ایا له ماشین فتوا وغواړو؟ اسلامي فقه کې د مصنوعي ځیرکتیا د حدودو په اړه بحث

د یوې مسلمانې ښځې او یوه مسلمان سړي انځور، چې په خپل کور کې پر غالۍ ناست دي او خپلو موبایلونو ته ګوري. ښځه اسلامي حجاب اغوستی او سړی عینکې، سپینه خولۍ او آبي رنګ پتلون پر تن لري.
د عکس تشریح، داسې ښکاري چې د دیني پوښتنو د مطرح کولو لپاره ډیجیټلي فضا ته د خلکو مخ پر زیاتېدونکی تمایل او تلوسې د اسلامي نړۍ د لرغونو او معتبرو دیني بنسټونو پام هم ځان ته اړولی دی.
    • Author, رامي رحيّم
    • دنده, بي بي سي نيوز عربي
  • د خپرېدو وخت
  • د لوستلو وخت: ۹ دقیقې

په تېرو څو میاشتو کې د ټولنیزو رسنیو فضا د دیني پوښتنو په ځوابولو کې د مصنوعي ځیرکتیا (اې‌ای) د رول په اړه له تودو بحثونو ډکه شوې ده.

دغه بحثونه د "قاف" (Qaf) په نوم د یوه کاریال (اپلېکېشن) له خپرېدو وروسته، چې د تېر اګست میاشتې په لومړۍ اونۍ کې وړاندې شو، لا پسې پراخ شول.

د اپلېکېشن د پلورنځي په پاڼه کې د خپرې شوې پېژندنې له مخې، "قاف" یو "ځیرک اسلامي مرستیال دی چې د هغو مسلمانانو لپاره جوړ شوی چې غواړي په اسانه خپلې پوښتنې وکړي، زدکړه وکړي او فکر او تدبر وکړي".

د ایکس (پخواني ټویټر) پر پاڼه د دغه اپلېکېشن یوه تبصره کوونکي لیکلي: "له الله ووېرېږئ!" نوموړي زیاته کړې: "که د یوه عالم له ناسمې فتوا پیروي وکړئ، نه ګناهګارېږئ؛ خو که د مصنوعي ځیرکتیا فتوا عملي کړئ، نو تېروتنه ستاسو ده او الله به یې په اړه حساب درسره وکړي."

په مقابل کې، د ټولنیزو رسنیو یوه بل کاروونکي مخالف نظر څرګند کړی او لیکلي یې دي: "که مسلمان یاست، نو دا اپلېکېشن ډاونلوډ کړئ."

د دې جنجال په لړ کې، د اپلېکېشن تبلیغاتي ویډیو، چې د دې اپلېکېشن یوه بنسټګر عبداللطیف عبدالفتاح خپره کړې وه، په میلیونونو ځله ولیدل شوه او پراخ غبرګونونه او بېلابېلې تبصرې یې راوپارولې؛ چې هرکلي، خبرداري او نیوکې پکې وې.

دغه بحث په حقیقت کې یوې پراخې موضوع ته اشاره کوي؛ هغه بحث چې له دې پوښتنې پیلېږي: د انسان د عقل او د هغو معلوماتو په وسیله د سمبال شوي ماشین د "عقل" ترمنځ څه توپیر شته چې په پراخه کچه معلومات لري؟ ورپسې د ټکنالوژۍ په برخه کې د نړیوالې رهبرۍ لپاره سیالۍ ته رسېږي او په پای کې په ډیجیټلي عصر کې د اسلامي علومو او معارفو د ځایګي موضوع راپورته کوي.

حتمي پېښه

قاهره کې د "د مصنوعي ځیرکتیا په عصر کې د هوښیار مفتي روزنه" کنفرانس
د عکس تشریح، قاهره کې د "د مصنوعي ځیرکتیا په عصر کې د هوښیار مفتي روزنه" کنفرانس

د "قاف" اپلېکېشن له خپرېدو څو ورځې وروسته، عبدالفتاح لاندې وضاحت خپور کړ:

"داسې ښکاري چې د فتواوو د صادرولو د یوې وسیلې په توګه د 'قاف' د پېژندلو په اړه لوی ناسم پوهاوی رامنځته شوی دی. د وضاحت لپاره باید ووایم زموږ دریځ دا دی چې مصنوعي ځیرکتیا فتوا نه شي صادرولی."

