د هندوانو مذهبي کیسې باندې جوړ فلم 'رامایڼ' ته غبرګونونه څه دي؟

رامایڼ
د عکس تشریح، رنبیر کپور په دغه فلم کې د ایودیا سیمې د نېک پاچا "رام" رول لوبولی دی.
د خپرېدو وخت
د لوستلو وخت: ۵ دقیقې

هندۍ سینما د (رامايڼ) په نوم د "تر ټولو ګران‌بیه" نوي فلم لومړۍ برخه نندارې ته وړاندې کړې چې ویل کېږي ۵۰۰ میلیون ډالره لګښت پرې راغلی دی.

د فلمونو وتلي هندي لارښود نتېش تیواري په دغه فلم کې د بالیووډ سینما ځينې مشهور ستوري، موسیقي جوړوونکي او د سینماګرافۍ متخصصان راټول کړي دي چې دا مذهبي کیسه په ښه بڼه نندارچیانو ته وړاندې کړي.

رامایڼ څنګه کیسه ده؟

رامایڼ د هندوانو یو لرغونی مذهبي او حماسي داستان دی چې کیسه یې پر نېکۍ، بدۍ، مینې او قربانۍ راڅرخي. تر دې مخکې هم په دې کیسې فلمونه او سیریالونه جوړ شوي، په مجسمه جوړونه، شاعرۍ او لیکوالۍ کې بیان شوې او په تیاتر نندارو کې وړاندې شوې ده.

په دغه نوي فلم کې رنبیر کپور د "رام" رول لوبولی چې په رامایڼ کیسه کې د ایودیا سیمې یو نېک‌ شهزاده دی خو حالات یې له پاچاهۍ لاس‌پرسر کوي، ۱۴ کاله جلاوطنۍ ته اړ کېږي او له خپلې مېرمنې "سیتا" سره ځنګل ته پناه وړي. خو هلته راوڼ پاچا چې لس سرونه لري او زورور جګړه‌مار وي، سیتا ترې تښتوي. همدا د رام او راوڼ ترمنځ سترې جګړې ته لار هواروي.

په فلم کې د سیتا رول ښځينه فلمي ستورې سای پلوي او د راوڼ رول د جنوبي هند وتلي ستوري یش لوبولی دی.

رامایڼ
د عکس تشریح، رامایڼ فلم د هندوانو تر مذهبي جشن (دیوالي) څو ورځې مخکې نندارې ته وړاندې شوی. دیوالي د هندوانو د څراغونو بلولو جشن دی چې د جلاوطنۍ له دورې ایودیا سیمې ته د "رام" د بېرته ستنېدو په یاد نمانځل کېږي.

د جګړې برخه د فلم به دویمه برخه کې ځای شوې چې هغه به راروان کال خپره شي.

رامایڼ فلم د هندوانو تر مذهبي جشن (دیوالي) څو ورځې مخکې نندارې ته وړاندې شوی. دیوالي د هندوانو د څراغونو بلولو جشن دی چې د جلاوطنۍ له دورې ایودیا سیمې ته د "رام" د بېرته ستنېدو په یاد نمانځل کېږي.

فلم چا څنګه ارزولی دی؟

د دغه فلم په اړه د فلمي کره‌کتونکو یا نقادانو نظرونه سره وېشلي دي.

د (اېن‌ډي‌ تلویزون) د فلمونو هندي منتقد سایبل چېترجي دغه فلم ته له پنځو درې ستوري ورکړي او ویلي یې دي چې د فلم تصویري بڼې دومره ډېره خواري شوې چې پر اصلي کیسې تمرکز یې پيکه کړی دی. هغه همداراز ویلي چې په فلم کې د لوبغاړو رول هم "ثابت او متوازن نه دی".

یادونه: په ډيجيټل نړۍ کې ستوري داسې یو معیار دی چې خلک پرې د فلم او نورو توکو په اړه د ښه او یا د ناښه قضاوت ناپولی شي. دا ستوري کله پنځه او کله لس وي. ډېر یې ښه او کم یې ناښه بلل کېږي.

د (هندوستان ټایمز) اژانس فلمي کره‌کتونکي ریشاب سوري بیا فلم ته څلور ستوري ورکړي او ډېر مثبت نظر یې څرګند کړی دی. هغه لیکلي، "په خوښۍ سره ویلی شم چې دومره ډېرې پیسې بې‌ځایه نه دي لګول شوې".

هغه په فلم کې د لوبغاړو رول او ویژول یا بصري ننداره ستایلې خو ویلي یې دي چې د فلم په لومړۍ برخه کې داستان ډېر ورو مخکې تللی او موسیقي یې هم ډېره ښه نه ده.

