له بدخشانه تر هراته د سرو زرو یوه لړۍ؛ د افغانستان د کاني زېرمو ارزښت څومره دی؟

    • Author, احمد شفايي
    • دنده, د بي‌بي‌سي افغانستان حقیقت موندنې څانګه
  • د خپرېدو وخت
  • د لوستلو وخت: ۸ دقیقې

د افغانستان د طبیعي سرچینو ارزښت، له نفتي او ګازي زېرمو نیولې تر فلزي کانونو او نورو منرالونو، له ۳ ټریلیونو ډالرو ډېر اټکل شوی دی.

افغانستان له کلونو د کمزوري اقتصاد، خو د شتمنو طبیعي سرچینو لرونکي هېواد په توګه پېژندل کېږي، هغه سرچینې چې لویه برخه یې لا هم نه ده استخراج شوې او د اصلي حجم او ارزښت په اړه یې بېلابېل اټکلونه شته.

د دې لپاره چې د دغه هېواد د کانونو او زېرمو ارزښت ښه درک کړو، په ساده توګه ویلی شو، که افغانستان ۳ ټریلیون ډالرو ته لاسرسی ولري او د دولت عادي او انکشافي بودیجه په کال کې شاوخوا ۱۰ میلیارده ډالره وي، نو دا هېواد به تر نږدې ۳۰۰ کلونو هېڅ بهرنۍ مرستې ته اړتیا ونه لري.

د دې راپور موخه دا ده چې د افغانستان د زېرمو او کانونو، د هغو د جغرافیایي وېش او رسمي ارزښت په اړه یو کره انځور وړاندې کړي.

د بي‌بي‌سي د حقیقت موندنې څانګې په بېلابېلو ولایتونو کې د پېژندل شویو کانونو او زېرمو حالات څېړلي چې معلومه شي کوم کان چېرته دی، په کوم کچ دی او د شته اټکلونو له مخې یې ارزښت څومره دی.

په افغانستان کې د کانونو او زېرمو په برخه کې لومړنۍ پراخې څېړنې د پخواني شوروي اتحاد په دوره کې وشوې چې په‌‌کې د ځمک‌پوهنې منظمې نقشې، د ډبرو او رسوبي طبقو ارزښت‌‌سنجونه، د جیوفزیک هوایي سروې‌ګانې او د کانونو پلټنه شامل وو.

د دغو څېړنو یوه برخه اسناد د افغانستان د کانونو وزارت په کتابتون کې ساتل کېږي او یو شمېر نور یې د شوروي تر وتلو وروسته روسیې ته لېږدول شوي دي.

د افغانستان د معدني سرچینو څېړنې په راتلونکو کلونو کې هم دوام وکړ؛ د بېلګې په توګه د ۲۰۰۷ کال سروې او هغه څېړنې چې په ۲۰۱۱ کال کې د افغانستان د جیولوژۍ ریاست او د امریکا د ځمک‌پوهنې سروې ادارې لخوا وشوې.

د دغو څېړنو پر بنسټ، افغانستان د نفتو او ګازو ترڅنګ د طلا، مسو، اوسپنې، المونیم، سرب، جستو، قلعي، ټنګسټن او سیمابو په څېر زېرمې لري.

د دې راپور د چمتو کولو لپاره، د افغانستان د کانونو وزارت د ثبت شویو اسنادو او معلوماتو ترڅنګ، د ځمک‌پوهنې او معدني سرچینو په برخه کې د معتبرو او تخصصی بنسټونو خپاره شوي راپورونه، سروې‌ګانې او ډېټا هم څېړل شوي دي.

په هغو مواردو کې چې شمېرې او اټکلونه سره توپیر لري، هڅه شوې چې د هر اټکل سرچینه او بنسټ روښانه شي چې د تثبیت شویو زېرمو او اټکلي سرچینو ترمنځ څرګند توپیر موجود وي.

په دې راپور کې د افغانستان طبیعي سرچینې په څلورو برخو وېشل شوې دي:

لومړۍ برخه - فلزات: لکه طلا، اوسپنه، مس، المونیم، جست، سرب او نور...

دویمه برخه - قیمتي ډبرې: لکه لاجورد، زمرد، یاقوت او نور...

درېیمه برخه - نادر عناصر: لکه لېتیم، یورانیم او نور...

څلورمه برخه - نفت، ګاز او ډبرو سکاره

که غواړئ د هر کان په اړه نور جزئیات ولولئ، د دې متن په پای کې د افغانستان پر نقشه کلیک وکړئ.

لومړۍ برخه - اصلي فلزات لکه طلا، اوسپنه، مس، المونیم، سرب او جست او نور چې ټول ارزښت یې له یو ټریلیون ډالرو ډېر دی.