هغه همدارنګه د یوه کاروونکي بېلګه خپره کړه چې د فتوا غوښتلو په موخه یې په اپلېکېشن کې یوه پوښتنه مطرح کړې وه. د "قاف" ځواب روښانه کړې وه چې دا یوازې د معلوماتو د لټون او ترلاسه کولو یوه وسیله ده.

د "قاف" جوړوونکي دغه اپلېکېشن یوه "پلټفارم" یا ډیجیټلي چوکاټ بولي چې له مصنوعي ځیرکتیا په ګټه اخیستنې له مسلمانانو سره د اسلام په اړه د زدکړې، سپړنې او پوهاوي په برخه کې مرسته کوي.

د اپلېکېشن جوړوونکي دا ادعا نه کوي چې خپله یې کومه ځانګړې ژبنۍ بېلګه (Language Model) طرحه کړې یا روزلې ده. داسې ښکاري چې "قاف" تر ډېره پر هغو ژبنیو ماډلونو تکیه کوي چې له وړاندې وې، خو د ځوابونو د وړاندې کولو لپاره یې د خپل ډیټابېس له اسلامي سرچینو سره سمبال کړی دی. د دې کار موخه دا ده چې د ځوابونو په منځپانګه کې د غیر اسلامي سرچینو اغېز تر ممکنه حده محدود کړي.

عبدالفتاح پر اېکس د اپلېکېشن په معرفي کوونکې ویډیو کې هم یادونه کړې وه چې د "قاف" ځوابونه "د مصنوعي ځیرکتیا په وسیله تولیدېږي او مصنوعي ځیرکتیا د تېروتنې امکان لري".

دغه ټینګارونه ښايي د اپلېکېشن د جوړوونکو د دې پوهاوي څرګندونه وکړي چې له دیني موضوعاتو سره چلن څومره حساسیت لري او هر هغه پلټفارم چې د عقایدو او شرعي احکامو په اړه بحث کوي، له څومره جدي څېړنو، نیوکو او ارزونو سره مخ کېدای شي.

په مقابل کې، ځینو کسانو د دې مفکورې هرکلی کړی او ستاینه یې کړې ده. دوی استدلال کوي چې مسلمانان له وړاندې هم د مصنوعي ځیرکتیا له عمومي وسیلو ګټه اخلي، په داسې حال کې چې دغه وسایل د اسلامي مراجعو او اصولو پر بنسټ نه دي طرحه شوي.

د دوی په اند، د داسې اپلېکېشنونو جوړول چې پر باوري اسلامي سرچینو تکیه کوي، په سم لوري کې یو ګام دی؛ که څه هم دا تجربه لا بشپړه نه ده.

د دې لیدلوري پلویان وايي چې ژبني ماډلونه د ډېرو خلکو د ورځني ژوند یوه برخه ګرځېدلي دي. له همدې امله، اصلي پوښتنه اوس دا نه ده چې ایا باید له دغو وسیلو ګټه واخیستل شي که نه؛ بلکې دا ده چې څنګه یې پراختیا ومومي او داسې اصول او محدودیتونه ورته وضع شي چې د دوی د وړتیاوو له لارې د پوهې د پراختیا او معلوماتو ته د اسانه، مستقیم او پراخ لاسرسي زمینه برابره کړي.

د تلوسې او محدودیتونو ترمنځ

که د اسلامي فقهې د متخصصینو نظرونه وڅېړو، نو داسې لیدلوری ترې څرګندېږي چې له یوې خوا د نوې ټکنالوژۍ د ګټې اخیستنې او د هغې په پراختیا کې د ګډون لېوالتیا پکې شته او له بلې خوا د دغې ټکنالوژۍ د کارونې د حدودو او احتمالي خطرونو په اړه احتیاط هم پکې لیدل کېږي.

د الازهر عالم او د مصر د اوقافو وزارت پخواني مرستیال ډاکټر سالم عبدالجلیل بي بي سي عربي ته وویل، د مصنوعي ځیرکتیا په ګډون اپلېکېشنونه د څېړنې او معلوماتو په موندلو کې مرسته کوي. د علمي شخصیتونو لپاره یې ډېر ستر خدمت کړی دی". د نوموړي په وینا، دغه وسایل "د هغو دیني زدکوونکو لپاره ګټور دي چې دیني پوهه او ژوره مخینه ولري"، بلکې "دا له هغو نعمتونو دي چې الله تعالی موږ متخصصینو ته راکړي دي".