رامائن
د عکس تشریح، د سیتا رول لوبوونکې فلمی ستورې سایي پلوي (منځوۍ ښځه) وايي چې په دې فلم کې کار کولو د خپل مسلک ترڅنګ ورته یوه "روحاني تجربه" هم وه.

په نړیواله کچه هم د دغه فلم په اړه د نقادانو نظرونه بېلابېل دي.

د (ګارډين) ورځپاڼې نقاد پيټر براډشا (رامایڼ) "ډېر زړه راښکونکی او هېښوونکی فلم او په زړه پورې هندۍ وطني ډرامه" بللی.

د ده په وینا، هغه "شاهي دسیسه" چې رام یې جلاوطنۍ ته اړ کړ، د شېکسپير د اثارو یاد تازه کوي او د سیتا د بېرته ژغورلو لپاره د رام هڅې د یوناني شاعر هومر د کیسو خوند او رنګ لري.

ښاغلي براډشا دغه فلم ته څلور ستوري ورکړي.

خو ټول کره‌کتونکي هم دومره خوشبین نه دي.

د ډيجيټلي لوبو او ساعتېرۍ وسایلو د جوړوونکي شرکت (اېن‌جي‌اېن) نقاد سېدانت ادلاکا فلم ته له لسو څلور ستوري ورکړي او ویلي یې دي چې د فلم "ناوړه" جګړه‌ييزې صحنې او په کمپيوټر جوړ شوي تصویرونه "سترګې په عذابوي".

رامايڼ فلم په انګرېزۍ ژبه هم نندارې ته وړاندې شوی. ځينو یې په دې بڼې کې د لوبغاړو د شونډو خوځښت د برابرولو لپاره د مصنوعي ځيرکتیا په کارولو باندې هم نیوکه کړې ده.

د رامایڼ کیسې ته د هندوانو درناوی

رامایڼ
د عکس تشریح، هغه سیریال هندوانو ته دومره د دراناوي وړ ګرځېدلی و چې پکې د "رام" رول لوبوونکي ممثل (ارون ګوویل) به ویل چې خلک یې چې چېرې وویني نو پښې یې ښکلوي او ورته ژاړي.

په هند کې دا تازه خپور شوی فلم اوس پر رامایڼ کیسې پخوا جوړو شوو فلمونو او ډرامو یا سیریالونو سره هم پرتله کېږي؛ په ځانګړي ډول د (رامانند ساګر) په نوم له هغه سیریال سره چې نږدې څلور لسیزې مخکې جوړ او پر تلویزونونو خپور شوی و.

هغه سیریال په ۱۹۸۷ کې پيل شو او هره یکشنبه به سهار خپرېده. د سیریال د خپرېدو پرمهال به سړکونه تش وو، دوکانونه به وتړل شول او خلک به تلویزونونو ته ناست وو.

ځینو نندارچیانو خو به د سیریال له پيلیدو مخکې غسل کاوه، عطر به یې وهل او د تلویزون پر پرده به یې ګلان راځړول؛ بیخي داسې لکه عبادت کولو نه مخکې چې ځان جوړوي.

د نیویارک پوهنتون د رسنیو څېړونکي اروېند راجاګوپال په ۲۰۱۹ کال کې بي‌بي‌سي ته ویلي وو چې کله خو به اورګاډي او بسونه هم ودرېدل او مسافر به د سړک غاړې ته دوکانونو ته د تلویزون لیدو ته ور ښکته شول.

هغه سیریال ۷۸ برخې لرلې چې د هند پر دولتي تلویزون (دور درشن) خپرېده او د اټکل له مخې، کتونکي یې له ۸۰ تر ۱۰۰ میلیونو رسېدل. دا د هغه وخت شمېر دی چې په هند کې ډېرو کمو خلکو تلویزون درلود.

هغه سیریال هندوانو ته دومره د دراناوي وړ ګرځېدلی و چې پکې د "رام" رول لوبوونکي ممثل (ارون ګوویل) به ویل چې خلک یې چې چېرې وویني نو پښې یې ښکلوي او ورته ژاړي.

په تېر کې پر دې کیسې نور فلمونه او ډرامې هم جوړې شوې دي چې کله یې په هند کې مذهبي او سیاسي حساسیتونه راپارولي او لانجې یې جوړې کړې دي.

په ۲۰۲۳ کې د (ادي پوروش) په نوم یو بل ډېر لګښتي فلم پر همدې کیسې جوړ شو چې له سختو غبرګونونو سره مخ شوی و.

ځینو سخت‌دریځه هندو ډلو یې د بندولو غوښتنه کوله او تور یې پورې کاوه چې ګواکې مذهبي څېرې پکې سپکې شوې دي.