ارتودوکس عیسویان ولې واورینو اوبو کې لامبي؟

ایپی فینی، عید ظہور، عیسیٰ، پیغمبر عیسیٰ، حضرت عیسیٰ، مسیحی، روس، یورپ
د خپرېدو وخت

روس او ختیځه اروپا کې ارتودوکس عیسویان خپل یوه جشن ایپیفیني کې په واورینو اوبو کې غوپه خوري.

د جنورۍ پر ۱۹ دا جشن اردون سیند کې د عیسا پېغمبر د لامبلو په مناسبت کېږي.

په دې مناسبت ارتودوکس عیسویان واورې ماتولو سره اوبو کې سوری کوي او ځان پکې ډوبوي.

دوی د سپېڅلتیا لپاره درې ځلې اوبو کې غوپه خوري.

ایپی فینی، عید ظہور، عیسیٰ، پیغمبر عیسیٰ، حضرت عیسیٰ، مسیحی، روس، یورپ

ویل کېږي دا دود د عبادتچیانو صحت ته ګټه رسوي او ګنا یې پاکېږي.

پورتني انځور کې مسکو کې یو پادري اوبه دموي.

عبادتچیان وايي، په دغه مهال هر ځای اوبه سپېڅلې وي.

ځینې دا هم وايي، چې کنګل شوې اوبه روغتیا ته ګټه رسوي.

ایپی فینی، عید ظہور، عیسیٰ، پیغمبر عیسیٰ، حضرت عیسیٰ، مسیحی، روس، یورپ
ایپی فینی، عید ظہور، عیسیٰ، پیغمبر عیسیٰ، حضرت عیسیٰ، مسیحی، روس، یورپ

د سربیا په بلګراد کې عیسویان د ساوا سیند یخو اوبو کې غوپه کېږي.

ایپی فینی، عید ظہور، عیسیٰ، پیغمبر عیسیٰ، حضرت عیسیٰ، مسیحی، روس، یورپ

دې انځور کې د روسیې اومسک ښار کې ښځه اوبو کې ډوبه شوې.

دلته تودوخه منفي لس سانتي ګراد ته رسېدلې ده.

ایپی فینی، عید ظہور، عیسیٰ، پیغمبر عیسیٰ، حضرت عیسیٰ، مسیحی، روس، یورپ

اومسک جېل کې یو بندي سرتېري غوپه خوري.

ایپی فینی، عید ظہور، عیسیٰ، پیغمبر عیسیٰ، حضرت عیسیٰ، مسیحی، روس، یورپ

عبادتچیان د بلګراد په ساوا سیند کې له غوپې وروسته انځور اخلي.

۔