طلا

د افغانستان د طلا ډېر کانونه په بدخشان او د تخار په ځینو برخو کې موندل شوي او په زابل او غزني کې هم د ۲۷۰۰ کیلوګرامه خالصې طلا د زېرمو راپور ورکړل شوی دی.

اټکلونه ښيي چې افغانستان شاوخوا ۶۸۲ ټنه د طلا زېرمې لري او همدارنګه د مسو په ځینو کانونو کې یې هم د طلا ترکیب شته چې د طلا د اوسنیو بیو له مخې یې د تثبیت شویو زېرمو ارزښت شاوخوا ۱۰۷ میلیارده ډالرو ته رسېږي.

اوسمهال د طلا استخراج په ځانګړي ډول په بدخشان کې روان دی او لږ څه وړاندې د طالبانو حکومت د اوبو او انرژۍ وزیر محمد یونس اخندزاده ویلي وو چې د دوی حکومت هره میاشت له بدخشان څخه څو ټنه طلا استخراجوي.

همدارنګه د تخار د چاه‌اب د طلا کان چې اټکلي زېرمه یې ۳۱ ټنه طلا ده، د پنځو کلونو لپاره دوو شرکتونو (چاینا افغانستان او زرور افغانستان) ته سپارل شوی چې د قرارداد ارزښت یې ۳۱۰ میلیونه ډالره او د کانونو وزارت د حق‌الامتیاز برخه ۵۶ سلنه اعلان شوې ده.

اوسپنه

افغانستان په سیمه کې د اوسپنې د ډبرو له لویو سرچینو برخمن دی او احتمالي زېرمې یې شاوخوا ۳ میلیارد ټنه اټکل شوې دي.

البته دا وروستۍ شمېرې نه دي او د لا زیاتو پلټنو په ترڅ کې نورې هم زیاتېدای شي.

تر دې دمه د اوسپنې زېرمې په بامیان، پنجشېر، پروان، هرات، کندهار، بدخشان او کابل کې پېژندل شوې او څېړونکو په دغه هېواد کې د اوسپنې ۷۲ کانونه او کاني نښې نښانې ثبتې کړې دي.

تر ټولو مهم کانونه یې عبارت دي له: د بامیان حاجي‌ګګ، د پنجشېر تل او نقره‌خانه، د پروان جبل‌السراج، د هرات پلنګ‌سور، د کندهار حاجی‌علم، د بدخشان سیاجر او د کابل پغمان.

په وروستیو کلونو کې د طالبانو د کانونو وزارت د هرات د غوریانو د اوسپنې زېرمې د څو کاني هوکړه‌لیکونو په ترڅ کې په ۲ اعشاریه ۵ میلیارده ډالرو په څلورو بلاکونو کې قرارداد کړې چې د اوسپنې زېرمه یې شاوخوا ۱ اعشاریه ۸ میلیارده ټنه اعلان شوې ده.

د اوسپنې د ډبرو د هر ټن نړیواله بیه که نږدې ۱۰۰ ډالره په پام کې ونیسو، د افغانستان د اوسپنې د زېرمو نږدې ارزښت له ۳۰۰ میلیاردو ډالرو ډېر دی.

مس

افغانستان په سیمه کې د مسو تر ټولو لویې زېرمې لري. پخوانیو اټکلونو د هېواد د مسو د زېرمو حجم شاوخوا ۳۰ میلیونه ټنه ښودلی و، خو نوي راپورونه دا شمېره تر ۶۰ ملیونه ټنه ښيي.

د مسو د نړیوالې بیې په پام کې نیولو سره چې هر ټن یې د ۱۰ او ۱۲ زرو ډالرو ترمنځ پلورل کېږي، د افغانستان د مسو د زېرمو نږدې ارزښت شاوخوا ۷۲۰ میلیاردو ډالرو ته رسېدای شي.

د مسو زېرمې په لوګر، هرات، زابل، غزني، سرپل او بادغیس کې پېژندل شوې دي او تر ټولو مهمه یې د لوګر په محمداغې ولسوالۍ کې د عینک مسو کان دی.

عینک مسو کان د افغانستان د مسو تر ټولو لوی کان او د اسیا د مسو له سترو زېرمو ګڼل کېږي.

د دغه کان زېرمې د ۱۹۷۰ او ۱۹۸۰ کلونو په ارزونو کې شاوخوا ۲۴۰ میلیونه ټنه اټکل شوې وې او د افغانستان د کانونو وزارت هم د دغه کان د استخراج وړ زېرمې ۱۱ اعشاریه ۵ میلیونه ټنه ښودلې چې ارزښت یې شاوخوا ۵۰ میلیارده ډالره یاد کړی دی.

په ۲۰۰۸ کال کې د دغه کان د ګټې اخیستنې قرارداد د چین له (MCC) شرکت سره د ۲ اعشاریه ۹ میلیاردو ډالرو په ارزښت لاسلیک شو.

