تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
د اللهداد فدايي د "اعترافاتو" ویډیو: د "افغانستان متحدې جبهې" د ده د نیول کېدو خبر تایید کړی
په افغانستان کې د طالبانو حکومت ته نږدې رسنیو د جمهوریت مهال د یوه نیول شوي پوځي چارواکي 'الله داد فدايي' د "اعتراف" یوه ویډیو خپره کړې ده.
هغه په دې تازه خپره شوې ویډيو کې چې ظاهرا د طالبانو د حکومت په بند کې ثبت شوې، "اعتراف" کړی چې د طالبانو حکومت د یوې مخالفې ډلې (د افغانستان متحدې جبهې) په همکارۍ یې په لغمان او نورستان ولایتونو کې د "همغږو بریدونو پلان جوړ کړی و".
د دې ډلې مشري د جمهوریت د مهال د ځانګړو ځواکونو یو قومندان جنرال سمیع سادات کوي، چې پر افغانستان د طالبانو حکومت له بیا واکمنېدو راهیسې په امریکا کې مېشت دی.
بيبيسي په خپلواک ډول دا نه شي ویلی، چې ښاغلی فدايي اوس چېرته ساتل کېږي او دا اعتراف ترې په کومو شرایطو کې اخیستل شوی دی.
د طالبانو حکومت رسما د ښاغلي فدایي د نیول کېدو په اړه څه نه دي ویلي.
خو دې "جبهې" نن (دوشنبه د نومبر ۹مه) په یوه خپره کړې اعلامېه کې منلې، چې "برید جنرال الله داد فدايي" یې یو "پیاوړی، ژمن او باور وړ" قومندان و.
اعلامیه کې راغلي: هغه د "افغانستان ازادۍ لپاره مبارزه" کې کارنده ونډې اخیستلو ته بشپړ چمتووالی درلود، خو تر دې دمه یې د دوی په استازولۍ د طالبانو حکومت خلاف په پوځي عملیاتو کې څه نقش نه دی لوبولی.
په اعلامیه کې د سمیع سادات له خولې ویل شوي، چې د هغه خلاصون لپاره به هر ممکنه لاره وکاروي.
اللهداد فدايي اصلآ د لغمان ولایت اوسېدونکی دی او ویل کېږي چې د جمهوریت پر مهال یې د میدان وردګو، بغلان، نیمروز او لغمان د امنیه قومندان په توګه دنده ترسره کړې ده.
د هغه د نیول کېدو رپوټونه د تېرې اګست میاشتې په وروستیو خپاره شول، خو د طالبانو حکومت یې تر اوسه په رسمي ډول پخلی نه دی کړی.
هغه په دغه ویډیويي کلپ کې وايي، چې پر افغانستان د طالبانو حکومت له بیا واکمنېدو راوروسته یو نیم کال په افغانستان کې و، بیا ایران ته ولاړ خو وروسته بېرته د طالبانو حکومت له "تماس کمېسیون" سره په همغږۍ هېواد ته راستون شو.
دی زیاتوي چې له څه مودې راهیسې له سمیع سادات سره په اړیکه کې و او له هغه سره یې منلې وه چې "په لغمان او نورستان ولایتونو کې به د اسلامي امارت (د طالبانو حکومت) خلاف فعالیتونه تنظیموي".
د یادونې ده چې تر دې ورمخکې تېرو ورځو کې د "الله داد فدايي او سمیع سادات ترمنځ ظاهرآ د وټساپ له لارې ځینې تبادله شوي غږیز پیغامونه" هم خواله رسنیو ته راوتلي وو.
بيبيسي په خپلواک د دغو پیغامونو کرهوالی او د هغو د تبادلې وخت نه شي تاییدولی.
"متحد جبهې" ته نږدې سرچینو ویلي و چې دا غږیز پیغامونه جعلي دي.
په هغو خپاره شویو غږیزو پیغامونو کې اوریدل کېږي چې دواړه خواوې ظاهرا په نورستان کې د تجهیزاتو او د عملیاتو د طرحې په اړه خبرې کوي.
'د افغانستان متحدې جبهې' د ۲۰۲۳ کال په اکتوبر کې د امریکا په ویرجینیا ایالت کې موجودیت اعلان وکړ.
دا ډله ادعا کوي چې له یو شمېر "پخوانیو پوځي افسرانو، جنرالانو، واليانو، ژمنو مبارزو او با استعداده افغانانو" جوړه ده او دا چې د "افغانستان د اسلامي جمهوریت د اساسي قانون بېرته راګرځولو او د خلکو د ازادۍ، سولې او هوساینې د تامین" لپاره مبارزه کوي.
