عرب ښکاریان بازان له کومه کوي؟

فالکن
د خپرېدو وخت

باز یا عقاب له پېړیو راهیسې د عرب کیسو یوه مهمه برخه ده. خو عرب هېوادونو ته بازان له کومه راوړل کېږي؟

اې اېف پي اژانس وايي، د عرب ښکاریانو شوق پوره کوونکي ډېری ښکاري بازان د اسپانیا دي.

په دې ډول اسپانیا هم نړۍ کې د باز صادرولو تر ټولو لوی هېواد دی.

فالکن

اسپانیا کې هم د بازانو د ښکار پیل منځنیو پېړیو ته رسېږي چې عرب او ګوت قام پکې دود کړ.

فالکن

د ملګرو ملتونو یونیسکو ادارې هم د بازانو ښکار نه ماتېدونکی کلتوري میراث بللی دی.

اسپانیا کې نږدې درې زره کسان دې لوبه کې ښکېل دي.

فالکن

باز پالو ته اسپانیا یو بهترین ځای دی، ګرمه او وچه اب هوا یې یو ډول ځانګړو بازانو ته چې یخو سیمو کې اوسېدل غواړي د خلیج په څېر ګرمو سیمو کې یې روږدي کول اسان وي.

فالکن
فالکن

تېر کال اسپانیا نږدې ۲۸۰۰ بازان صادر کړل چې ډېری یې خلیج ته وړل شوي دي.

فالکن

دا د برتانیا له ۲۵۰۰ صادر شویو بازانو ډېر دي.

فالکن

د خلیج شتمنو کې د ښکاري مرغانو ارزښت ډېر دی.

ان ځینې عربان د یو باز لپاره په زرګونو یورو مصرفوي.

فالکن

که څه هم عرب نړۍ کې باز لرل د پیسو ښودل بلل کېږي، خو ډېری بازوال له یو کال وروسته بل مرغه پسې ګرځي.

فالکن

همدا وجه ده چې اسپانیا کې باز پالل د ګټې وټې سرچینه جوړ شوي او مینوال یې هم نه کمېږي.

فالکن

د انځورونو چاپ حق خوندي دی۔