همدارنګه واک ته د طالبانو له بیا رسېدو وروسته، د مس عینک دویم کان د ۲۴۵ کیلومتره مربع په مساحت سره د ۳۰ کلونو لپاره د (تویار) خصوصي شرکت ته وسپارل شو، چې یاد شرکت د ۴۱۱ میلیونو ډالرو پانګونې او حکومت ته د ۱۲ سلنې حق‌الامتیاز ورکولو ژمنه کړې ده.

المونیم

د افغانستان د المونیمو تر ټولو مهمه زېرمه په زابل کې ده. د دغې کاني زېرمې ظرفیت ۱۱ میلیونه ټنه اټکل شوی دی.

المونیم تر اوسپنې وروسته د نړۍ تر ټولو زیات کارېدونکی فلز دی چې په ودانیزو صنایعو، ترانسپورت او ټکنالوژۍ کې مهم رول لري.

په نړیوالو بازارونو کې د دغه فلز د هر ټن منځنۍ بیه د ۳ او ۴ زرو ډالرو ترمنځ ده او په زابل، کندهار او بغلان کې د المونیم د استخراج وړ زېرمو ارزښت تر ۳۰ میلیاردو ډالرو ډېر اټکل شوی دی.

سرب، جست، قلع، ټنګسټن او سیماب

افغانستان د سربو، جستو، قلعي، ټنګسټن او سیمابو د پام وړ زېرمې لري.

د دغه هېواد د سربو او جستو تر ټولو لویه زېرمه په کندهار کې ده چې شاوخوا ۹۰ زره ټنه اټکل شوې ده او په کندهار کې قلعي او ټنګسټن هم موندل کېږي.

د طالبانو حکومت د بامیان او غور د سربو او جستو کانونه هم قرارداد کړي دي چې د غور د کان ارزښت یې ۵۰۷ میلیونه ډالره دی.

د دغو کانونو د زېرمو کره اندازه لا هم نه ده معلومه او نورو څېړنو ته اړتیا لري.

د افغانستان په جنوب لوېدیځ کې د سیمابو زېرمې شاوخوا ۳۲ زره ټنه اټکل شوې دي.

دویمه برخه - قیمتي ډبرې (لاجورد، زمرد او یاقوت)

افغانستان له ډېر پخوا راهیسې د قیمتي ډبرو، په ځانګړې توګه د لاجوردو، زمردو، یاقوتو او لعل له مهمو مرکزونو ګڼل کېږي.

د دغو ډبرو تر ټولو مهم کانونه په بدخشان، پنجشېر، کونړ، نورستان او کابل ولایتونو کې دي چې د بدخشان لاجورد او د پنجشېر زمرد نړیوال شهرت لري.

که څه هم د افغانستان د قیمتي ډبرو دقیق حجم لا هم په بشپړ ډول نه دی معلوم، خو په نړیوالو بازارونو کې د دغو ډبرو د لوړ ارزښت له امله، د ټولو زېرمو ارزښت میلیاردونو ډالرو ته رسېږي.

د مرمر ډبرې

د افغانستان د کانونو وزارت د اعلان پر بنسټ، دا هېواد ۱ اعشاریه ۳ میلیارد ټنه د مرمر ډبرې لري او د چینایي کارپوهانو د ارزونې له مخې، یوازې چین ته د دغه هېواد د مرمر ډبرو له صادراتو افغانستان په کال کې ۵۰۰ میلیونه ډالره عاید ترلاسه کولی شي.

درېیمه برخه – نادر خاورین عناصر؛ له یو ټریلیون ډالرو زیات ارزښت

افغانستان همدارنګه کم‌پیدا او نادر خاورین عناصر لري چې د نادرو خاورینو فلزاتو په نامه پېژندل کېږي.

اټکل دی چې په افغانستان کې ۱ اعشاریه ۴ میلیون ټنه نادره خاورین منرالونه شته. دغه هېواد همدارنګه ۳ اعشاریه ۵ میلیونه ټنه کم‌پیدا منرالونه لکه یورانیم لري چې د هلمند په خانشین سیمه کې موقعیت لري.

د نادرو خاورینو موادو یا کم‌پیدا کانونو اصطلاح د هغو ۱۷ کیمیاوي عناصرو لپاره کارېږي په عصري ټیکنالوژۍ او صنعت کې په پراخه کچه کار ترې اخیستل کېږي.

دا عناصر د ځیرکو موبایلونو، کمپیوټرونو، روغتیايي تجهیزاتو او ډېرو نورو صنایعو د تولید لپاره اړین دي.

افغانستان د لېتیم، باریټ، ناسوځي مالوچ یا ازبست، سلستیت، خټو او پتاش د پام وړ زېرمې لري.

