بشري حقونو څار سازمان: مدرسې د ښوونځیو پر ځای د منلو وړ بدیل نه دی؛ مجاهد وايي رپوټونه 'ناسم دي'

طالبان
د خپرېدو وخت

په افغانستان کې په ديني مدرسو کې د نجونو د زدکړو په تړاو د ملګرو ملتونو او طالب چارواکو تازه څرګندونو ته په غبرګون کې د حقونو فعالان وايي، مدرسې د ښوونځيو بدیل نشي کېدای.‌

د بشري حقونو د څار سازمان د ښځو برخې مشرې هیدر بار پر اېکس لیکلي "په بشپړ ډول د منلو نه ده چې مدرسې د ښوونځیو بدیل شي، که د هلکانو لپاره یا د نجونو لپاره."

تېره اوونۍ د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړې استازې روزا اوتنبایوا امنیت شورا ته په خبرو کې ویلي و، داسې رپوټونه ورته رسېدلي چې ښيي‌ د طالبانو حکومت په مدرسو کې د هر عمر نجونو ته د زدکړو اجازه ورکوي.

طالبان

ملګري ملتونه وايي، د دوی کارپوهان د دغو رپوټونو ارزونه کوي. خو د طالبانو حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد بي بي‌‌ سي پښتو ته وویل، "دا سمه نه ده" چې ښوونځي پر مدرسو بدلېږي.

نوموړی وايي‌ "مدرسه او مکتب دواړه د ټولنې ځانته ضرورتونه دي...زموږ په حکومت کې اوس هم ډېری مصارف پر ښوونځیو او عصري علومو کېږي."

بي بي سي‌ ته مالومه شوې چې په افغانستان کې د مدرسو شمېر تر ۲۰ زرو رسېدلی چې د تېرو دوو لسیزو پرتله نژدې درې برابر ډېروالی ښيي.

د طالبانو مشر په دې وروستیو کې د دې مدرسو لپاره د سل زره نویو ښوونکو بستونه منظور کړي دي او ګومارنې یې هم پیل شوې دي.

"مدارس توجه غواړي"

طالبان

د دې تر څنګ، په ۲۸ ولایتونو کې "جهادي مدرسې" هم جوړې شوې دي. طالب چارواکي وايي،‌ په هره جهادي مدرسه کې د ١٠٠٠ تنو د جذب وړتیا شته او د ټولو ولايتونو په هره ولسوالۍ کې له درېيو تر لسو کلیوالي لومړنیو مدرسو د جوړولو کار هم روان دى.

ښاغلي مجاهد وايي‌، "مدارس پخوا محروم وو،‌ اوس توجه غواړي، نو د همدې توجې له امله ښايي‌ ځینې طرفونه حساس شوي وي."

د ملګرو ملتونو مشرې امنیت شورا ته په خپل درې میاشتنې رپوټ کې په افغانستان کې د هلکانو لپاره د ښوونځیو پر درسي کیفیت هم اندېښنه ښودلې وه.

اوس څه باندې ۸۰۰ ورځې کېږي چې د طالبانو حکومت له شپږم ټولګي پورته نجونې له ښوونځي‌ راګرځولې او د پرانیستو لپاره یې تر اوسه روښانه تګلاره هم نه لري.

سره له دې چې طالب چارواکي په پوهنتونو کې او ښوونځیو کې د نجونو پر زدکړو بندیز تر "امرثاني" ګڼي، خو داسې هیڅ نښې نه لېدل کېږي چې په دې برخه کې پرمختګ وښيي.

طالبان

‌د همدغو بندیزونه په پایله کې، ګڼ شمېر نجونې د ښوونځیو د نشتوالي له امله مدرسو ته مخه کوي.‌ داسې رپوټونه هم شته چې په کلیوالو سیمو کې د نارسمي مدرسو شمېر هم ډېر شوی دی.

دغو رسمي او نارسمي مدرسو ته د ډېر عمر نجونې هم ورځي.‌ خو دا تګلاره په ټولو ولایتونو کې یو ډول نه ښکاري.

په کندهار کې چې د طالبانو د حکومت اوصول په کې له هر ځایه جدي پلې کېږي، د یوې مدرسې مشر چې نه غواړی نوم یې واخیستل شي، حفیظ الله معروف ته ویلي "په شفاهي‌ ډول ورته ویل شوي‌ چې تر ۱۲ کالونو د لوړ عمر نجونې له مدرسو خارج کړي."

د دغې سرچینې په وینا،‌ دوی ته ویل شوي یوازې هغو نجونو ته په مدرسو کې ځای ورکړي چې عمرونه یې له ۱۲ کالونو کم وي.