عمران خان له زندانه روغتون ته لېږدول شوی، روغتیايي معاینات یې شوي، تحریک انصاف 'اندېښنه' څرګنده کړې

د خپرېدو وخت
د لوستلو وخت: ۳ دقیقې

د پاکستان پلازمېنې اسلام‌ اباد کې د پاکستان انسټیټیوټ اف میډیکل ساینسز (پمز) روغتیايي اداره وايي، د دې هېواد پخوانی لومړی وزیر عمران خان تېره شپه د راولپنډۍ له اډیاله زندانه د روغتیايي معاینې او سترګو درملنې د تعقیبي څارنې لپاره د دوی روغتون ته ولېږدول شو.

د دغې ادارې د یوې خبرپاڼې له مخې، د سترګو د متخصص ډاکټر په سپارښتنه د عمران خان روغتیايي معاینه وشوه چې د هغه د سترګو معاینه هم پکې شامله وه.

په اعلامیه کې ویل شوي چې د معاینې پر مهال د عمران خان روغتیايي نښې عادي وې، روغتیايي وضعیت یې باثباته و او عمومي فزیکي معاینه یې هم عادي وه.

د خبرپاڼې له مخې، د ښاغلي خان له خوښې ترلاسه کولو او د معیاري طبي څارنې، احتیاطي تدابیرو او روغتیايي پروتوکولونو له عملي کولو وروسته، د سترګو متخصصینو یوې ډلې د هغه سترګې ته د «انټراوېټریل انټي-VEGF» انجکشن ورکړ.

انټي-VEGF انجکشن معمولاً د شبکیې (رېټینا) او لید ځینو ناروغیو د درملنې لپاره کارول کېږي، خو د پمز په اعلامیه کې د عمران خان د ناروغۍ یا تشخیص په اړه نور جزیات نه دي ورکړل شوي.

د پمز ادارې ویلي چې په روغتون کې د پاتې کېدو پر مهال د عمران خان روغتیايي وضعیت د درملنې له پیل مخکې، د درملنې پر مهال او له هغې وروسته باثباته پاتې شو.

د اعلامیې له مخې، نوموړی شاوخوا د شپې په دوه نیمو بجو له روغتونه رخصت کړل شو او د راتلونکې پاملرنې او تعقیبي درملنې اړوند لازمې سپارښتنې هم ورته ورکړل شوې.

بل لور د عمران خان پاکستان تحريک انصاف (پي ټي ای) ګوند د عمران خان روغتون ته د لېږدولو، د هغه سترګې ته د پیچکاري له ورکولو او وروسته بېرته د اډیاله زندان ته د لېږدولو په اړه اندېښنه څرګنده کړې ده.

د ګوند په بیان کې ویل شوي چې: ''د هېڅ انسان روغتیا د سیاسي معاملې وسیله نه شي کېدای، او نه هم د یوه پخواني لومړي وزیر طبي درملنه یوازې تر یوه تشریفاتي اقدام پورې محدودېدای شي.''

پي ټي ای وايي د عمران خان د خوندیتوب او روغتیا بشپړ مسوولیت د دولت پر غاړه دی.

یاد ګوند غوښتنه کړې چې د عمران خان کورنۍ، شخصي ډاکټرانو او حقوقي ټیم ته باید له هغه سره'' سملاسي او له هر ډول خنډ پرته'' د لیدنې او اړیکې اجازه ورکړل شي.

په بیان کې ټینګار شوی چې د عمران خان د روغتیا په اړه د شفافو معلوماتو وړاندې کول او د معیاري طبي خدمتونو پرلپسې لاسرسی اړین او نه بېلېدونکی اړتیا ده.

عمران خان، چې د دولتي رازونو له افشا کولو د دولتي ډالیو تر پلورلو پورې په بېلابېلو تورونو تورن دی، لومړی ځل د ۲۰۲۳ کال په اګست کې زنداني شو.

عمران خان، چې پخوا د پاکستان د کرکټ ملي لوبډلې لوبډلمشر هم پاتې شوی، له ۲۰۱۸ تر ۲۰۲۲ کال پورې د پاکستان لومړی وزیر و.

د ۲۰۲۳ کال په مې میاشت کې د هغه نیول کېدو پراخ او تاوتریخجن اعتراضونه راوپارول.

عمران خان له سلو په زیاتو قضیو کې له تورونو سره مخ شوی، چې د دولتي رازونو له افشا کولو نیولې تر د دولتي ډالیو د خرڅولو پورې تورونه پکې شامل دي. عمران خان تل دا تورونه رد کړي او سیاسي انګېزه یې بللې ده.

عمران خان او د هغه مېرمن بشرا بي بي دواړه د تېر کال په وروستیو کې په ۱۷ کلن بند محکوم شول.

د هغه زنداني کېدو د پلویانو له لوري پراخ احتجاجونه راپارول، خو چارواکو د دغو مظاهرو پر وړاندې سخت اقدامات وکړل.

سره له دې چې عمران خان په زندان کې دی، هغه لا هم د پاکستان په سیاست کې یو اغېزناک شخصیت ګڼل کېږي او د هېواد په کچه پراخ ولسي ملاتړ لري.