ډول حالاتو پر وړاندې ټینګې ملګرتیا" په نوم یادوي. چین د پاکستان تر ټولو لوی سوداګریز شریک او په دغه هېواد کې یو له مهمو بهرنیو پانګهوالو څخه دی.
د ۲۰۲۵ کال د هوکړې له مخې، د چین تر روزنې وروسته به پاکستاني ستورمزلي په راتلونکو څو کلونو کې له خپلو چینایي سیالانو سره په لنډمهالو فضايي ماموریتونو کې ګډون وکړي. د چین دولتي خبري اژانس شینهوا هغه مهال دا راپور ورکړی و.