مشر یې سمیع سادات همدا تېره ورځ (یکشنبه د نومبر ۸مه) پر خپله اېکس پاڼه یوه خپاره کړي بیان کې ادعا وکړه، چې غړو یې په تېرو څو میاشتو کې په افغانستان کې د طالبانو حکومت خلاف په بېلابېلو ولایتونو کې یو شمېر بریدونه کړي دي.
د طالبانو حکومت تر دې دمه دغه ادعا ته غبرګون نه دی ښودلی، خو پخوا یې تل ویلي، چې د دوی مخالفې وسلهوالې ډلې په افغانستان کې عملي پوځي حضور نه لري او دا چې ګوندې په دې تړاو یوازې پر خواله رسنیو تبلیغات کوي.
د طالبانو حکومت: پاکستان مو وسلهوالو مخالفانو سره مرسته کوي
د یادونې ده چې د تېرې سپتمبر میاشتې په وروستیو کې د جمهوریت مهال د پوځ د لوی درستیز جنرال یاسین ضیاء په مشرۍ د طالبانو حکومت د یوې بلې وسلهوالې مخالفې ډلې (د افغانستان ازادۍ جبهې) لخوا هم د نورستان په کامدېش ولسوالۍ کې د همغږو بریدونو د ترسره کېدو د هڅو رپوټونه ورکړل شوي وو.
دې ډلې ادعا کړې وه چې په کامدېش کې یې د طالبانو حکومت څو پوستې نیولې، خو د طالبانو حکومت وروسته اعلان وکړ چې پر ډیورنډ کرښه له چتراله ۴۱ ور اوښتي وسلهوال یې وژلي او لسګونه ډېر نور یې ژوندي نیولي دي.
دوی وروسته د ځینو نیول شویو کسانو ویډیوګانې هم خپرې کړې. له هغوی ځینو ویل چې له ایرانه په بېلابېلو ژمنو پاکستان ته لېږدول شوي وو.
د "ازادۍ جبهې" وروسته رد کړه چې دغه کسان دې د دوی غړي وي.
په افغانستان کې د طالبانو حکومت بیا د دغو پېښو په تړاو په کابل کې د پاکستان چارسمبالی سفیر احضار او هغه ته "د نورستان په استقامت کې له ډیورنډ کرښې د مخربو وسلهوالو عناصرو د راوښتلو په تړاو" اعتراضلیک سپارلی و.
د طالبانو حکومت له څه مودې راهیسې ادعا کوي، چې ګوندې پاکستان د دوی وسلهوالو مخالفانو سره همکاري کوي.
د طالبانو حکومت د پوځ لوی درستیز فصیحالدین فطرت همدا تېره ورځ هم په کابل کې یوې غونډې ته وویل چا چې د 'ازادۍ، مقاومت' په نورو نومومو "جبهې" جوړې کړي، هغوی د پاکستان غېږ ته پناه ور ور وړې او غواړي د پاکستان په امر او ملاتړ د افغانستان خلکو ته اندېښنې پیدا کړي او ویې ځوروي.
هغه تور پورې کړ چې دا ډلې په پاکستان کې تمویل او تجهیزېږي او هملته ورته کمپونه جوړ شوي دي.
پاکستان بیا د ښاغلي فطرت دغه ادعا ته تازه کوم غبرګون نه دی ښودلی.
په دې وروستیو کې د افغان سولې پروسې لپاره د امریکا مخکیني ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد هم د خواله رسنۍ یوه پیغام کې پاکستان لخوا د طالبانو حکومت خلاف جګړې لپاره د افغانانو د سمبالولو د رپوتونو یادونه کړې او لیکلي چې دا به دواړو هېوادونو ترمنځ اړیکې نور هم خراب کړي.
اسلام اباد د طالبانو حکومت له وسلهوالو مخالفو ډلو سره له اړیکو انکار کوي او له خپله اړخه یې په وار وار تور پورې کړی، چې د طالبانو حکومت په افغان خاوره کې د تحریک طالبان پاکستان (ټيټيپي) په څېر وسلهوالو ته ځای ورکړی دی.
خو د طالبانو حکومت دا تورونه ردوي او وايي پاکستاني چارواکي د خپل هېواد د امنیت په ساتلو کې د "ناکامۍ پړه" پر دوی اچوي.