د دغو موادو له جملې لیتیم ځانګړی اهمیت لري او په ځینو اټکلونو کې یې د زېرمو ارزښت تر یو ټریلیون ډالرو اټکل شوی دی.

د افغانستان د لیتیم زېرمې په غزني، فراه او دایکندي ولایتونو کې په قطعي توګه پېژندل شوې دي او نښې یې په نورو سیمو کې هم شته.

اټکل دی چې د افغانستان د لیتیم کمربند له هرات تر نورستانه غځېدلی وي او د استخراج وړتیا به یې تر لسګونو کلونو دوام وکړي، چې کولای شي افغانستان د دې ستراتیژیکې مادې د لرونکو مهمو هېوادونو په ډله کې راولي.

تالک هم له هغو منرالي موادو دي چې افغانستان یې صادروي.

څلورمه برخه - نفت، ګاز او د ډبرو سکاره

افغانستان د نفتو او ګازو د پام وړ زېرمې لري. د اټکلونو له مخې، دا هېواد شاوخوا ۱ اعشاریه ۶ میلیارد بوشکې نفت او ۵۰۰ میلیارد متر مکعبه طبیعي ګاز لري.

د افغانستان د نفتو او ګازو تر ټولو مهمې حوزې د امو دریا او افغان ـ تاجیک دي چې د بلخ، جوزجان، فاریاب، سرپل او سمنګان ولایتونو برخې په ځان کې رانغاړي.

پر دې سربېره، د افغانستان په لوېدیځ او جنوب کې نورې نفتي او ګازي حوزې هم شته؛ لکه د هرات تریپول حوزه، د هلمند حوزه او د کټواز سیندیزه حوزه.

دا سرچینې کولای شي د هېواد په اقتصادي پرمختګ کې مهم رول ولوبوي او د افغانستان د انرژۍ له تر ټولو مهمو زېرمو څخه ګڼل کېږي.

د طالبانو حکومت پر افغانستان تر بیا واکمنۍ وروسته د ۱۴۰۲ لمریز کال د چنګاښ میاشت کې اعلان وکړ چې توانېدلی د ورځني تولید ظرفیت ۱۲۰۰ ټنو ته ورسوي.

دا د دې هېواد ۱۰ سلنه اړتیا پوره کوي؛ ځکه چې د افغانستان اړتیا په ورځ کې له ۸ تر ۱۰ زره ټنو اعلان شوې ده.

د نفتو لپاره د افغانستان کلنۍ اړتیا په کال کې ۲ میلیونه او ۷۰۰ زره ټنه نفت دي چې ډېر برخه یې واردېږي.

د افغانستان د کانونو وزارت د ۲۰۱۹ کال په رسمي راپور کې چې د امریکا او افغانستان ګډې ارزونې ته یې هم اشاره کړې، اټکل شوی چې د افغانستان په نفتي سیمو او څاه‌ګانو کې شاوخوا ۱ اعشاریه ۶ میلیارده بوشکې خام نفت، ۱۶ ټریلیون فوټه مکعبه طبیعي ګاز او ۵۰۰ میلیونه بوشکې اوبلن طبیعي ګاز شته.

له همدې امله، یوازې د افغانستان د خامو نفتو ارزښت د اوسنیو بیو له مخې له ۱۰۷ میلیاردو ډالرو سره برابر دی.

د ډبرو سکاره

افغانستان شاوخوا یو میلیارد ټنه د ډبرو سکرو زېرمې لري او چې د ډبرو سکرو کیفیت یې هم ښه ارزول کېږي.

د افغانستان د ډبرو سکرو تر ټولو مهم کمربند له بدخشان څخه پیل او له تخار، کندوز، بغلان، سمنګان، بلخ، سرپل، بامیان، دایکندي، جوزجان او بادغیس څخه په تېرېدو تر هراته غځېږي.

تر دې دمه له ۱۱۳ څخه ډېر کانونه او د ډبرو سکرو معدني نښې پېژندل شوې دي چې ۱۸ کانونه یې له ۸۴۷ میلیون ټنو څخه زیاتې زېرمې لري.

د ډبرو سکاره د افغانستان یو له تر ټولو مهمو معدنی سرچینو شمېرل کېږي او مشهور کانونه یې په سمنګان، بامیان، تخار، بغلان، هرات او سرپل کې موقعیت لري.

واک ته د طالبانو له بیا رسېدو وروسته، په لومړیو څلورو کلونو کې د څه باندې ۱ اعشاریه ۱ میلیارد ډالرو په ارزښت د ډبرو سکاره صادر کړل چې د دې هېواد په یوه مهمه عایداتي سرچينه بدل شول چې پاکستان، ایران، ترکیه، هند او چین یې اصلي پیرودونکي دي.