خو نوموړی د دغو وسایلو د کارونې د دوو ډولونو او همدارنګه د کاروونکو د دوو ډلو ترمنځ توپیر کوي. د هغه په اند، کاروونکی باید داسې "دیني مخینه او شرعي پوهه ولري چې د حق او باطل ترمنځ د توپیر کولو وړتیا ورکړي".

هغه زیاتوي: "متخصص عالم له دغو وسایلو په پراخه کچه ګټه اخیستلی شي، ځکه د هغو معلوماتو د ارزونې وړتیا لري چې د دې وسایلو له لارې یې لولي او اوري. خو غیرمتخصص کسان له دغو وسایلو د عمومي پوهاوي او فرهنګي زدکړې لپاره ګټه اخیستی شي، نه د شرعي حکم، فتوا صادرولو او یا د شخړو د هواري لپاره."

داسې ښکاري چې د دیني پوښتنو د مطرح کولو لپاره ډیجیټلي فضا ته د خلکو مخ پر زیاتېدونکی تمایل او تلوسې د اسلامي نړۍ د لرغونو او معتبرو دیني بنسټونو پام هم ځان ته اړولی دی.

تېر کال قاهرې د "د مصنوعي ځیرکتیا په عصر کې د هوښیار مفتي روزنه" تر سرلیک لاندې د یوه کنفرانس کوربه‌توب وکړ. د کنفرانس د پرانیستې ویناوو اصلي تمرکز پر دوو هغو اړتیاوو و چې ګډونوالو بېړنۍ وبللې: له مصنوعي ځیرکتیا څخه ګټه اخیستل او د هغې د کارونې لپاره د اړینو اصولو او محدودیتونو ټاکل.

The Making of the Competent Mufti in the Age of Artificial Intelligence"
د عکس تشریح، تېر کال قاهرې د "د مصنوعي ځیرکتیا په عصر کې د هوښیار مفتي روزنه" تر سرلیک لاندې د یوه کنفرانس کوربه‌توب وکړ.

ډاکټر محمد الضویني په دغه کنفرانس کې د الازهر د شیخ ډاکټر احمد الطیب په استازیتوب په خپله وینا کې وویل چې له مصنوعي ځیرکتیا ګټه اخیستل "شرعي اړتیا ده؛ ځکه دا نه له عقل سره سمون لري او نه له حکمت سره چې انسان د خپلې زمانې له لاسته راوړنو او پرمختګونو ناخبره پاتې شي".

خو نوموړي ټینګار وکړ چې ماشین په خپلواک ډول فتوا نه شي صادرولی؛ ځکه د فتوا ورکول "اجتهادي بهیر" دی او داسې وړتیا ته اړتیا لري چې "د انسان د طبیعت او د هغه د حالاتو د درک، احساس او شعور وړتیا" پکې شامله ده.

د کنفرانس په ترڅ کې بله مهمه اندېښنه دا وه چې اسلامي نړۍ باید "د اغېزمنېدونکي او تر اغېز لاندې لوري له دریځه، د فعال او اغېزناک لوري دریځ ته" ولېږدول شي؛ چې د الضویني په وینا، "زموږ فکرونه له سمندرونو او لویو سمندرونو هاخوا د نورو په لاس اداره نه شي".

ستر او بډای علمي میراث... خو ډیجیټلي بڼه نه لري

خو دا کار اسانه نه دی؛ ځکه عربي او اسلامي نړۍ د مصنوعي ځیرکتیا د پراختیا په برخه کې له ګڼو او سترو ننګونو سره مخ ده.

د حمد بن خلیفه پوهنتون د اسلامي تشریع او اخلاقو د مطالعاتو په مرکز کې استاد او څېړونکی ډاکټر سامر رشواني د مصنوعي ځیرکتیا د اوسنیو عربي ماډلونو د وضعیت په اړه تر ډېره بدبینانه نظر لري.

رشواني له بي بي سي عربي سره په خبرو کې وايي، د عربي او اسلامي نړۍ ځینو هېوادونو د دې برخې پر اهمیت له وخته درک کړی و او د تولیدي مصنوعي ځیرکتیا د ټکنالوژیو له راڅرګندېدو سره یې د سترو او هیله‌منو پروژو د پیلولو اقدام کړی و.

خو د نوموړي په اند، د دغو پرمختګونو بهیر د بېلابېلو عواملو له امله له خنډونو سره مخ شو. له دې عواملو یو هم د "متحده ایالتونو او چین ترمنځ د مصنوعي ځیرکتیا جګړه" ده، چې له امله یې د پرمختللو ټکنالوژیو پر صادراتو محدودیتونه ولګېدل؛ په ځانګړي ډول هغه چِپونه چې د مصنوعي ځیرکتیا د ماډلونو د روزنې او چلولو لپاره کارول کېږي.

