پاکستان کې د اوبلن ګاز د ګرانۍ کړکېچ: خلک وايي ورځنی ژوند او کاروبار سخت اغېزمن شوی

د خپرېدو وخت
د لوستلو وخت: ۶ دقیقې

په پاکستان کې د اوبلن ګاز (اېل‌پي‌جي) له ګرانېدو شکایتونه په ډېرېدو دي.

له پېښور او کوټې رانیولې تر اسلام اباده په بېلابېلو ښارونو کې خلک شکایت کوي چې له څه مودې راهیسې بازار کې د اوبلن ګاز بیه دومره لوړې شوې، چې د دوی ورځنی ژوند یې سخت او کاروبار ټکنی کړی دی.

کاروباریانو وايي، چې په بازار کې اوبلن ګاز د حکومت لخوا د ټاکل شوې بیې پرتله نژدې دوه برابره ګران پلورل کېږي.

پاکستان کې د تېل او ګازو د تنظیم ادارې (اوګرا) د یو کیلو ګاز بیه ۲۹۵ کلدارې اعلان کړې، خو د اسلام اباد اوسېدونکی محمد صغیر وايي، تازه په تازه یې یوه ۱۲ کیلويي ډبه ګاز په شپږ نیم زره روپیو پېرلې چې یو کیلو یې په ۵۵۰ کلدارو پرېوځي.

دی له خپل زاړه پلار، مېرمنې او دوو بچیو سره د پلازمېنې په یوه شخصي استوګنیز ښارګوټي کې د یوه کور پر بام جوړه شوې خونه کې اوسي، چې د دولتي ګاز نلکه نه ده ورغځېدلې.

اېل پي جي یا مایع پټرولیم ګاز (Liquefied Petroleum Gas) د هایدروکاربن ګازونو یوه ګډوله ده چې تر فشار لاندې اوبلن حالت ته اوړي او په کورونو، هټیو، هوټلونو،‌ تنرونو (نانوایانو) او موټرو کې د سونتوکو په توګه کارول کېږي۔

په پاکستان کې د ژمي له را رسېدو او د هوا له سړېدو سره د دغه ګاز کارېده او اړتیا زیاتېږي، چې معمولآ بیې هم ورسره ګرانېږي.

د رسمي شمېرو له مخې پاکستان کې په ورځني‌ ډول د اوبلن ګاز تقاضا له ۶۵۰۰ تر ۷۰۰۰ ټنه ده، خو په کور دننه یوازې د دوو او دونیم زره ټنو ترمنځ تولیدېږي.

د اېل‌پي‌جي ګاز له ګرانېدو سره په پاکستان کې د نورو توکو بیې هم پام وړ لوړې شوې دي.

د بلوچستان په مرکز کوټه کې د هوټلونو څښتن نوید احمد وايي، د ګازو پرچاوۍ او ګرانېدو دې ته اړیستی چې له خپلو درېیو دوه هوټلونه وتړي.

دی زیاتوي: "اوس یوازې یو هوټل چلوم. [دولتي] ګاز یوازې پنځو ساعتونو لپاره راځي او اېل‌پي‌جي کیلو له ۶۰۰ روپیو هم اوښتی دی."

په پېښور کې د یوه تنور (نانوايي) څښتن ضیاء الرحمن بیا شکایت کوي، چې دغلته د ګاز او اوړو دواړو ګرانېدو د ده ګټه ختمه کړې ده.

دی وايي: "یوه بورۍ اوړه په ۱۴ زره کلدارو دي او ګاز کیلو له ۶۰۰ اوښتي. موږ وړه ډوډۍ په ۲۰ او غټه په ۳۰ روپۍ پلورو. هېڅ ګټه نه راپاتې کېږي."

همدلته په پېښور کې د یوه هوټل مالک لایل شاه هم ادعا کوي چې له تېرو ۱۰ ورځو پر دې نه دی بریالی شوی چې خپلو کاریګرو ته تنخوا ورکړي.

د نوموړي په وینا "که حالات همداسې وي، نو مجبورېږم چې هوټل وتړم."

په پلازمېنه اسلام اباد کې هم د کاروباریانو کیسه همداسې ده.

دغلته د خضر شاه په نوم د یوه رستورانت مدیر بي‌بي‌سي اردو ته ویلي، چې دوی د پخلي لپاره ۴۵ کیلويي ګاز ډبې کاروي، چې بیې یې یوه میاشت مخکې ۱۴ - ۱۵ زره کلدارې وه، خو اوس له ۲۴ تر ۲۵ زرو ته ختلې.

دی هم دې ته اندېښمن دی چې که ګاز نور ګران شي، نو د هوټل تړلو ته به اړوځي.

په پاکستان کې ولې اوبلن ګاز دومره ګران شوی؟

د پاکستان د انرژۍ وفاعي وزیر علي پرویز ملک هم په دې وروستیو کې په یوه خبري کنفرانس کې ومنله، چې د دغه هېواد بازارونو کې اېل‌پي‌جي ګاز د دولتي بیو پرتله ډېر لوړ پلورل کېږي.

