ملګري ملتونه: افغانستان د انرژۍ د تولید پراخ ظرفیت لري خو هر کال۲۸۰ میلیونه ډالر د برېښنا پر واردولو لګوي

تصویر از پایه‌های انتقال برق در افغانستان
د خپرېدو وخت
د لوستلو وخت: ۴ دقیقې

د ملګرو ملتونو پراختیايي پروګرام (یو‌اېن‌ډي‌پي) وايي، افغانستان دمګړۍ خپله له ۸۰ سلنې زیاته برېښنا له بهره واردوي، چې کلنی ارزښت یې ۲۸۰ میلیون ډالرو ته رسېږي.

دې ادارې په وروستیو خپرو کړو شمېرو کې ویلي، افغانستان پر وارداتي برېښنا متکي دی، خو پخپله د لمریزې انرژۍ د تولید پراخ ظرفیت لري.

د دغه ظرفیت اندازه له ۲۲۵ ګېګاواټه زیاته اټکل شوې ده.

د یو‌این‌ډي‌پي په وینا دا دومره انرژي ده، چې د برېښنا ته د بریتانیا اوسنۍ ټوله اړتیا پوره کولی شي.

ویل شوي چې بریتانیا هر کال شاوخوا ۳۲۳ میلیارده کیلوواټ ساعته برېښنا مصرفوي.

د ملګرو ملتونو پراختیايي پروګرام همداراز ویلي چې له ۲۰۲۱ کال راهیسې یې په افغانستان کې له ۵ اعشاریه ۵ میلیونو ډېر کسان د پاکې انرژۍ د پروژو له لارې تر پوښښ لاندې راوستي دي.

خو د افغانستان د ټولنې لویه برخه لا هم دوامدارې او باوري برېښنا ته لاسرسی نه لري.

د دې ادارې په وینا، دا داسې تشه ده چې هېڅ یوه اداره یا بنسټ یې په یوازې ځان نه شي ډکولای.

د ملګرو ملتونو پراختیايي اداره د همدې لپاره پام کې لري چې د راتلونکې دوشنبې او سې‌شنبې پر ورځو (د نومبر ۹مه او ۱۰مه) د انرژۍ سکټور فعالان، سیمه ییزې ټولنې، خصوصي شرکتونه، مالي بنسټونه، د ملګرو ملتونو اړوندې ادارې او بانکونه سره راټول کړي.

یو‌اېن‌ډي‌پي ویلي، راتلونکې اوونۍ او دا غونډه یې د "افغانستان د انرژۍ اونۍ" نومولې ده.

په افغانستان کې د انرژۍ د تولید هڅې

افغانستان به شدت به برق وارداتی وابسته است

د افغانستان اوسني او پخوانیو حکومتونو په هېواد دننه د انرژۍ د تولید د زیاتولو هڅې کړې دي، خو دا چې دغه برخه مسلکي څېړنو، امکاناتو او پراخې پانګونې ته اړتیا لري نو تر اوسه یې د پام وړ پایلې نه دي لرلې.

په دې وروستیو کې عزیزي ګروپ په دې برخه کې پانګونې ته زړه ښه کړی او د طالبانو له حکومت سره یې د انرژۍ د تولید تر ټولو ستر تړون لاسلیک کړی دی.

د طالبانو حکومت د کانونو او پټرولیم وزارت او عزیزي شرکت په دې وروستیو کې د جوزجان د جنګل‌کلان د طبیعي ګازو او د بغلان د پلخمري د ډبرو سکرو له سرچینو د برېښنا د تولید تړونونه لاسلیک کړل.

د دغه تړون له مخې، ټاکل شوې چې شاوخوا دوه زره مېګاواټه برېښنا تولید شي.

د جنګل‌کلان طبیعي ګازو پروژه کې د ګازو زیرمې ۱۹ میلیارده مکعب متره اټکل شوې دي.

عزیزي شرکت پر دې پروژې ۲۷۵ میلیونه ډالر پانګونه کړې او ویل شوي چې د طالبانو حکومت به ترې هر کال ۷۰ میلیونه ډالر عاید ترلاسه کړي.

دا پروژه به د زر مېګاواټه برېښنا د تولید وړتیا ولري.

پلخمري کې د ډبرو سکرو پروژه به، چې زیرمې یې له ۶۹ میلیونو ټنو زیاتې اټکل شوې، د زر مېګاواټه برېښنا د تولید ظرفیت ولري د طالبانو حکومت ته به په کلني ډول د شاوخوا ۶۰ میلیون ډالرو عاید زمینه برابره کړي.

سربېره پر دې، د طالبانو حکومت د روان زېږدیز کال فبرورۍ کې له عزیزي شرکت سره د ۸۴۵ مېګاواټه برېښنا د تولید تړون هم لاسلیک کړ. هغه مهال ویل شوي وو چې په دې کې به ۳۳۰ مېګاواټه لمریزه او ۵۱۵ مېګاواټه حرارتي برېښنا وي.

د دغو پنځو برېښناکوټونو د جوړولو لګښت ۴۶۳ میلیونه ډالر اټکل شوی و.

عزیزي شرکت د ۲۰۲۵ کال اګست میاشت کې په افغانستان کې د ۱۰ زره مېګاواټه برېښنا د تولید هوکړه‌لیک هم لاسلیک کړ.

هغه مهال د دغه تړون ارزښت ۱۰ میلیارده امریکايي ډالر اټکل شوی او دا د افغانستان په تاریخ کې تر ټولو لویه پانګونه بلل شوې وه.

د عزیزي ګروپ مشر میرویس عزیزي وروسته بي بي سي ته ویلي وو چې د ۱۰ میلیارد ډالرو پانګونې لویه برخه به د برېښنا رسونې پروژو لپاره له اروپا او چین د تجهیزاتو او فابریکو پر پېرلو ولګول شي.

نوموړي ویلي وو: "له لسو میلیاردو ډالرو څخه به شاوخوا دوه نیم میلیارده ډالر په افغانستان کې ولګول شي."

د انرژۍ کمښت؛ د افغانانو یوه لویه ستونزه

یک مرد در حال ترمیم کابل‌های برق بر روی پایه برق
د عکس تشریح، سیستم برق‌رسانی هم در افغانستان با مشکلات زیادی روبرو است

افغانستان د سیمې د هغو هېوادونو په کتار کې دی چې وګړي یې د خپلو ګاونډیو هېوادونو د خلکو پرتله برېښنا ته کم لاسرسی لري.

په دغه هېواد د برېښنا نشتوالي د خلکو ورځنی ژوند او صنعتي فعالیتونه سخت اغېزمن کړي دي. د اوړي په موسم کې د کابل په څېر لویو ښارونو اوسېدونکي کله ناکله په ۲۴ ساعتونو کې یوازې شاوخوا څلور ساعته برېښنا لري.

د برېښنا شرکت (برېښنا) د وروستیو شمېرو له مخې، افغانستان لا هم په پراخه کچه پر وارداتي برېښنا متکي دی.

د دغو معلوماتو له مخې، شاوخوا ۸۰۰ مېګاواټه برېښنا له ازبکستان، تاجکستان، ترکمنستان او ایرانه واردېږي.

دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان د برېښنا د کورني تولید کچه د ۲۵۰ او ۳۰۰ مېګاواټه ترمنځ اټکل شوې ده.