رشواني، چې په اسلامي مطالعاتو کې د څېړونکو د خدمت لپاره د مصنوعي ځیرکتیا د یوه ماډل پر پراختیا هم کار کوي، څرګندوي چې د دغو سیاستونو اغېزې لا هم پر خپل ځای دي، "سره له دې چې امریکا څو ځله د دغو محدودیتونو د بدلون اعلانونه کړي دي".

نوموړی وايي، د دغو شرایطو پایله دا ده چې اوسني عربي ماډلونه "کمزوري، بلکې ډېر کمزوري" دي. د هغه په وینا، ډېری روانې پروژې له صفره د نویو ماډلونو پر جوړولو او روزلو تمرکز نه کوي، بلکې تر ډېره پر چمتو او موجودو ماډلونو تکیه کوي او د هغو پر بنسټ نورې وسیلې جوړوي.

A man and woman in traditional attire are sitting together outdoors, smiling and engaging with a smartphone

معنا دا چې عربي پروژې لا هم تر ډېره پر مشهورو سوداګریزو ماډلونو متکي دي. که څه هم دغو ماډلونو د پام‌وړ پرمختګ کړی او د نوموړي په وینا، اوس د "اسلامي عمومي معارفو د موضوعاتو د پوښښ" وړتیا هم لري، خو لا هم له داسې نیمګړتیاوو سره مخ دي چې د تخصصي اسلامي مطالعاتو په خدمت کې یې اغېزمنتیا محدودوي.

رشواني دا ستونزه داسې تشریح کوي:

"اصلي ننګونه دا ده چې د انټرنېټ په هغو معلوماتو کې چې د لویو سوداګریزو ماډلونو د روزنې لپاره کارول کېږي، د عربي ژبې د موادو ونډه تر نیمې سلنې هم کمه ده. بله ننګونه دا ده چې په انټرنېټ کې شته عربي سرچینې بشپړې نه دي او د عربي او اسلامي تاریخ ټولې دورې او د پوهې ټولې څانګې نه رانغاړي. په انټرنېټ کې د دغو علمي څانګو د استازیتوب کچه هم ډېره متفاوت ده."

د رشواني په وینا، لا هم "د خطي نسخو یو ستر علمي میراث" شته چې ډیجیټلي بڼه یې نه ده خپله کړې. سربېره پر دې، د تېرو دوو پېړیو یو پراخ علمي میراث هم موجود دی.

هغه زیاتوي: "که غواړو د یوه داسې عربي ژبني ماډل لومړني پړاو ته ورسېږو چې عربي ژبه، عربي میراث او په ټوله کې عربي کلتور په ډېر دقت درک کړای شي، نو د دغو ټولو اثارو ډیجیټلي کول اړین دي."

داسې ښکاري چې په عربي او اسلامي نړۍ کې د ډېرو متخصصینو ترمنځ په دې اړه عمومي توافق شته چې د مصنوعي ځیرکتیا پر وړاندې باید د حیرانتیا او شېفتګۍ له پړاو څخه د هغې د پراختیا په بهیر کې د فعال ګډون پړاو ته واوښتل شي. په ورته وخت کې باید داسې چوکاټونه جوړ شي چې د دې ټکنالوژۍ کارونې تنظیم او حدود یې مشخص کړي.

د تولیدي مصنوعي ځیرکتیا د سیستمونو په اړه بحثونه په چټکۍ سره د هغو معلوماتو د پټ تعصب مسئلو ته هم لاره هواروي چې ماډلونه پرې روزل کېږي، او همدارنګه د هغو احتمالي تعصبونو موضوع راپورته کوي چې پخپله الګوریتمونه یې منعکسولای شي.

په داسې حال کې چې ځینې څېړونکي په اسلامي چاپېریال کې پر موجودو ماډلونو د لوېدیځې واکمنۍ پر اغېزو بوخت دي، ښايي یوه بله هم مهمه ننګونه هم راڅرګنده شي؛ هغه د اسلامي فکري مکتبونو او علمي منهجونو پراخ تنوع دی.

دا موضوع ښايي د ځانګړو عربي او اسلامي اپلېکېشنونو او ماډلونو له پراخېدو سره د بحث او اختلافونو یوه نوې دروازه پرانیزي.