ده یې لامل له ایران سره د امریکا د جګړې پایله کې د پاکستان د لوېدیزو پولو د تړل کېدو له کبله راپورته شوې هله‌ګوله او احتکار وباله.

د هغه په وینا "سودخورو عناصرو له دغه حالته د ګټې په اخیستلو سره ان ۷۰۰ روپیو پورې د یو کیلو ګاز پلورلو ته مخه کړه."

پرویز ملک وویل، چې د ژمي په راتګ سره د هوا له سړېدو مخکې هم ایران سره د لارو د تړل کېدو له کبله د ګاز واردات اغېزمن شوي وو.

هغه د ګاز په وارداتي‌ سیستم کې ستونزې او زېرمه کولو ته یې د بنسټیزو تاسیساتو کمښت د بیو د لوړوالي نور عوامل وبلل.

د پاکستان د انرژۍ وزیر وايي، هېواد یې اوس هم ګاز په کوچنیو فشاري کانتېنرونو کې واردوي او دا ځکه ده،‌ چې د پاکستان په بندرونو کې د لویو ګاز لېږدونکو بېړیو پړاو اچولو لپاره اسانتیا نشته.

نوموړي زیاته کړه: "او که [لویه پیمانه] ګاز راهم شي، نو موږ یې چېرته زېرمه کړو؟ د دې هېڅ انتظام نشته. تېرو وختونو کې پر دې [برخه] هېڅ کار نه دی شوی."

حکومت د ګاز د بیېو کنټرول لپاره څه کړي؟

پاکستان د انرژۍ وفاقي وزیر وايي چې حکومت د مایع پیټرولیم ګاز (اېل‌پي‌جي) د نوې تګلارې له مخې د افرادو اجاره‌داري ختمه کړې او رقابتي سیستم یې معرفي کړی دی.

د هغه په وینا د ازاد رقابت بهیر د دې لپاره معرفي شوی سونتوکي ارزانه وارد او په ټیټه بیه تر خلکو ورسېږي.

په دې لړ کې د انرژۍ د برخې څلورو دولتي بنسټونو ته هم د اوبلن ګاز د واردولو حکم شوی دی.

پرویز ملک ویلي، حکومت په ژمي کې د انرژۍ د تقاضا پوره کولو لپاره ټول ممکن ګامونه اخلي.

هغه زیاته کړه، هڅې روانې دي، چې ژمي کې خلک په کورونو کې لږترلږه د درې وخته ډوډۍ پخولو لپاره ګاز ته لاسرسی ولري.

د دې نوې تګلارې له مخې به په کور دننه تولیدېدونکی ګاز د لیلامۍ له لارې پلورل کېږي او د سهیمې سیستم به ختم شي.

له دې سره به نور د سونتوکو د تنظیم اداره (اوګرا) په کور دننه د تولیدېدونکي ګاز بیې نه اعلانوي، بلکې د لیلامۍ له مخې به ټاکل کېږي.

همدا راز پتیېل شوې چې په کور دننه د تولیدېدونکي او د وارداتي ګاز د بیو ترمنځ د توپیر پیسې به په یوه خصوصي صندوق کې ټولېږي او د پرویز ملک په وینا مستحقو خلکو ته به د بېنظیرې عاید ملاتړ پروګرام په اډانه کې ارزانه اېل‌پي‌جي برابر شي.

ایا دا تګلاره به بیې راټیټې کړي؟

د مایع ګاز له سکتور سره تړلي کسان وايي، د دې امکان ډېر کم دی چې دا نوې تګلاره دې په سملاسي ډول د بیو په ټیټېدو کې مرسته وکړي.

دوی برعکس د ګاز د لا نور ګرانېدو د احتمال خبره هم کوي.

په دې لړ کې د پاکستان د اېل‌پي‌جي د صنعتکارانو ټولنې مشر عرفان کوکهر ویلي:

"موږ به داسې کومې تګلارې ملاتړ ونه کړو، چې پایله کې یې پر مصرفوونکو ګاز لا نور ګران شي."

هغه بي‌بي‌سي اردو ته ویلي، د نوې حکومتي پالیسۍ له مخې به ګاز لا پسې قیمته شي، ځکه د ده په وینا په نړیوالو بازارنو کې بیې مخ په لوړېدو دي.

د کوکهر په وینا دمګړۍ پاکستان کې پر هر کیلو وارداتي ګاز شاوخوا ۱۰۰ روپۍ ټکس او نور لګښتونه لګېدلي.

دی وايي‌ سوداګر بهر ګاز ګران پېرې او بېلابېلې مالیې او لګښتونه چې هم پرې وراضافه شي، نو د اوګرا له خوا په اعلان شوې بیه یې نه شي پلورلی.

د پاکستان د اېل‌پي‌جي ګاز د صنعتکارانو ټولنې مشر وايي: "ځايي مافیا په کور دننه د تولیدېدونکي ګاز په بیه د وارداتي ګاز د پلورلو له لارې میلیاردونه روپۍ ګټلې دي."

عرفان کوکهر وايي‌ که په دې تړاو خپلواکې څېړنې وشي، نو سود خوارو عناصرو پېژندګلوی به ممکن شي.